لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ هند د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې له کوربه هند څخه د اوو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه نن د هند په درمسالا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د باران له امله د «ډياېلایس» سیستم له مخې ۲۵ اورونو ته راکمه شوې وه.
