• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

ننګرهار کې یو ځوان د طالب چارواکي له لوري په چړو وهل شوی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۳۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۵۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته په رالېږل شوې ویډیو کې ښکاري چې د جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحیې د خالص فامیلیو سیمې اوسېدونکی اسرار احمد د وهلو ټکولو له امله ټپي شوی دی. له جلال اباد څخه یوه سرچینه وایي چې اسرار د قاري متین په نوم یوه طالب چارواکي له لوري په چړو وهل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د طالبانو یو چارواکی چې قاري متین نومېږي، له خپلو ساتونکو سره د پنجشنبې ورځې مازیګر شاوخوا پنځه بجې د اسرار احمد کور ته ورغلی، د کور دروازې قلف یې مات کړی او کور ته تر ننوتلو وروسته یې نوموړی وهلی دی.

سرچینه زیاتوي چې قاري متین اسرار احمد په چړو هم وهلی او د پېښې پر مهال یې ورسره زور زیاتی کړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اسرار احمد له پېښې وروسته دولتي روغتون ته لېږدول شوی و او اوس یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې دا د ننګرهار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان انټرنشنل- پښتو په خپلواکه توګه دا پېښه نه تاییدوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده
۱

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۲

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

د بېکارۍ له امله د یو ځوان شکایت؛ «ملا نه یم ځکه دنده نه لرم»

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۱
د بېکارۍ له امله د یو ځوان شکایت؛ «ملا نه یم ځکه دنده نه لرم»
100%

کابل کې یو ځوان د افغانستان انټرنشنل پښتو ته په رالېږلي غږیز پیغام کې شکایت کړی چې له لوړو زده کړو سره سره د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کار فرصت نه لري او له اوږدې مودې راهیسې بېکاره پاتې دی. د هغه په وینا، ملا نه دی، ځکه بېکاره دی.

نوموړي، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه دي غوښتي نوم یې خپور شي، وویل چې د زراعت له پوهنځي فارغ شوی، خو تر اوسه نه دی توانېدلی د خپلې زده کړې له مخې دنده پیدا کړي.

هغه ادعا کوي چې په د طالبانو په دولتي ادارو کې ډېری بستونه هغو کسانو ته سپارل شوي چې د ده په وینا لازمې تخصصي زده کړې نه لري، ملایان دي، په داسې حال کې چې د پوهنتونونو فارغان او تجربه لرونکي کسان بېکاره ګرځي.

د نوموړي په خبره، د کار موندلو پر مهال د واسطې او اړیکو نشتوالی د ده لپاره لوی خنډ ګرځېدلی دی. هغه وايي: «نه ملا یم او نه هم واسطه لرم، له همدې امله د کار فرصت نه راکول کېږي».

دغه ځوان زیاتوي چې د زراعت په برخه کې په هېواد کې د کار پراخ فرصتونه شته، خو د متخصصو کسانو د جذب لپاره عملي ګامونه نه پورته کېږي. د هغه په وینا، ځینې کسان د زراعت پوهنځي فارغانو ته په ملنډو وايي چې «ته بزګر یې، ورشه بزګري وکړه»، ځکه د طالبانو د حکومت له لوري د کار زمینه نه ده برابره شوې.

هغه له طالبانو غوښتي چې د زراعت او نورو تخصصي برخو فارغانو ته د کار مناسب فرصتونه برابر کړي او د دندو په وېش کې وړتیا او تخصص ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي ټینګار کړی چې له هېڅ نظام سره ستونزه نه لري او یوازې غواړي د خپلې زده کړې او وړتیا له مخې هېواد ته خدمت وکړي، خو د کار نشتوالی یې له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا یوازې د کابل ښار د یوه اوسېدونکي روایت دی، افغانستان په دې اړه په خپلواکه توګه کوم نظر نه لري.

ټکسي چلوونکی: د طالبانو ترافیک چارواکو په زرنج کې د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیولې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۲ GMT+۱
ټکسي چلوونکی: د طالبانو ترافیک چارواکو په زرنج کې د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیولې ده
100%

له نیمروز ولایت څخه یو ټکسي‌ چلوونکي‌ افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي پيغام کې ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د ترافیک چارواکو ټول ټکسي چلوونکي پر سړکونو له کار کولو منع کړي. نوموړي‌ ویلي، چې طالبان د زرګونه ټکسي چلوونکو پوښتنو او ستونزو ته ځواب نه وایي.

نوموړي ویلي، په نیمروز کې د طالبانو د ترافیک مسوولین د ټکسي چلوونکو د کار مخه نیسي او دوی اړ شوي چې تش لاس خپلو کورونو ته ستانه شي. د هغه په خبره، د طالبانو ولایت مقام ته یې هم شکایت کړی؛ خو په خبره یې هیڅوک یې غوښتنو او پوښتنو ته ځواب نه وایي.

نوموړي زیاته کړې: «موږ د نیمروز ولایت مقام ته شکایت وکړ؛ خو هېچا زموږ غوښتنې ته ځواب ونه وایه. د علماوو شورا، د امر بالمعروف ادارې او د ترانسپورټ ریاست ته مو هم شکایتونه وکړل؛ خو هېڅوک د ټکسي چلوونکو ستونزو ته پاملرنه نه‌کوي».

هغه دا هم ویلي، ان د نیمروز ولایت طالب مسوولینو ته یې عریضې وړاندې کړې چې پایله یې نه‌ده ورکړې. د نوموړي په خبره؛ په دغه ولایت کې شاوخوا ۲زره کورنۍ د همدې ټکسي چلوونې له لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي.

هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۲۳ GMT+۱
هراتۍ مېرمن: طالبانو د پېسو په بدل کې خوشې کړم
100%

له هرات نه یوې مېرمنې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د ۱۳زره افغانیو په بدل کې خوشې کړې ده. دغه مېرمن وایي، چې په کور کې د نارینه د نشتوالي له کبله بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځيو اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې په دغه پيغام کې ویلي، چې بشپړ حجاب یې اغوستی و او څو ورځې وړاندې د امر بالمعروف ځواکونو د هرات په لیلامي بازار کې د اړتیا وړ توکو د پېرنې پرمهال نیولې وه. نوموړې وايي، یادو ځواکونو یو ناڅرګند ځای ته ولېږدوله او هلته په خونه کې ورسره نورې ۱۱ ښځې هم وې.

یاده مېرمن وايي، له دغه ښځو څخه هم ځینې د پېسو په بدل کې خوشې شوې دي. هغې ویلي، چې خاوند یې مړ شوی او بازار ته د خپلو ماشومانو لپاره د ښوونځي اړوندو توکو د پېرلو لپاره تللې وه.

یادې مېرمنې له نړۍوالې ټولنې او د ښځو ملاتړو سازمانونو غوښتي، چې غږ یې واوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۵۱ GMT+۱
یوه هراتۍ مېرمن: دوه ورځې او یوه شپه طالبانو په بند کې شکنجه کړې یم
100%

په هرات کې د طالبانو له‌خوا «د بې‌حجابۍ» په تور د نیول شویو ښځو له ډلې یوه مېرمن وایي، که څه هم «شرعي حجاب» یې اغوستی و؛ خو بیا هم طالبانو نیولې، دوه ورځې او یوه شپه یې په بند کې ساتلې وه. دغه مېرمنې په ژړغوني غږ ویلي، چې په زندان کې «شکنجه» شوې ده.

د هرات نه یوې ښځې افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي غږیز پيغام کې د طالبانو له‌خوا د «نیولو او شکنجې» کیسه کوي. دغه ښځه په ژړا وایي: «سره له دې چې عادي او شرعي حجاب یې اغوستی و، طالبانو هغه نیولې او ځورولې ده».

دغه مېرمنې ویلي، چې د کوره د وتلو اجازه نه‌لري او د بشپړ حجاب له اغوستلو سره، سره بیا هم نیول شوې ده. هغې زیاته کړې: «زه یوه مېرمن یم چې د شنبې په ورځ د حجاب د نشتوالي په تور په لیلامي بازار کې ونیول شوم، دوه ورځې او یوه شپه د طالبانو په زندان کې وم، شکنجه شوم، وځورېدم او ماته پرله‌پسې سپکاوی کېده».

ورته مهال د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، چې هرات ښار کې د ښځو د نیولو موضوع حقیقت نه‌‌لري. نوموړ‌ي زیاته کړې: «دا بې‌بنسټه اوازې دي، چې موخه یې د دیني احکامو هدف ګرځول دي».

د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۲۰ GMT+۱
د هرات یو کارګر: زوی مې ناروغ دی، زه رخصت نه‌لرم او مېرمن مې له کوره د وتلو وېره لري
100%

د هرات په صنعتي‌ ښارګوټي کې بوخت یو کارګر افغانستان انټرنشنل ته په لېږلي یو پیغام کې ویلي، چې هره ورځ د سهار له ۵ بیا د مازیګر تر ۶ بجو پورې په کار کې وي. نوموړي‌ زیاته کړې: «زوی مې ناروغ دی، ماته رخصت نه راکوي او مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی».

د هرات دغه اوسېدونکي ویلي، چې په یاد صنعتي ښارګوټي کې له ۳۰زرو زیات کارګر د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره هره ورځ له ډېرو ستونزو او سختیو سره مخ دي. د هغه په خبره؛ په ساعتونو د سړک پر غاړه د شرکتونو بسونو ته انتظار باسي، ترڅو کار ځای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړې، له دومره زیاتو خواریو سره، سره ډېری کارګر هره ورځ یوازې شاوخوا ۲۰۰ افغانۍ لاس‌باړه ترلاسه کوي. هغه وایي، که چېرې د ناروغۍ یا کومې کورنۍ ستونزې له امله یوه ورځ کار ته حاضر نه‌شي؛ نو له تنخوا یې د هغې څو برابره پیسې ګرځول کېږي.

هغه وايي: «تر ټولو دردناکه خبره دا ده، چې که د یوه کارګر ماشوم ناروغ شي، هغه دومره وخت نه‌لري چې خپل ماشوم ډاکټر ته یوسي. دا مسوولیت د کورنۍ پر مور پاتې کېږي؛ هغه مور چې خپله هم له کوره د وتلو او د ژوند د چارو د ترسره کولو پرمهال له ګڼو محدودیتونو سره مخ ده».

نوموړي ویلي، چې د طالبانو امر بالمعروف ریاست هم د خلکو د وېرې او ډار لامل شوی دی. هغه زیاته کړې: «څو ورځې کېږي چې زوی مې ناروغ دی؛ خو مېرمن مې د طالبانو له وېرې له کوره نه‌شي‌ وتلی او زه هم نه‌شم کولی هغه ډاکټر ته یوسم، ځکه ماته رخصتي نه راکول کېږي».