• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ستاسو روایت

د بلخ اوسېدونکې: په هرات کې د ښځو د نیولو لړۍ په مزارشریف کې هم وېره خپره کړې ده

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۱۶ GMT+۱

د بلخ یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هرات کې د ښځو د نیولو روانې لړۍ په مزارشریف ښار کې هم وېره خپره کړې ده. هغه وایي، له تېرو دوو ورځو راهیسې د مزارشریف واټونه له ښځو خالي شوي دي.

هغې د روضې له شاوخوا اخیستل شوې یوې ویډیو په رالېږلو سره ویلي، دغه سیمه چې پخوا د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو د پام وړ حضور شاهده وه؛ په هرات کې د ښځو د نیولو او ځورولو وروسته خاموشه شوې ده.
هغه وایي: «دا لومړی ځل دی، چې له داسې وضعیت سره مخ کېږي. په ټول ښار کې د وېرې فضا خپره شوې او شاوخوا هیڅ ښځې نه لیدل کېږي».
دا په داسې حال کې ده، چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبانو (د غبرګولي ۱۹مه) د روضې په شمال کې له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې د لنډ وخت لپاره نیولې وې.
د ځايي سرچینو په وینا؛ د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبینو د روضې په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت کړي او پر ښځو یې فشارونه زیات کړي دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه