• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

«ناموسي» وژنې؛ د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو کس خپله لور، زوم او یو کارکوونکی په ډزو وژلي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۲ GMT+۱

د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرانواله ولسوالۍ کې پولیس وايي، یو سړي د «ناموسي شخړې» په تړاو خپله لور، زوم او یو کارکوونکی په ډزو وژلي دي. د پولیسو په وینا؛ پېښه د ګوجرانواله ښار د منډیاله وریاچ سیمې اړوند د کنټونمنټ پولیسو حوزې کې رامنځته شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې؛ د طارق په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي لور فایزه له اختر وروسته د عبدالوحید په نوم له یوه ځوان سره د خپلې خوښې واده کړی و. پولیس وایي، دغه جوړه له لوی اختر وروسته بېرته کلي ته ستنه شوې وه چې د شپې له‌خوا پرې برید وشو.
د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ طارق پر خپلې لور او زوم ډزې وکړې، چې دواړه ځای پرځای ووژل شول. د پېښې پرمهال د هغه یوه کارکوونکي چې بوټو نومېده، هڅه وکړه د یادې پېښې مخه ونیسي؛ خو هغه هم په ډزو ووژل شو.
پولیسو ویلي، چې د جرم د ځای شواهد راټول شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. د کنټونمنټ حوزې د پولیسو مشر زبیر سیال ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د پېښې انګېزه ښايي ناموسي شخړه وي؛ خو وروستۍ پایله به د شکمن کس له نیولو او پوښتنو ګروېږنو وروسته څرګنده شي.
د ګوجرانواله ښار د پولیسو مشر ډاکټر غیاث ګل خان د پېښې د جدي څېړنې امر کړی او امنیتي ځواکونو ته یې لارښوونه کړې، چې شکمن کس ژر تر ژره ونیسي. پولیس وایي، د پېښې اصلي تورن له سیمې تښتېدلی او د نیولو لپاره یې عملیات روان دي.

ډېر لیدل شوي

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده
۱

ډاکټر فیض‌الله جان: د پاکستان او طالبانو ترمنځ ناندرۍ او جګړه یوه ډرامه ده

۲

د طالبانو د رسنیو د ملاتړ ژمنې؛ د خبریالانو نیول او د خپلواکو رسنیو تړل لاهم دوام لري

۳

د بشري حقونو فعالان: اروپايي هېوادونه دې له طالبانو سره د کډوالو د بېرته ستنولو خبرې ودروي

۴

بې‌کاري او د ژوند لوړ لګښتونه؛ افغانان اروپا ته د تګ لپاره خپلې شتمنۍ پلوري

۵

د جرمني ځانګړي استازي د افغان ښځو د ملاتړ او له طالبانو سره د «تخنیکي تعامل» غوښتنه وکړه