مولوي هبتالله اخندزاده د کابینې په غونډه کې ټینګار کړی چې د اسلامي نظام ټینګښت د دین په زده کړه ترلاسه کېږي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ د طالبانو د کابینې د غونډې جزییات خپاره کړل. ملا هبتالله آخندزاده د طالبانو د کابینې غړو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اوس د اسلامي نظام غړي او ارکان یاست، خپلو لاس لاندې کسانو او خلکو ته دیني پوهه او سم عقیده ور زده کړئ؛ د عملونو سستي د عقیدې له سستۍ څخه سرچینه اخلي؛ غرونو او دښتو ته دیني پوهه ورسوئ.» د هغه جزییاتو له مخې چې د طالبانو د ویاند مرستیال خپاره کړي، ملا هبتالله آخندزاده په دې غونډه کې د دیني لارښوونو پر پراختیا ټینګار کړی او له خپلو وزیرانو یې غوښتي چې خلکو ته دین ور زده کړي او په خپلو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي.
هبتالله اخندزاده خپلو وزیرانو ته ویلي: «فرمانونه په ښه توګه مطالعه کړئ. د هغو د پلي کولو او خلکو ته د رسولو لپاره بشپړې هڅې وکړئ، د هغو ارزښت خلکو ته روښانه کړئ او په خپله هم ترې په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.»
هبتالله د خپلې کابینې غړو ته ویلي چې دین را ژوندی کړي؛ ځکه چې په دې کار سره اسلامي نظام پیاوړی کېږي.
د طالبانو مشر د خپلو خبرو په دوام کابینې ته وویل: «هڅه وکړئ چې علم هر ځای ته ورسوئ او دین ژوندی وساتئ. خلک له دین، شریعت او اسلامي نظام سره اشنا کړئ.»
د طالبانو مشر زیاته کړې «هر پړاو تېرېدونکی دی؛ موږ او تاسو باید هڅه وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښې لایحې، تاریخ او غوره اخلاق پر ځای پرېږدو.»
د طالبانو ویاند ویلي چې په دې غونډه کې په «ښوونیزو چارو» کې د خدماتو وړاندې کولو، د اقتصادي او سیاسي برخو د لا پیاوړتیا لپاره لازمې پرېکړې شوې دي.
د طالبانو د ویاند د مرستیال په وینا، په دې غونډه کې پر یو شمېر اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو هم خبرې او د نظرونو تبادله شوې او لازمې پرېکړې وشوې.
طالبانو د دغو پرېکړو په اړه جزییات نه دي ورکړي.ر
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هبتالله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا هم حضور درلود او پر ۱۱ موضوعاتو خبرې شوې دي.