• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

کابل مېشتی: د مخابراتو وزارت امنیتي قوماندان د نورو کسانو پرځای خپل خپلوان پر دندو ګومارلي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۸ GMT+۱

یو کابل مېشتي افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «موږ هغه اعتراض کوونکي یو، چې په ځینو څانګو کې د بې‌عدالتۍ، خپلوۍ او له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې له امله ستړي شوي یو». هغه وایي، د طالبانو د مخابراتو وزارت امنیتي قوماندان د نورو کسانو پرځای خپل خپلوان پر دندو ګومارلي دي.

د هغه په وینا؛ په ځینو دفترونو کې کاري فرصتونه په عادلانه ډول نه وېشل کېږي. نوموړي زیاته کړې، له ځینو بانفوذه اشخاصو سره تړلي کسان ځانګړي امتیازات لري؛ خو عام خلک د یوې ګوله ډوډۍ په پیدا کولو کې له پراخو ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي، د طالبانو د مخابراتو وزارت سره دوو کسانو له کلونو راهیسې د فوتوکاپي خدمتونو په وړاندې کولو سره د خپلو کورنیو لګتونه پوره کول؛ خو د طالبانو د مخابراتو وزارت د امنیت برخې قوماندان د خپل نفوذ په کارونې خپل خپلوان هلته ځای کې ځای پرځای کړي او ورته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
نوموړی وایي، له دې سره هغه کسانو چې له کلونو راهیسې هلته کار کاوه؛ څنډې ته شوي او د خپلو پېرودونکو او عاید لویه برخه یې له لاسه ورکړې ده. هغه ویلي: «زموږ پوښتنه دا ده، که په دولتي ادارو کې کاري فرصتونه محدود وي؛ نو ولې باید بې‌وزله خلک له دفترونو بهر د نفوذ لرونکو کسانو د کړنو قرباني شي؟ ایا دا د منلو وړ ده، چې د خپلوانو د ګټو د خوندي کولو لپاره د دولتي واک کار واخیستل شي».

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۳
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۴

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۵
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

•
•
•

نور کیسې

ټکسي چلوونکی: د طالبانو ترافیک چارواکو په زرنج کې د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیولې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱
ټکسي چلوونکی: د طالبانو ترافیک چارواکو په زرنج کې د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیولې ده
100%

له نیمروز ولایت څخه یو ټکسي‌ چلوونکي‌ افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافیک چارواکو ټول ټکسي چلوونکي پر سړکونو له کار کولو منع کړي. نوموړي‌ ویلي، چې طالبان د زرګونه ټکسي چلوونکو پوښتنو او ستونزو ته ځواب نه وایي.

نوموړي ویلي، په نیمروز کې د طالبانو د ترافیک مسوولین د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیسي او دوی اړ شوي چې تش لاس خپلو کورونو ته ستانه شي. د هغه په خبره، د طالبانو ولایت مقام ته یې هم شکایت کړی؛ خو په خبره یې هیڅوک یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د نیمروز ولایت مقام ته شکایت وکړ؛ خو هېچا زموږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه. د علماوو شورا، د امر بالمعروف ادارې او د ترانسپورټ ریاست ته مو هم شکایتونه وکړل؛ خو هېڅوک د ټکسي چلوونکو ستونزو ته پاملرنه نه‌کوي».

هغه دا هم ویلي، ان د نیمروز ولایت طالب مسوولینو ته یې عریضې وړاندې کړې چې پایله یې نه‌ده ورکړې. د نوموړي په خبره؛ په دغه ولایت کې شاوخوا ۲زره کورنۍ د همدې ټکسي چلوونې له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱
هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم
100%

له هرات نه یوې مېرمنې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د ۱۳زره افغانیو په بدل کې خوشې کړې ده. دغه مېرمن وایي، چې په کور کې د نارینه د نشتوالي له کبله بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځيو اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې په دغه پيغام کې ویلي، چې بشپړ حجاب یې اغوستی و او څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف ځواکونو د هرات په لیلامي بازار کې د اړتیا وړ توکو د پېرنې پرمهال نیولې وه. نوموړې وايي، یادو ځواکونو یو ناڅرګند ځای ته ولېږدوله او هلته په خونه کې ورسره نورې ۱۱ ښځې هم وې.

یاده مېرمن وايي، له دغه ښځو څخه هم ځینې د پېسو په بدل کې خوشې شوې دي. هغې ویلي، چې خاوند یې مړ شوی او بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې له نړۍوالې ټولنې او د ښځو ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې غږ یې واوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۱
یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم
100%

په هرات کې د طالبانو له‌خوا «د بې‌حجابۍ» په تور د نیول شویو ښځو له ډلې یوه مېرمن وایي، که څه هم «شرعي حجاب» یې اغوستی و؛ خو بیا هم طالبانو نیولې، دوه ورځې او یوه شپه یې په بند کې ساتلې وه. دغه مېرمنې په ژړغوني غږ ویلي، چې په زندان کې «شکنجه» شوې ده.

د هرات نه یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پيغام کې د طالبانو له‌خوا د «نیولو او شکنجې» کیسه کوي. دغه ښځه په ژړا وایي: «سره له دې چې عادي او شرعي حجاب یې اغوستی و، طالبانو هغه نیولې او ځورولې ده».

دغه مېرمنې ویلي، چې د کوره د وتلو اجازه نه‌لري او د بشپړ حجاب له اغوستلو سره، سره بیا هم نیول شوې ده. هغې زیاته کړې: «زه یوه مېرمن یم چې د شنبې په ورځ د حجاب د نشتوالي په تور په لیلامي بازار کې ونیول شوم، دوه ورځې او یوه شپه د طالبانو په زندان کې وم، شکنجه شوم، وځورېدم او ماته پرله‌پسې سپکاوی کېده».

ورته مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې هرات ښار کې د ښځو د نیولو موضوع حقیقت نه‌‌لري. نوموړ‌ي زیاته کړې: «دا بې‌بنسټه اوازې دي، چې موخه یې د دیني احکامو هدف ګرځول دي».

د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري
100%

د هرات په صنعتي‌ ښارګوټي کې بوخت یو کارګر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي یو پیغام کې ویلي، چې هره ورځ د سهار له ۵ بیا د مازیګر تر ۶ بجو پورې په کار کې وي. نوموړي‌ زیاته کړې: «زوی مې ناروغ دی، ماته رخصت نه راکوي او مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی».

د هرات دغه اوسېدونکي ویلي، چې په یاد صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰زرو زیات کارګر د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخ دي. د هغه په خبره؛ په ساعتونو د سړک پر غاړه د شرکتونو بسونو ته انتظار باسي، ترڅو کار ځای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، له دومره زیاتو خواریو سره، سره ډېری کارګر هره ورځ یوازې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ لاس‌باړه ترلاسه کوي. هغه وایي، که چېرې د ناروغۍ یا کومې کورنۍ ستونزې له امله یوه ورځ کار ته حاضر نه‌شي؛ نو له تنخوا یې د هغې څو برابره پیسې ګرځول کېږي.

هغه وايي: «تر ټولو دردناکه خبره دا ده، چې که د یوه کارګر ماشوم ناروغ شي، هغه دومره وخت نه‌لري چې خپل ماشوم ډاکټر ته یوسي. دا مسوولیت د کورنۍ پر مور پاتې کېږي؛ هغه مور چې خپله هم له کوره د وتلو او د ژوند د چارو د ترسره کولو پرمهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ ده».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست هم د خلکو د وېرې او ډار لامل شوی دی. هغه زیاته کړې: «څو ورځې کېږي چې زوی مې ناروغ دی؛ خو مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی او زه هم نه‌شم کولی هغه ډاکټر ته یوسم، ځکه ماته رخصتي نه راکول کېږي».

د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۵ GMT+۱
د هرات یوه اسېدونکې: نن د ټولګي د زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی وو
100%

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د محدودیتونو او د خپلسرو نیونو پراخو څپو له امله د نجونو ترمنځ وېره او نهیلۍ ورځ تر بلې پراخېږي.

هغې د خپل ورځني ژوند او د خپلو ټولګي‌والو د وضعیت په اړه ویلي: «زه له یوشمېر نورو نجونو سره په یوه ښوونیز مرکز کې د روغتیا اړوند زده‌کړې کوم. نن چې ټولګي ته ولاړو، له ۱۹ زده‌کوونکو څخه یوازې ۶ نجونې حاضرې وې».
د هغې په وینا؛ په ټولګي کې د نهیلۍ او خپګان فضا خپره وه او هرې نجلۍ د نیونو او محدودیتونو په اړه یوه کیسه لرله. هغې زیاته کړې: «د یوې نجلۍ د تره لور چې ټاکل شوې سبا شپه یې واده وي، د واده د اړتیاوو پوره کولو پرمهال په بازار کې نیول شوې ده. د خوشې کېدو لپاره یې ډېرې هڅې وشوې، ان ضمانت هم ورته وړاندې شو؛ خو لا هم نه‌ده خوشې شوې».

د هرات دغه اوسېدونکې همداراز ویلي، چې نن د امر بالمعروف او نهې عن المنکر یوه کارکوونکي نجونو ته د چوک سینما له لارې د تېرېدو اجازه نه‌ده ورکړې. هغه وایي: «دوی وویل چې د یوې نجلۍ پړوني کې روښانه سره ګلان چاپ شوي؛ نو ځکه یې زموږ د تېرېدو مخه ونیوله».

د نوموړې په خبره؛ نجونې هره ورځ له نویو محدودیتونو او ستونزو سره مخامخېږي او دغه وضعیت د زده‌کوونکو پر روحي حالت ژور اغېز کړی دی. هغې وویل: «نن په ټولګي کې د حاضرو زده‌کوونکو شمېر له ۱۹ کسانو ۶ ته راټیټ شوی و. دا یوازې یوه شمېره نه‌ده؛ بلکې د هغو نجونو د وېرې، نهیلۍ او ناروښانه برخلیک انځور دی، چې هره ورځ له خپلو هیلو او زده‌کړو لرې کېږي».