اوچا: په بامیان کې زرګونه کورنۍ لا هم د اوبو، خوړو او روغتیايي خدمتونو له کمښت سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، د بامیان ولایت په لرو پرتو سیمو کې بشري اړتیاوې لا هم لوړې دي او ډېری کورنۍ د اوبو، خوړو او بنسټیزو خدمتونو له کمښت سره مخ دي.
