د طالبانو والي په هرات کې نیول شوې ښځې «رواني ناروغانې» وبللې

په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلام جار په دغه ولایت کې نیول شوې ښځې «رواني او شرعي ناروغانې» وبللې او ټینګار یې وکړ، چې د ښار له ګوټ ګوټ څخه د دغه ښځو د راټولولو امر ورکړل شوی دی. هغه ویلي، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې حجاب نه مراعت کېده.
نوموړي د طالبانو رسنۍ الاماره سره په یوه مرکه کې د حجاب نه مراعتولو له امله د یوشمېر ښځو نیونه د «خدای او رسول» امر وباله. هغه وایي، چې په هرات کې د ځينو ښځو لهخوا د دوی د خوښې حجاب نه مراعاتولو لامل ګاونډيو هېوادونو ته د کډوالۍ په موده کې د «غير افغاني کلتور» نفوذ و.
د طالبانو والي وویل، دغه پرېکړه د ډېرو اړتیاوو له امله تر میاشتو فکر او کلونو انتظار وروسته پلي شوه. هغه زیاته کړه: «موږ په هرات کې د حجاب فرمان پلي کولو په اړه له کلونو او میاشتو راهیسې په بېلابېلو لارو چارو غور کوو».
هغه ادعا وکړه، چې د هرات په دودونو کې «اسلامي حجاب» د برقع اغوستل دي. هغه دا هم زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د کډوالۍ له امله د لوی پړوني (ایراني حجاب) اغوستل مشهور شوي او ښځې کولی شي د دغه ډول جامو په اغوستلو سره په ښار کې وګرځي؛ خو مخونه یې باید پټ وي.
د طالبانو د والي په وینا؛ دغه ښځې غواړي د هرات «کلتوري، مذهبي او تاریخي بڼه» بدله کړي. ښاغلي اسلام جار ادعا وکړه، چې دغه ښځې د نارینه افسرانو لهخوا نهدي نیول شوې. هغه وویل، یادې ښځې د ښځینه افسرانو د یوې ډلې لهخوا نیول شوې چې په پوځي او نیولو برخه کې ماهرې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات په یوشمېر سیمو کې د ښځو د نیولو لړۍ په لومړۍ ورځ خپرې شوې ویډیوګانې ښیي چې نارینه ماموران ښځې او نجونې په زور او تاوتریخوالي سره نیسي.
خو د طالبانو والي وایي، چې په هرات کې د ښځو د نیولو په اړه په رسنیو کې خپاره شوي ټول انځورونه «جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا» پرمټ جوړ شوي دي. هغه ادعا وکړه، چې د هرات هیڅ ښځه یا نجلۍ په زندان کې نه ساتل کېږي.
د هغه په وینا؛ یوشمېر ښځې د ښځینه مامورانو او د هغوی د کورنیو لهخوا مجازات شوې او خپلو کورونو ته ستنې شوې دي. نوراحمد اسلام جار پرته له دې چې یادونه وکړي چې نیول شوې ښځې چېرته ساتل کېږي وویل، چې دغه ښځو ته په یوه خوندي ځای کې «سزا او مشوره ورکړل شوې». د هغه په وینا؛ نیول شوې ښځې د تضمینونو ترلاسه کولو او د هغوی له کورنیو سره تر خبرو اترو وروسته خوشې شوې دي.
