افغانه کډواله: له دوو کلونو راهیسې په السیلیه پنډغالي کې له ناروښانه برخلیک سره مخ یو

په قطر کې د امریکا په یوې پخوانۍ پوځي اډه کې مېشته ۱۵ کلنه افغان کډواله زهره محب وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د کډوالو د مېشتېدو پروګرام له ځنډېدو وروسته د زرګونه افغان کډوالو راتلونکی له ناروښانه برخلیک سره مخ شوی دی.
