سرچینې: طالبانو د پنجشیر ۵ تنه ځايي اوسېدونکي له مخالفانو سره د تړاو په تور نیولي دي

په پنجشېر کې سیمهییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو د دغه ولایت د درې ولسوالۍ ۵ تنه ملکي اوسېدونکي د وسلو لرلو او مخالفانو سره د تړاو په تور نیولي دي. د سرچینو په وینا، دا کسان په تېرو ورځو کې نیول شوي او طالبانو د نیولو شویو له ډلې ځینې کابل ته لېږدولي دي.
