د هرات د ښځو په اړه د امریکايي سناتور اندېښنه؛ ګري پیټرز د طالبانو چلند د نهمنلو وړ وباله

د امریکا د متحدو ایالتونو سناتور ګري پیټرز په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول او د هغوی پر وړاندې تاوتریخجن چلند په کلکه غندلی او دا کار یې په بشپړ ډول د نهمنلو وړ بللی دی. پیټرز له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
