د ترمذ ناستې په څنډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو

د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز خبر ورکړی، چې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د نښلېدو په اړه د ترمد د خبرو اترو په څنډه کې د منځنۍ اسیا او افغانستان د کارپوهانو لوړې کچې غونډه جوړه شوه؛ د غونډې ګډونوالو د سیمهییز ثبات او اړیکو پیاوړتیا په اړه نظرونه تبادله کړل.
