له افغانستان نه د «باغچه سمسم» ډلې د تخلیې عملیاتو په اړه مستند فلم جوړېږي

یو تازه راپور وایي، په افغانستان کې د «باغچه سمسم» خپرونې لوبغاړو او کارکوونکو یوه ډله په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ځانګړو هڅو له لارې له افغانستان نه واېستل شوه. اوس د پیري پیلټز په نوم یوه مستند جوړوونکې د «باغچه سمسم» ډلې د تخلیې عملیاتو په اړه مستند جوړوي.
