• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ازادۍ جبهې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف د ۳ غړو د وژلو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، چې په هرات کې یې د طالبانو پر «ځپونکو محتسبانو» په برید کې د دغې ډلې د امر بالمعروف درې غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د ازادۍ جبهې د جمعې ورځې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د يوې ویډیو په خبرو سره وويل، نن شپه شاوخوا لس بجې، په هرات ښار کې «د طالبانو د بدنامې امر بالمعروف ادارې په دروازه کې د دغې ادارې د محتسبانو پر غونډې برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه جنایتکاران وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي».

طالبانو تر دې دمه د دغه بريد په اړه څه نه‌دي ويلي.

د ازادۍ جبهې زياته کړې، تر دې وړاندې یې د طالبانو د امر بالمعروف غړي او د هغوی اډې خپل مشروع اهداف اعلان کړي وو او دا عملیات په هرات کې د ښځو د ځورونې او د دې ډلې پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې پلان شوي دي.

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغې جبهې د هرات له ښاریانو غوښتي، چې د طالبانو له نظامي وسایطو او د دغې ډلې د راټولېدو له ځایونو څخه لرې واوسي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

د هرات د ښځو په اړه د امریکايي سناتور اندېښنه؛ ګري پیټرز د طالبانو چلند د نه‌منلو وړ وباله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
د هرات د ښځو په اړه د امریکايي سناتور اندېښنه؛ ګري پیټرز د طالبانو چلند د نه‌منلو وړ وباله
100%

د امریکا د متحدو ایالتونو سناتور ګري پیټرز په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول او د هغوی پر وړاندې تاوتریخجن چلند په کلکه غندلی او دا کار یې په بشپړ ډول د نه‌منلو وړ بللی دی. پیټرز له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

امریکایي سناتور ګري پیټرز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه د راپورونو اورېدل په بشپړ ډول د منلو وړ نه‌دي او باید په ښکاره توګه وغندل شي. هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو ساتنه د ګډو ارزښتونو یوه اساسي برخه ده او نړۍ باید د دغو حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودرېږي.

دغه امریکایي سناتور همدارنګه وویل، چې له بنسټیزو بشري حقونو څخه په هره کچه باید دفاع وشي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې دغه حقونه په نورو هېوادونو کې هم په پام کې نیول کېږي او درناوی ورته کېږي.

د پلان شویو لاریونونو په درشل کې؛ په هرات کې له پوځي تجهیزاتو سره د طالبانو پراخ حضور | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شو او د طالبانو یاد اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن هم (جمعه د غبرګولي ۲۲مه) د طالبانو د سختو امنیتي اقداماتو او په سړکونو کې د ټانکونو او درنو وسلو له ځای پر ځای کولو سره سره خپل اعتراضونه جاري وساتل. د راپورونو له مخې، د طالبانو ټانکونو او درنو تسلیحاتو ونه‌شوای کولای چې په هرات کې د اعتراض کوونکو د لاریون مخه ونیسي.

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی
100%

د بامیان لپاره د طالبانو ځايي مسوولینو اعلان کړی، چې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو تن تښتونکی او قاتل د بابا غره په لوړو سیمو کې په یوه وسله‌واله نښته کې وژلی دی. د چارواکو په وینا، دغه کس چې علي نومېده، یوه ځوانه نجلۍ یې تښتولې وه او د هغې ورور یې په بې‌رحمانه ډول وژلی وو.

د یکاولنګ لپاره د طالبانو ولسوال حکمت حسین مجاهد ویلي، چې تورن علي د «سري ترنوک» کلي اوسېدونکی او تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو. ویل کېږي دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې وه.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو امنیتي او کشفي ځواکونو د فراري «مجرم» د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل او د هغه پټنځای یې د بابا غره کې وموند.

خبرپاڼه زیاتوي، د بامیان د امنیه قومندانۍ او استخباراتو ځواکونو غوښتل چې دغه مجرم ونیسي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري، خو تورن پر طالبانو ډزې وکړې او په ځوابیه ډزو کې یاد تښتونکی ووژل شو.

له دغې پېښې وروسته، د بامیان لپاره د طالبانو والي ګل‌حیدر شفق د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ دی، دا ډاډ داسې مهال کې دی چې په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې او وسله‌والې تښتونې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.

ملګري ملتونه: د هرات وضعیت له نږدې څارو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۰ GMT+۱
ملګري ملتونه: د هرات وضعیت له نږدې څارو
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د افغانستان انټرنشنل د خبریالې مریم رحمتي د پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په هرات کې د ښځو د نیولو او له اعتراض کوونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند «رښتیا هم د اندېښنې وړ دی».

تر دې وړاندې، ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د ځانګړو قطعاتو، درنو پوځي تجهیزاتو لېږدوونکو موټرو او ټانکونو په ګډون، د پنجشنبې له ماښام راهیسې د هرات ښار په ټولو مهمو او ستراتیژیکو سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

سره له دې چې په هرات کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي، د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د طالبانو د والي د دفتر مخې ته راټول شول او د «مرګ پر دیکتاتور»، «ښځه، ژوند، ازادي» شعارونه یې ورکړل. معترضانو همدارنګه د ښځو د زده کړو او کار د حق غوښتنه هم وکړه.

طالبانو یو ځل بیا د هرات د اوسېدونکو سوله ییز اعتراضونه وځپل | افغانستان انټرنشنل پښتو

خو راپورونه ښيي، چې طالبانو یو ځل بیا د اعتراض کوونکو د خورولو لپاره پر خلکو ډزې کړې دي. تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هېڅ ډول جزییات نه‌دي خپاره شوي.

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۳۲ GMT+۱
د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي
100%

د افغانستان د ازادۍ جبهې سیاسي مشر داوود ناجي په هرات کې د ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبان لا هم د دې جبهې د بریدونو مشروع هدفونه ګڼل کېږي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې سیاسي مشر داوود ناجي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ټینګار کړی، چې د طالبانو دغه کړنې نه‌ شرعي بنسټ لري او نه هم قانوني حیثیت.

داوود ناجي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ازادۍ جبهې ځواکونو په تېرو څو میاشتو کې په کابل، کندوز، بغلان او تخار ولایتونو کې د طالبانو محتسبان په نښه کړي دي او دا ډول عملیات به دوام ولري.

د ازادۍ جبهې سیاسي مشر وویل: «ازادۍ جبهه د جګړې د قوانینو او د بشري حقونو د اصولو رعایت ته ژمنه ده او زموږ جګړه ړنده نه‌ده. موږ د جګړې ټول اصول په پام کې نیسو، خو د طالبانو د امر بالمعروف اداره د هغو کړنو او زیانونو له امله چې خلکو ته یې رسوي، یو پوځي هدف بلل کېږي».

نوموړي د محتسبانو د تاوتریخجنو کړنو په اړه زیاته کړه: «دغه اداره د خلکو پر تښتولو لاس پورې کوي او د دوی چلند نه شرعي جواز لري او نه هم قانوني بنسټ».

هغه وویل: «په ډېرو مواردو کې چې ښځې او نجونې نیول کېږي، د هغوی کورنۍ تر ۴۸ ساعتونو پورې د دوی د برخلیک او د ساتنې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. طالبان په عملي ډول هغوی تښتوي او د خوشې کولو په بدل کې ترې نغدې پیسې غواړي».

داوود ناجي تر دې وړاندې هم په هرات او کابل کې د ټانکونو د ځای پر ځای کولو، د طالبانو د پوځي ځواکونو د پراخ حضور او د مهمو لارو د تړل کېدو په غبرګون کې ویلي وو، چې د اعتراضونو د مخنیوي لپاره د طالبانو له لوري د وسلو او ټانکونو کارول د دې ډلې د ځواک نښه نه، بلکې له خلکو څخه د هغوی د وېرې څرګندونه کوي.

مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۱۰ GMT+۱
مقاومت جبهې په بغلان کې د یوه طالب د وژلو او یوه بل د ټپي کولو ادعا کړې
100%

د مقاومت جبهې ادعا کړې، چې ځواکونو یې د بغلان په مربوطاتو کې د یو لړ پلان شویو عملیاتو په ترڅ کې یو طالب وژلی او بل یې ټپي کړی دی. خبرپاڼه وایي، دغه برید د بغلان پر مرکزي لویه لاره ترسره شوی، خو خپل لور ته یې د اوښتې احتمالي مرګ‌ژوبلې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی.

د مقاومت جبهې د جمعې ورځې په ناوخته (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو د کندوز قول‌اردو اړوند د تېلو یو ټانکر هم په بشپړ ډول سوځول شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه برید د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې د بغلان د پشه‌يي‌ها په سیمه کې ترسره شوی دی.

مقاومت جبهې ټینګار کړی، چې د دوی ځواکونو دغه برید په بشپړ دقت او پلان سره سرته رسولی دی. د مقاومت جبهې مسوولینو ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي.

د دغې جبهې په وینا، د دغو پوځي عملیاتو اصلي هدف د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان او د خلکو ازادول دي. تر اوسه طالبانو د مقاومت جبهې د دغې تازه ادعا په تړاو څه نه‌دي ویلي.