د ایران خبرداری؛ افغان کډوال باید د طالبانو پرضد لاریون لپاره له اړوندو ادارو اجازه واخلي

د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو ادارې اعلان کړی، چې افغان کډوال او نور بهرني وګړي په ایران کې د هر ډول غونډې، راټولېدنې، لاریون او اعتراض لپاره باید وړاندې له اړوندو ادارو نه رسمي اجازه ترلاسه کړي.
