د افغان ښځینهو کرېکټ جلاوطنه لوبډلې برخلیک به د کرېکټ نړۍوالې شورا په غونډه کې وڅېړل شي

د کرېکټ نړۍواله شورا وایي، د افغان ښځینهو کرېکټ جلاوطنه لوبډلې د مالي ملاتړ او برخلیک موضوع به د راتلونکې میاشتې په کلنۍ غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شي. ټاکل شوې ده، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا کلنۍ څلور ورځنۍ غونډه د جولای په اتمه د سکاټلنډ په اډینبرو ښار کې پیل شي.
