اسراییل په لبنان کې د ۲۰ ښارونو او کلیو د تخلیې امر کړی

الجزیرې خبري شبکې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) راپور ورکړی، د اسراییل پوځ د لبنان په سویل کې د ۲۰ ښارونو او کلیو له اوسېدونکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي. د اسراییل پوځ له هغوی غوښتي، چې د زهران سیند شمال ته ولاړ شي.
د دغه امر له مخې؛ د دیرالزهراني، النمیریه، الشرقیه، الدویر، حاروف، حبوش، کفرجوز، زبدین نبطیه، نبطیه التحتا، نبطیه الفوقا، کفر رمان، المحمودیه، سجد جزین، ریحان، عرمتي، کفرشوبا، ملکي، اللویزه جزین، جرجوع و عرب صالیم سیمو له اوسېدونکو غوښتنه شوې، چې یادې سیمې پرېږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اونیو کې د اسراییل او حزبالله ترمنځ کړکېچ د پام وړ زیات شوی دی. د اسراییل پوځ ادعا کړې، چې دغه اقدام د ملکي وګړو د ساتنې او په سرحدي سیمو کې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره اخیستل کېږي.
د اسراییل پوځي چارواکو ټینګار کړی، چې له دغه سیمو د اډو یا د نفوذي لارو په توګه کار اخیستل کېدای شي. لبناني سرچینو راپور ورکړی، چې د دغه کلیو ګڼو اوسېدونکو د یاد حکم په وړاندې له اندېښنې او وېرې سره غبرګون ښودلی دی.
له بل پلوه سیمهییز چارواکي او د لبنان مرستندویه سازمانونه د ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د سپین سرو، ماشومانو او اړمنو کورنیو د اېستلو لپاره همغږي کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل او حزبالله ترمنځ نازک اوربند د وروستیو تاوتریخوالو له امله له ګواښ سره مخ دی او دواړه خواوو په پولو کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي.
د اسراییل پوځ وړاندې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د لبنان په سویل کې د پنځو کلیو له اوسېدونکو غوښتي وو، چې د حزبالله پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل دمخه سملاسي خپل کورونه پرېږدي.
