• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د ایران سوداګرو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه وزارت د پالیسۍ مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو سره کتلي. طالبانو ولي، ایراني پانګوالو پانګوالو د افغانستان د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو سره کتلي او د کانونو په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، په دې لیدنه کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پخواني سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو په چوکاټ کې د خپلو طرحو او برنامو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت له قوله راغلي چې دغه وزارت له ټولو نړیوالو پانګوالو څخه چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله وي، هرکلی کوي او د هغوی د فعالیتونو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

بل خوا، په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي چې ایراني شرکتونه او پانګوال د افغانستان د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.

هغه د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې د افغان انجینرانو د روزنې او د تجربو د لېږد په موخه د ایراني خصوصي شرکتونو د همکارۍ خبر هم ورکړی.

طالبانو ددې ناستو د هوګړو په اړه نور ډېر جزییات نه دي ور کړي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۴

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۵

اروپايي ټولنه: د افغان کډوالو د ستنولو لپاره طالبانو سره له خبرو پرته بله لاره نه لرو

•
•
•

نور کیسې

د هرات د لاریونونو په لړ کې د طالبانو والي کابل ته سفر کړی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۴۹ GMT+۱
د هرات د لاریونونو په لړ کې د طالبانو والي کابل ته سفر کړی
100%

د حجاب په پلمه د ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې د مدني اعتراضونو او ناامنیو له زیاتېدو وروسته، په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام‌جار کابل ته سفر کړی دی. په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، اسلام جار به په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.

په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوراحمد اسلام‌جار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته به په پلازمېنه کې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو لیدنو اصلي محور د لویو اقتصادي پروژو د پرمختګ ارزول، د هرات د صنعتي ښارګوټي پراختیا او د سوداګریز لېږد رالېږد په برخه کې د پرتو ننګونو هوارول دي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه سفر کې به د اسلام‌قلعه بندر له لارې د وارداتو او صادراتو د کچې د لوړولو او د ګمرکي پړاوونو د ښه کولو موضوعات هم تعقیب شي، ترڅو سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. خو شنونکي دغه ګام په هرات کې له وروستیو امنیتي حالاتو او ترینګلتیاوو سره تړلی بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې هرات په تېره اونۍ کې د طالبانو پر ضد د دوو اعتراضونو شاهد و. طالبانو دغه اعتراضونه په تاوتریخوالي سره وځپل او د نورو لاریونونو د مخنیوي لپاره یې په دغه ولایت کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. دغه اعتراضونه د حجاب په پلمه د ښځو له پراخو نیول کېدو وروسته پیل شول.

هم‌مهاله، د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره شپه په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف پر ریاست د برید او د دغې ډلې د درېیو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

بلخوا، نوراحمد اسلام‌جار تر دې وړاندې ویلي وو، چې په وروستیو کې په هرات کې د دغې ډلې د خوښې د حجاب د مراعاتولو کچه ورځ تر بلې لږه شوې وه. هغه په هرات کې نیول شوې ښځې «رواني ناروغاني» بللې وې او ټینګار یې کړی و، چې لارښوونه شوې دغه ښځې له ښاره راټولې کړل شي.

تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۵۷ GMT+۱
تېره ورځ له پاکستان او ایران نه څه باندې ۳ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۷۱ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښموپُل او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، تېره ورځ د غبرګولي پر ۲۲مه د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳ زره او ۲۴ تنه کېږي او د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون یاته کړې چې تېره ورځ ۶۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۲ کورنۍ هم د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې په تورخم کې یې له ۶۵۰ کورنیو سره ټولټال ۵ میلیونه و ۳۱۸ زره افغانۍ او په سپین بولدک کې له ۹۸ کورنیو سره ۸۳۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.

دغه افغانۍ کورنۍ پر داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د تازه راستنو شویو افغانانو د اقتصادي وضعیت او د کاري زمیني د نشتون په اړه ژورې اندېښنې ښودلې دي.

طالبان وايي په ننګرهار کې ۴۵۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۲۸ GMT+۱
طالبان وايي په ننګرهار کې ۴۵۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي
100%

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویلي چې په جلال‌اباد ښار، سره‌رود، بهسودو او بټي‌کوټ ولسوالیو کې د پولیو ویروس د شتون له امله به، شاوخوا ۴۵۰ زره ماشومانو ته د ستنې او خولې څاڅکو له لارې دوه ډوله واکسینونه تطبیق شي.

د طالبانو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه ویلي، چې د پولیو محیطي ویروس له پاکستان راغلی دی او له کورنیو یې غوښتي چې له روغتیايي ډلو سره پوره همکاري وکړي.

په ختیځ زون کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوول ډاکتر دانش ویلي، ختیځ زون د هېواد په کچه د واکسین د پوښښ په برخه کې لومړی مقام لري. د هغه په وینا، له همدې امله دغه زون ته درې میلیونه امریکایي ډالره ورکړل شوي، چې اوس‌مهال پرې په کونړ او لغمان ولایتونو کې دوه روغتیايي مرکزونه جوړېږي.

بلخوا، د پولیو د عملیاتي مرکز مشر ډاکتر نجیب کاموال ویلي، له دغه کمپاین وروسته به په ۱۴ نورو ولسوالیو کې هم یو بل پیاوړی کمپاین پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د پولیو د محوې په برخه کې له پاکستان څخه مخکې دی، خو د دغه ویروس د بشپړ ختمولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا شته.

په ورته وخت کې، د طالبانو د ختیځ زون د کتلوي معافیت امر حکم خان ګلابزي هم تایید کړه، چې په دغه پیل شوي کمپاین کې به نږدې څلور نیم سوه زره ماشومان دوه ډوله د واکسین ورکړل شي.

مولوي هبت‌الله د طالبانو کابینې ته: دین تر غرونو او دښتو پورې ورسوئ

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۶ GMT+۱
مولوي هبت‌الله د طالبانو کابینې ته: دین تر غرونو او دښتو پورې ورسوئ
100%

د طالبانو ویاند وایي چې مولوي هبت‌الله په کندهار کې د کابینې په غونډه کې د شرعي نظام او د خپلو فرمانونو پر سم پلي کولو ټینګار وکړ. مولوي هبت‌الله خپلو فرمانونو پر پلي کولو سربیره، د طالبانو د کابینې غړو ته ویلي، خلکو ته دیني پوهه ور زده کړئ او دیني علوم «غرونو او دښتو» ورسوئ.

مولوي هبت‌الله اخندزاده د کابینې په غونډه کې ټینګار کړی چې د اسلامي نظام ټینګښت د دین په زده کړه ترلاسه کېږي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ د طالبانو د کابینې د غونډې جزییات خپاره کړل. ملا هبت‌الله آخندزاده د طالبانو د کابینې غړو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اوس د اسلامي نظام غړي او ارکان یاست، خپلو لاس لاندې کسانو او خلکو ته دیني پوهه او سم عقیده ور زده کړئ؛ د عملونو سستي د عقیدې له سستۍ څخه سرچینه اخلي؛ غرونو او دښتو ته دیني پوهه ورسوئ.» د هغه جزییاتو له مخې چې د طالبانو د ویاند مرستیال خپاره کړي، ملا هبت‌الله آخندزاده په دې غونډه کې د دیني لارښوونو پر پراختیا ټینګار کړی او له خپلو وزیرانو یې غوښتي چې خلکو ته دین ور زده کړي او په خپلو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي.

هبت‌الله اخندزاده خپلو وزیرانو ته ویلي: «فرمانونه په ښه توګه مطالعه کړئ. د هغو د پلي کولو او خلکو ته د رسولو لپاره بشپړې هڅې وکړئ، د هغو ارزښت خلکو ته روښانه کړئ او په خپله هم ترې په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.»

هبت‌الله د خپلې کابینې غړو ته ویلي چې دین را ژوندی کړي؛ ځکه چې په دې کار سره اسلامي نظام پیاوړی کېږي.

د طالبانو مشر د خپلو خبرو په دوام کابینې ته وویل: «هڅه وکړئ چې علم هر ځای ته ورسوئ او دین ژوندی وساتئ. خلک له دین، شریعت او اسلامي نظام سره اشنا کړئ.»

د طالبانو مشر زیاته کړې «هر پړاو تېرېدونکی دی؛ موږ او تاسو باید هڅه وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښې لایحې، تاریخ او غوره اخلاق پر ځای پرېږدو.»

د طالبانو ویاند ویلي چې په دې غونډه کې په «ښوونیزو چارو» کې د خدماتو وړاندې کولو، د اقتصادي او سیاسي برخو د لا پیاوړتیا لپاره لازمې پرېکړې شوې دي.

د طالبانو د ویاند د مرستیال په وینا، په دې غونډه کې پر یو شمېر اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو هم خبرې او د نظرونو تبادله شوې او لازمې پرېکړې وشوې.

طالبانو د دغو پرېکړو په اړه جزییات نه دي ورکړي.ر

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هبت‌الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا هم حضور درلود او پر ۱۱ موضوعاتو خبرې شوې دي.

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
100%

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو شمېر غړو د ایران په مشهد ښار کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د طالبانو له خوا په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړی دی.

دغو معترضو ښځو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو پر نقضېدو سخته نیوکه کړې ده.

د دغه اعتراض ګډونوالو د هرات له ښځو او خلکو سره خپل یووالی او پیوستون اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د خپلسرو نیونو، تاوتریخوالي او د هغوی د اساسي حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

یوې معترضې ښځې وویل: «حجاب پلمه ده، هغه څه چې په هرات کې روان دي له افغان ښځو سره ښکاره دښمني ده».
یوې بلې زیاته کړه: «د هرات د ښځو درد زموږ شریک درد دی او موږ نه خاموشه کېږو». په یوې بلې ویډیو کې ښکاري چې دغه مېرمنې د «کار، ازادۍ او زده‌کړې» شعارونه ورکوي.

معترضو ښځو په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو نیول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د دغې شبکې غړو ټینګار کړی، چې طالبان باید په سمدستي توګه د ښځو پر وړاندې خپل سختدریځه چلند او خپلسري نیونې پای ته ورسوي.

دا اعتراض په داسې حال کې کېږي، چې په کور دننه هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د ښځو د نیولو لړۍ د بېلابېلو سیاسي او مدني بهیرونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده. بلخوا، په هرات کې د دغو نیونو په غبرګون کې اعتراضونه هم روان دي.

د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شوی او د طالبانو دغه اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره هم مخ شوی دی.