د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په سرحدي سیمو کې پر زرګونو کسانو مرستې وېشلې دي

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې پر څه باندې ۱۸ زره هغو کسانو مرستې وېشلې دي، چې د جګړو له امله زیانمن شوي وو.

د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې پر څه باندې ۱۸ زره هغو کسانو مرستې وېشلې دي، چې د جګړو له امله زیانمن شوي وو.
د ناروې د کډوالو شورا نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه پر اېکس پاڼې لیکلي چې د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې یې د جګړو له امله زیانمنو شویو کورنیو باندې حیاتي مرستې وېشلې دي.
یادې شورا ویلي، په دغو مرستو کې یې شاوخوا ۹۵۰۰ کسانو ته د پخلنځي وسایل، د سرپناه اړوند توکي او د کور نور توکي وېشلې دي.
د ناروې د کډوالو شورا ویلي چې د همدې سیمو پر ۷۰۰۰ زیانمنو شویو کسانو روغتیايي کڅوړې او پر ۲۰۰۰ نورو یې بیا نغدې پیسې وشلې دي. دغې شورا په افغانستان کې له بېځایه شویو کسانو سره د ناروې د حکومت د دوامداره ملاتړ مننه کړې ده.
د ناروې د کډوالو شورا تردې وړاندې د وري پر ۱۴مه ویلي وو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له امله زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او په ناسمو خیمو کې لومړنیو خدماتو ته له لاسرسي پرته ژوند کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې طالبانو ویلي و چې د پاکستان د بریدو په پایله کې په ۹ ولایتونو کې له ۲۷ زرو څخه زیاتې کورنۍ بېځایه شوې دي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ د ناري په ژوره سیمه کې یې ۱۶ میله توپنچې او مرمۍ نیولي چې له پاکستان نه افغانستان ته قاچاق کېدې. طالبانو ویلي، د قاچاق وړونکو د نیولو هڅې یې پیل کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د وسلو د قاچاق کولو په تور یې تر اوسه نه دې نیولي، خو د قاچاقبرانو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړي دي.
تېره میاشت هم دپکتیا د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې په ډنډې پټان ولسوالۍ کې ۲۸ میله توپنچې او شاوخوا ۹۰۰ فیره مرمۍ کشف او ترلاسه کړې وې.
د پکتیا ډنډې پټان ولسوالې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرته ده او ډیری وختونه د یادې ولسوالۍ له لارې د وسلو د قاچاق راپورونه ورکول کېږي.
باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د ایران پولیسو په مشهد ښار کې یو شمېر هغه افغان محصلین او فعالان نیولي چې په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو د نیولو په غبرګون کې راټول شوي وو.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، یو شمېر افغان کډوال د غبرګولي پر ۲۳مه د شنبې په ورځ شاوخوا لس بجې په مشهد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان کونسلګرۍ مخې ته راټول شول او په هرات کې یې د ښځو د نیولو پر ضد لاریون وکړ. د دغه لاریون یو ګډونوال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ایران پولیسو د لاریون او راټولېدنې اجازه نه ورکوله، خو افغانانو بیا هم د کونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ.
دغه معترض زیاته کړې، د دغې غونډې موخه د بشري حقونو دفاع او په افغانستان کې د ښځو د زده کړې او کار ملاتړ و، خو د راټولېدو پر مهال امنیتي ځواکونو له ۲۰ څخه ډېر کسان ونیول او له ځان سره یې یووړل.
افغانستان انټرنشنل ته په رارسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې یو شمېر ځوانان او نجونې په مشهد کې د افغان کونسلګرۍ دروازې ته نږدې اعتراضي بنرونه لېږدوي او د «کار، تحصیل، ازادي»شعارونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران پولیسو د جمعې په ورځ هم د مشهد په ګلشهر کې د افغان معترضانو د همغږي شوي لاریون مخه نیولې وه. کډوالو ویلي چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې مداخله وکړه، غونډه یې تیت و پرک کړه او یو شمېر ګډونوال یې له ځان سره بوتلل.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ددغه وزارت د پالیسۍ مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو سره کتلي. طالبانو ولي، ایراني پانګوالو پانګوالو د افغانستان د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت مرستیال په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي او د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رییسانو سره کتلي او د کانونو په برخه کې یې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي. طالبانو ویلي، په دې لیدنه کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پخواني سفر په ترڅ کې د شویو هوکړو په چوکاټ کې د خپلو طرحو او برنامو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې د همکاریو د لا زیاتې پراختیا غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت مرستیال عبدالرحمن قانت له قوله راغلي چې دغه وزارت له ټولو نړیوالو پانګوالو څخه چې د هېواد د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېواله وي، هرکلی کوي او د هغوی د فعالیتونو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
بل خوا، په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رییس ویلي چې ایراني شرکتونه او پانګوال د افغانستان د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته چمتو دي.
هغه د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې د افغان انجینرانو د روزنې او د تجربو د لېږد په موخه د ایراني خصوصي شرکتونو د همکارۍ خبر هم ورکړی.
طالبانو ددې ناستو د هوګړو په اړه نور ډېر جزییات نه دي ور کړي.
د حجاب په پلمه د ښځو د نیول کېدو په غبرګون کې د مدني اعتراضونو او ناامنیو له زیاتېدو وروسته، په هرات کې د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار کابل ته سفر کړی دی. په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، اسلام جار به په کابل کې له لوړپوړو چارواکو سره وګوري.
په هرات کې د طالبانو د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نوراحمد اسلامجار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی او هلته به په پلازمېنه کې له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو لیدنو اصلي محور د لویو اقتصادي پروژو د پرمختګ ارزول، د هرات د صنعتي ښارګوټي پراختیا او د سوداګریز لېږد رالېږد په برخه کې د پرتو ننګونو هوارول دي.
د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه سفر کې به د اسلامقلعه بندر له لارې د وارداتو او صادراتو د کچې د لوړولو او د ګمرکي پړاوونو د ښه کولو موضوعات هم تعقیب شي، ترڅو سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. خو شنونکي دغه ګام په هرات کې له وروستیو امنیتي حالاتو او ترینګلتیاوو سره تړلی بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې هرات په تېره اونۍ کې د طالبانو پر ضد د دوو اعتراضونو شاهد و. طالبانو دغه اعتراضونه په تاوتریخوالي سره وځپل او د نورو لاریونونو د مخنیوي لپاره یې په دغه ولایت کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي. دغه اعتراضونه د حجاب په پلمه د ښځو له پراخو نیول کېدو وروسته پیل شول.
هممهاله، د افغانستان د ازادۍ جبهې تېره شپه په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف پر ریاست د برید او د دغې ډلې د درېیو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.
بلخوا، نوراحمد اسلامجار تر دې وړاندې ویلي وو، چې په وروستیو کې په هرات کې د دغې ډلې د خوښې د حجاب د مراعاتولو کچه ورځ تر بلې لږه شوې وه. هغه په هرات کې نیول شوې ښځې «رواني ناروغاني» بللې وې او ټینګار یې کړی و، چې لارښوونه شوې دغه ښځې له ښاره راټولې کړل شي.
د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۷۷۱ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د تورخم، سپین بولدک، د ورېښموپُل او اسلامکلا له لارو هېواد ته داخل شوي دي.
د طالبانو یاد کمېسیون ویلي، تېره ورځ د غبرګولي پر ۲۲مه د ننګرهار د تورخم له لارې ۵۹۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳ زره او ۲۴ تنه کېږي او د کندهار د سپین بولدک له لارې ۹۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱۴ تنه کېږي هېواد ته راستنې شوې دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو عالي کمېسیون یاته کړې چې تېره ورځ ۶۵ کورنۍ د نیمروز د ورېښمو پله له لارې او ۱۲ کورنۍ هم د هرات د اسلام کلا له لارې له ایران څخه راستنې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې په تورخم کې یې له ۶۵۰ کورنیو سره ټولټال ۵ میلیونه و ۳۱۸ زره افغانۍ او په سپین بولدک کې له ۹۸ کورنیو سره ۸۳۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
دغه افغانۍ کورنۍ پر داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو راستنې شوې چې ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه سازمانونو په افغانستان کې د تازه راستنو شویو افغانانو د اقتصادي وضعیت او د کاري زمیني د نشتون په اړه ژورې اندېښنې ښودلې دي.