• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د افغانانو په ګډون ځینې کډوال مرکزي افریقا ته لېږي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱

د رویټرز خبري‌اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري، چې د افغانانو په ګډون د کډوالو یوه ډله مرکزي افریقا ته انتقال کړي. په راپور کې راغلي، چې د امریکا او مرکزي افریقا ترمنځ په دې اړه یوه نوې هوکړه هم شوې ده.

باخبره سرچینو او دوو وکیلانو ویلي، د یادې طرحې له مخې لومړۍ الوتنه پلان شوې، چې شاوخوا ۲۰ پناه غوښتونکي به انتقال کړي. په دې ډله کې د افغانانو ترڅنګ د سوریې او ایران وګړي هم شامل دي.
د راپور له مخې؛ په دې ډله کې دوه ایراني ښځې هم شاملې دي، چې د ۲۰۲۴کال په نومبر میاشت کې امریکا ته تر داخلېدو وروسته نیول شوې وې. د دغه ښځو وکیله امیلي تراستل ویلي، چې یوه یې مسیحي مذهب ته اوښتې او بله د دیموکراسۍ فعاله ده او که په زور بېرته واستول شي؛ نو له جدي ځورونې سره به مخ شي.
د وکیلانو په وینا؛ دغه پناه غوښتونکو ته مخکې د امریکا د کډوالۍ یوې محکمې له‌خوا د «اخراج د مخنیوي» حکم ورکړل شوی و، چې په‌کې ویل شوي وو د هغوی د شکنجې یا څار احتمال په خپلو هېوادونو کې له ۵۰ سلنې زیات دی. خو د ټرمپ اداره «درېیم هېواد ته د اخراج» د قانوني تشې له لارې هڅه کوي، چې دغه کسان د اصلي هېواد پر ځای مرکزي افریقا ته واستوي.
په همدې ډله کې د یوه ترکي وګړي د وکیل له قوله ویل شوي، موکل یې چې له سیاسي ځورونې تښتېدلی؛ ښایي په دې ډله کې شامل شي.
مرکزي افریقا له کلونو راهیسې له سختې بې‌ثباتۍ، داخلي وسله‌والو شخړو او اقتصادي کړکېچ سره مخ هېواد دی او د بشري حقونو فعالان وايي، چې دغه هېواد ته د کډوالو لېږل د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولی شي.
د راپورونو له مخې؛ د ټرمپ ادارې په وروستیو میاشتو کې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت سره هم د افغان کډوالو د لېږد په اړه خبرې کړې دي، په داسې حال کې چې دغه هېواد د اېبولا ناروغۍ له خپرېدو سره هم مخ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې واشنګټن له څو هېوادونو سره د افغان کډوالو د منلو په اړه سلامشورې کوي؛ په ځانګړي ډول د هغو افغانانو په اړه چې د قطر په پنډغالو کې د امریکا د ویزو او لېږد په تمه پاتې دي.
تر ۸۰ ډېرو دیموکراتو او جمهوري‌پالو وکیلانو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته په یو ګډ لیک کې غوښتنه کړې، چې درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه لغوه کړي. په دغه لیک کې ویل شوي، شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې پخوا یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې په قطر کې له ناروښانه برخلیک سره مخ دي.
د کلرادو ایالت استازي جیسن کرو ویلي، دا د امریکا اخلاقي او د ملي امنیت مسوولیت دی چې له هغو کسانو سره خپلې ژمنې پوره کړي چې د امریکا لپاره یې خپل ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.
قانون‌پوهان وايي، دغه ډول اقدامات کولی شي د امریکا د کډوالۍ سیاستونو په برخه کې جدي بشري او حقوقي بحثونه نور هم پراخ کړي.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

۳
د افراسیاب خټک لیکنه

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۴

ملا نجیب؛ د ملا دادالله له جبهې تر فدايي محاذه!

۵

د هرات د لاریونونو پراخېدو وروسته؛ طالب والي له مخورو او پخوانیو قوماندانانو سره لیدلي

•
•
•

نور کیسې

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱
د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
100%

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبینو له‌خوا د خلکو د ظاهري بڼې، په ځانګړي ډول د ږېرو د لنډولو یا خرېلو په تړاو اقدامات زیات شوي او له همدې امله ګڼ شمېر کسان نیول شوي، پوښتنې ترې شوې او ځینې یې توقیف خونو او زندان ته لېږدول شوي دي.

د یاد ښار د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وايي، د طالبانو د امربالمعروف محتسبونو له‌خوا هره ورځ لسګونه ځوانان په ښار، بازارونو او عمومي لارو کې درول کېږي او د ږېرو، جامو او شخصي چارو په اړه ترې پوښتنې کېږي.

د دوی په وینا؛ په ځینو مواردو کې له خلکو سره سخت او له سپکاوي ډک چلند هم کېږي او بېلابېل ناوړه نومونه ورته یادېږي. د کندهار یو اوسېدونکي د امنیتي اندېښنو له امله د نوم یادولو پرته افغانستان انټرنشنل - پښتو وویل: «امربالمعروف ځوانان د ږېرې د لنډولو یا خرېلو په نوم بیایي او بیا یې ساعتونه یا ورځې بنديانوي. دغه ډول برخورد نه د دین له روحیې سره برابر دی او نه د خلکو له عزت او کرامت سره».

یو بل ځوان وایي، محتسبین اوس په دوامداره توګه موټرونه او موټرسایکلونه هم دروي او هغه کسان چې له خپلو کورنیو سره په سفر یا ورځنیو چارو بوخت وي؛ له موټرو ښکته کوي او پوښتنې ترې کوي.

د هغه په وینا: «کله چې له خپلې کورنۍ سره روان یې او په موټر کې دې ښځینه خپلوان هم وي، بیا هم درول کېږې، پوښتنې درڅخه کېږي او کله ناکله داسې خبرې درته کېږي چې انسان سخت ځوروي. دا کار خو په دین کې نه‌شته دوی د کوم دین خبرې کوي؟»

ځینې کسان وایي، چې د دغه اقداماتو پرمهال له ځوانانو سره سختې او توندې خبرې کېږي او کله ناکله د سپکاوي الفاظ هم کارول کېږي. د شېر محمد په نوم د کندهار یو هټۍوال په دې اړه وایي: «د خلکو په باور دین د اسانتیا، اخلاقو او ښه دعوت لار ښوولې ده؛ خو دوی له خلکو سره ډېر سپک چلند کوي. که یو څوک د ږېرې په اړه کومه نیمګړتیا ولري، باید پوه کړل شي، نه دا چې زندان او فشار ورته د لومړۍ لارې په توګه وکارول شي».

د کندهار اوسېدونکي غوښتنه کوي، چې د هر ډول نظارتي او اصلاحي اقداماتو پرمهال د خلکو بنسټیز حقونه، انساني کرامت، قانوني اصول او د احترام فضا په پام کې ونیول شي.

د کندهار ترڅنګ د هېواد له نورو سیمو هم د خلکو شکایتونه زیات شوي دي او خلک وایي، چې د طالبانو د امربالمعروف وروستي اقدامات د اصلاح او دعوت پر ځای د فشار، وېرې او تحقیر بڼه خپله کړې ده.

د خلکو په باور؛ د ږېرې په څېر مسایلو کې له خلکو سره داسې چلند کېږي، چې ګواکې ستر جرم یې ترسره کړی وي. دوی وایي، چې د نصیحت پر ځای د زور او سپکاوي کارول نه یوازې د خلکو ستونزې نه حل کوي؛ بلکې د ټولنې ناراضایتي هم زیاتوي.

هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۳۴ GMT+۱
هامبورګ کې مېشتو افغانانو په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو په غبرګون اعتراض کړی
100%

د جرمني په هامبورګ ښار کې یوشمېر افغانانو د یوې اعتراضي غونډې پرمهال په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو د نیولو لړۍ د درېدو غوښتنه کړې. د غونډې ګډونوالو د ښځو نیول او د هرات د جبرییل سیمې له اوسېدونکو سره د طالبانو تاوتریخجن چلند غندلی.

دغه اعتراضیه غونډه د افغان فرهنګ‌پالو او هنرمندانو په نوښت او د ښځو او نارینه‌‌و په ګډون د هامبورګ ښار په مرکز کې جوړه شوې وه. د افغانستان انټرنشنل خبریال چې د یادې غونډې د خبري پوښښ لپاره سیمې ته تللی ویلي، چې یوشمېر ګډونوالو ښځو د هرات د ښځو لپاره اوښکې تویولې او له هغوی سره یې د لا زیاتې همغږۍ او ملاتړ غوښتنه کوله.

د غونډې یو تنظیموونکي حمید اریارمان افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په هرات کې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو له سپکاوي ډکې کړنې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه غونډه د افغانستان د ښځو او په ځانګړي ډول د هرات له ښځو سره د پیوستون او ملاتړ د څرګندولو لپاره جوړه شوې ده. د هغه په وینا؛ د هرات ښځې د طالبانو د ظلم پر وړاندې ولاړې دي او افغانان به د نړۍ په هر ځای کې د هغوی ملاتړ وکړي.

د یادې غونډې یو بل تنظیموونکي شکېب مصدق وویل، چې افغانستان تر بل هر هېواد ډېر د «ښځې، ژوند او ازادۍ» شعار ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه، چې د طالبانو له‌خوا په کوڅو او سړکونو کې د ښځو نیول د افغان ښځو پر کرامت او عزت ښکاره تېری دی.

د یادې غونډې یوې ګډونوالې زهرا شیخي وویل، چې موضوع یوازې تر هرات محدوده نه‌ده؛ بلکې نړۍ باید د افغانستان د ټولو ښځو وضعیت وویني، هغه ښځې چې له کار، زده‌‌کړو او ټولنیز حضور څخه بې‌‌برخې شوې دي.

د هغې په وینا؛ ګڼو نجونو په دغه غونډه کې ګډون کړی و څو د «بند پاتې افغان ښځو غږ» شي. اغلې شیخي زیاته کړه، افغان ښځې غواړي نړۍ ته وښيي چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان پر نیمایي ټولنې څه تېرېږي.

د یادې غونډې تنظیموونکو هم اعلان کړی، ټاکل شوې د شنبې په ورځ په هامبورګ کې د مېشتو افغانانو له‌خوا یو پراخ لاریون هم ترسره شي.

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۵۵ GMT+۱
طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
100%

په هرات کې ځايي سرچینې وایي چې د پنجشنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې د طالبانو لسګونه نظامي وسایط د ښار په بېلابېلو برخو کې په ګزمو بوخت وو او امنیتي حضور یې په څرګند ډول زیات شوی و.

د سرچینو په وینا، دغه ګزمې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د ځینو اوسېدونکو له لوري د جمعې په ورځ د ښځو د نیولو پر ضد د احتمالي اعتراضونو د جوړېدو خبرونه خپاره شول.

هغو ویډیوګانو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ښيي چې د طالبانو نظامي وسایط د هرات ښار په سړکونو کې د چالان شوو اژیرونو سره تګ راتګ کوي.

یو شمېر هغو کسانو چې له هرات څخه یې افغانستان انټرنشنل سره اړیکه نیولې، ویلي چې طالبان د نظامي موټرو د اژیرونو په پرله‌پسې غږولو سره هڅه کوي د وېرې فضا رامنځته کړي، څو خلک په هر ډول احتمالي اعتراضونو کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

د سرچینو په خبره، د طالبانو نظامي وسایط د «ولایت سړک»، «خیابان هرات»، «شهر نو»، «جکان»، «ترقي پارک» او «دروازه ولایت» په ګډون د ښار په ګڼو سیمو کې لیدل شوي دي.

یو عیني شاهد هم ویلي چې د شپې په وروستیو ساعتونو کې لسګونه نظامي موټر د جبرئیل ښارګوټي پر لور تللي دي.

جبرییل ښارګوټی د سې‌شنبې په ورځ د پراخو اعتراضونو شاهد و. دغه اعتراضونه د ښځو د نیولو پر ضد ترسره شوي وو، خو وروسته د طالبانو له لوري وځپل شول.

تر اوسه طالبانو د دغو شپنیو ګزمو او د امنیتي تدابیرو د زیاتوالي په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب لیکوالې د ۲۰۲۶ کال د ښځو جایزه وګټله
100%

د بي‌بي‌سي خبریالې لایس ډوسیټ د «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» کتاب په وسیله د «ښځو جایزو» د غیر افسانوي برخې د جایزې ګټونکې شوه او د افسانوي برخې جایزه د «ورجینیا ایوانز» ناول لیکوالې ته ورکړل شوه.

د فایننشیل ټایمز د راپور له‌مخې، لایس ډوسیټ چې د بي‌بي‌سي د نړیوالو خبرونو مشره خبریاله ده، د افغانستان په اړه د څو لسیزو د راپور ورکولو پرمهال د کابل په «انټرکانټیننټال» هوټل کې له نورو بهرنیو خبریالانو سره یو ځای اوسېده او همدا تجربه د دې لامل شوه، چې خپل کتاب پر همدې هوټل متمرکز کړي.

په دې کتاب کې د هوټل د کارمندانو کیسې؛ له عمومي اشپز څخه نیولې بیا تر هغې ښځې پورې چې د هوټل خونې پاکوي راوړل شوي دي.

«د ښځو جایزو» ګټونکې د پنجشنبې په ماښام (د غبرګولي ۲۱مه) په لندن کې اعلان شول او د جایزې هر ګټونکې ته به ۳۰ زره برېتانوي پونډه ورکړل شي.

د سږکال د غیر افسانوي برخې د داورانو مشرې «تنګام ډیبونیرا» چې د برېتانیا یوه پخوانۍ وزیره ده «په کابل کې تر ټولو غوره هوټل» په اړه وویل: «د کلونو په تېرېدو سره به د دې کتاب ارزښت او اهمیت لا پسې زیات شي».

د یادونې وړ ده، چې د کابل انټرکانټیننټال هوټل د ۱۳۴۸ لمریز کال د وږي په ۱۸مه د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په رسمي ډول پرانېستل شو.

دا د افغانستان لومړنی نړیوال او لوکس هوټل وو، چې د کابل په باغ بالا غونډۍ کې د یو بهرني شرکت لخوا جوړ شو او د هېواد په سیاسي او تاریخي پېښو کې ځانګړی نوم لري.

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۰ GMT+۱
اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو
100%

د اروپايي ټولنې د کورنیو چارو او کډوالۍ کمیسار مګنوس برونر بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې له جنجالي طرحې دفاع کړې. هغه ویلي، اروپايي ټولنه افغانستان ته د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره «له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري».

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالب چارواکو د بلنې پرېکړه په اروپا کې له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده او یو شمېر منتقدان یې دا کار د اروپايي ټولنې له بنسټیزو ارزښتونو او اصولو څخه شاتګ بولي.

برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او عملي کچه ترسره کېږي او هېڅکله د دې ډلې د حکومت د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

هغه وویل: «د وضعیت د ښه کېدو لپاره له دغو کسانو سره له خبرو پرته بله لار نشته. دا خبرې اترې لږ تر لږه د اروپايي اتباعو او همدارنګه د پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره مهمې دي».

د راپورونو له مخې، د اروپايي ټولنې له ۲۷ غړو هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰ هېوادونو په یوه ګډ لیک کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړېدو غوښتنه کړې چې د استوګنې شرایط نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي مخینه لري یا په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.

اروپايي ټولنې په وروستیو کلونو کې خپله د کډوالۍ پالیسي بدله کړې او تمرکز یې د ناقانونه کډوالو د ننوتلو د مخنیوي پر ځای د رد شویو پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو د بهیر پر چټکتیا کړی دی.

د بشري حقونو د بنسټونو غبرګون

د بشري حقونو ادارو او د ملګرو ملتونو کارپوهانو پر دې تګلارې سختې نیوکې کړې دي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د پناه غوښتونکو جبري ستنول، په داسې حال کې چې هېواد له سخت بشري ناورین، پراخې بې‌وزلۍ او د ښځو او نجونو پر وړاندې له سختو محدودیتونو سره مخ دی، یو ناقانونه او غیراخلاقي اقدام ګڼل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د افغانستان وګړو د غړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې نږدې یو میلیون د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، چې شاوخوا نیمايي یې منل شوې دي.

په همدې حال کې، جرمني هم له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې په جنایي جرمونو محکوم شوي دي.