د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنایت» بللی دی

د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې د ښځو او نجونو پر سولهییز لاریون د طالبانو وسلهوال برید «جنایت» بللی دی. د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ښځو مدني اعتراضونه په تاوتریخوالي بدل کړي او د ځپلو لپاره یې له وسلو څخه کار اخیستی دی.
