• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلجیم د کډوالو په اړه د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره امنیتي ارزونې پیل کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۴ GMT+۱

بلجیم د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د پلان شویو خبرو لپاره د طالب پلاوي د غړو امنیتي ارزونې پیل کړې دي. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر مکسیم پریوټ منلې، چې اروپايي کمېسیون بروکسل ته د احتمالي سفر لپاره د طالبانو د استازو نوملړ دوی ته سپارلی دی.

د نوموړي په وینا؛ د امنیتي خدماتو اړوند ادارې د ویزو د احتمالي صادرېدو لپاره لومړنۍ ارزونې او امنیتي څېړنې ترسره کوي. اروپايي کمېسیون له څه مودې راهیسې هڅه کوي، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه له طالبانو سره خبرې وکړي.
د دغه خبرو لپاره د طالب پلاوي د سفر لپاره بلجیم ویزې ته اړتیا ده؛ خو دغه موضوع له دې امله له ننګونو ډکه ده، چې طالبان لاتراوسه د نړۍوالې ټولنې له‌خوا په رسمیت نه‌دي پېژندل شوي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، طالب پلاوي تراوسه په رسمي ډول د ویزې غوښتنه نه‌ده کړې؛ خو اروپايي کمېسیون د طالب استازو نومونه وړاندې کړي، څو امنیتي ادارې خپلې لومړنۍ ارزونې ترسره کړي.
مکسیم پریوټ د روان کال په پیل کې ویلي و، چې بلجیم به په اصولي توګه د طالبانو استازو ته ویزې ورنه کړي؛ خو د اروپايي ادارو د کوربه هېواد په توګه د بلجیم ځانګړی وضعیت د دې امکان برابروي، چې په استثنايي شرایطو کې دغه ډول ویزې صادرې شي.
ورته مهال د کورنیو چارو لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر مګنس برونر هم منلې، چې د طالب چارواکو لپاره د ویزو بهیر پېچلی دی. نوموړي ویلي، که اړتیا وي نو د پلان شویو خبرو د ترسره کېدو لپاره به بل ځای هم په پام کې ونیول شي.
دغه پرمختګونه وروسته له هغې کېږي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې د بلجیم په ګډون د اروپايي ټولنې د څو غړو هېوادونو استازو کابل ته سفر کړی و. د بلجیم د کډوالو چارو وزیرې انیلین وان بوسوټ وروسته له اروپايي کمېسیون وغوښتل، چې افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ډیپلوماتیکې او عملي لارې چارې ومومي.
مګنس برونر ویلي: «اروپايي ټولنه به طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه ونه پېژني؛ خو د کډوالو د ستونزو د حل لپاره له هغوی سره خبرې کول مهم دي».

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۴

ملا نجیب؛ د ملا دادالله له جبهې تر فدايي محاذه!

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی
100%

د جرمني په هامبورګ ښار کې یوشمېر افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پرمهال په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې. د غونډې ګډونوالو د ښځو نیول او د هرات د جبرییل سیمې له اوسېدونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند غندلی.

دغه اعتراضیه غونډه د افغان فرهنګ‌پالو او هنرمندانو په نوښت او د ښځو او نارینه‌‌و په ګډون د هامبورګ ښار په مرکز کې جوړه شوې وه. د افغانستان انټرنشنل خبریال چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی ویلي، چې یوشمېر ګډونوالو ښځو د هرات د ښځو لپاره اوښکې تویولې او له هغوی سره یې د لا زیاتې همغږۍ او ملاتړ غوښتنه کوله.

د غونډې یو تنظیموونکي حمید اریارمان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په هرات کې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له سپکاوي ډکې کړنې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه غونډه د افغانستان د ښځو او په ځانګړي ډول د هرات له ښځو سره د پیوستون او ملاتړ د څرګندولو لپاره جوړه شوې ده. د هغه په وینا؛ د هرات ښځې د طالبانو د ظلم پر وړاندې ولاړې دي او افغانان به د نړۍ په هر ځای کې د هغوی ملاتړ وکړي.

د یادې غونډې یو بل تنظیموونکي شکېب مصدق وویل، چې افغانستان تر بل هر هېواد ډېر د «ښځې، ژوند او ازادۍ» شعار ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له‌خوا په کوڅو او سړکونو کې د ښځو نیول د افغان ښځو پر کرامت او عزت ښکاره تېری دی.

د یادې غونډې یوې ګډونوالې زهرا شیخي وویل، چې موضوع یوازې تر هرات محدوده نه‌ده؛ بلکې نړۍ باید د افغانستان د ټولو ښځو وضعیت وویني، هغه ښځې چې له کار، زده‌‌کړو او ټولنیز حضور څخه بې‌‌برخې شوې دي.

د هغې په وینا؛ ګڼو نجونو په دغه غونډه کې ګډون کړی و څو د «بند پاتې افغان ښځو غږ» شي. اغلې شیخي زیاته کړه، افغان ښځې غواړي نړۍ ته وښيي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر نیمایي ټولنې څه تېرېږي.

د یادې غونډې تنظیموونکو هم اعلان کړی، ټاکل شوې د شنبې په ورځ په هامبورګ کې د مېشتو افغانانو له‌خوا یو پراخ لاریون هم ترسره شي.

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
100%

په هرات کې ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو لسګونه نظامي وسایط د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګزمو بوخت وو او امنیتي حضور یې په څرګند ډول زیات شوی و.

د سرچینو په وینا، دغه ګزمې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د ځینو اوسېدونکو له لوري د جمعې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد د احتمالي اعتراضونو د جوړېدو خبرونه خپاره شول.

هغو ویډیوګانو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې د طالبانو نظامي وسایط د هرات ښار په سړکونو کې د چالان شوو اژیرونو سره تګ راتګ کوي.

یو شمېر هغو کسانو چې له هرات څخه یې افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې، ویلي چې طالبان د نظامي موټرو د اژیرونو په پرله‌پسې غږولو سره هڅه کوي د وېرې فضا رامنځته کړي، څو خلک په هر ډول احتمالي اعتراضونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو نظامي وسایط د «ولایت سړک»، «خیابان هرات»، «شهر نو»، «جکان»، «ترقي پارک» او «دروازه ولایت» په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې لیدل شوي دي.

یو عیني شاهد هم ویلي چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې لسګونه نظامي موټر د جبرئیل ښارګوټي پر لور تللي دي.

جبرییل ښارګوټی د سې‌شنبې په ورځ د پراخو اعتراضونو شاهد و. دغه اعتراضونه د ښځو د نیولو پر ضد ترسره شوي وو، خو وروسته د طالبانو له لوري وځپل شول.

تر اوسه طالبانو د دغو شپنیو ګزمو او د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله
100%

د بي‌بي‌سي خبریالې لایس ډوسیټ د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب په وسیله د «ښځو جایزو» د غیر افسانوي برخې د جایزې ګټونکې شوه او د افسانوي برخې جایزه د «ورجینیا ایوانز» ناول لیکوالې ته ورکړل شوه.

د فایننشیل ټایمز د راپور له‌مخې، لایس ډوسیټ چې د بي‌بي‌سي د نړیوالو خبرونو مشره خبریاله ده، د افغانستان په اړه د څو لسیزو د راپور ورکولو پرمهال د کابل په «انټرکانټیننټال» هوټل کې له نورو بهرنیو خبریالانو سره یو ځای اوسېده او همدا تجربه د دې لامل شوه، چې خپل کتاب پر همدې هوټل متمرکز کړي.

په دې کتاب کې د هوټل د کارمندانو کیسې؛ له عمومي اشپز څخه نیولې بیا تر هغې ښځې پورې چې د هوټل خونې پاکوي راوړل شوي دي.

«د ښځو جایزو» ګټونکې د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) په لندن کې اعلان شول او د جایزې هر ګټونکې ته به ۳۰ زره برېتانوي پونډه ورکړل شي.

د سږکال د غیر افسانوي برخې د داورانو مشرې «تنګام ډیبونیرا» چې د برېتانیا یوه پخوانۍ وزیره ده «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» په اړه وویل: «د کلونو په تېرېدو سره به د دې کتاب ارزښت او اهمیت لا پسې زیات شي».

د یادونې وړ ده، چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږي په ۱۸مه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول پرانېستل شو.

دا د افغانستان لومړنی نړیوال او لوکس هوټل وو، چې د کابل په باغ بالا غونډۍ کې د یو بهرني شرکت لخوا جوړ شو او د هېواد په سیاسي او تاریخي پېښو کې ځانګړی نوم لري.

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو
100%

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار مګنوس برونر بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې. هغه ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره «له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او یو شمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.

برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

هغه وویل: «د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي».

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون

د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بې‌وزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانستان وګړو د غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، چې شاوخوا نیمايي یې منل شوې دي.

په همدې حال کې، جرمني هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

احمد مسعود: د هراتیانو مبارزه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۶ GMT+۱
احمد مسعود: د هراتیانو مبارزه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولی
100%

د طالبانو مخالفې ډلې، مقاومت جبهې مشر احمد مسعود په هرات کې د طالبانو لخوا د ښځو نیول او د خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار اخیستل په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د هرات د ښځو او نارینه‌وو ودرېدنه ښيي چې ظلم او زور هېڅکله د خلکو اراده نه شي خاموشه کولای.

احمد مسعود په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو په هرات کې د ښځو په نیولو او د خلکو پر وړاندې په تاوتریخوالي سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د دوی واکمني پر وېره، سپکاوي او زورزیاتي ولاړه ده.

هغه زیاته کړې چې د رسنیو د ځپلو او سانسور په شرایطو کې، له هرات او کابل څخه خپاره شوي راپورونه د هغو بې‌شمېره جرمونو یوازې یوه برخه ده چې د طالبانو د حکومت لخوا په ځانګړې توګه پر ښځو تپل کېږي.

د ملي مقاومت جبهې مشر د هرات مېرمنو ته په خطاب کې ویلي، چې دوی یوازې نه دي او د دغې جبهې غړي د ازادۍ او انساني کرامت د دفاع لپاره د دوی ترڅنګ ولاړ دي. د هغه په وینا، د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه دفاع، د ټول افغانستان د عزت او راتلونکي دفاع ده.

مسعود پر ټولو ملي ادرسونو، نخبګانو، سیاستوالو، دیني عالمانو، کلتوري شخصیتونو، رسنیو او نړیوالو مسوولو بنسټونو غږ کړی چې له چوپتیا او مصلحتونو تېر شي او د دغه ښکاره ظلم پر وړاندې روښانه او مسوولانه دریځ غوره کړي.

هغه ویلي چې اوس د ابهام، چوپتیا او بې‌نتیجې همدردۍ وخت نه دی، بلکې باید د افغانستان د خلکو د مشروع غوښتنو ترڅنګ ودرېږي او پر ولس د جنایتونو د عادي کېدو مخه ونیسي.