طالبانو د جنایي جرمونو په تور په دوو ولایتونو کې د ۳۵ کسانو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې یې د غلا، قتل، د نشهیي توکو د قاچاق، اخلاقي فساد او ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۵ تنه نیولي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، په بدخشان او نیمروز ولایتونو کې یې د غلا، قتل، د نشهیي توکو د قاچاق، اخلاقي فساد او ناقانونه کیندنو په تړاو ۳۵ تنه نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نیول شویو کسانو له ډلې یې په بدخشان ولایت کې ۲۳ تنه د قتل، غلا، د نشهيي توکو د قاچاق او خلاقي فساد په تړاو نیولي دي.
همدارنګه طالبانو ویلي، چې د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د کشفي عملیاتو پرمهال په قلعه چل سیمه کې ۱۲ تنه د ناقانونه کیندنو په تړاو نیولي دي.
دا په اسې حال کې ده، چې طالبان هره ورځ د یو شمېر ولایتونو څخه د جنايي جرمونو په تور د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکوي او کارپوهان د یادو نیونو او جنايي پېښو د ډېریدو لامل بېکاري ګڼي.

په ننګرهار کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویلي چې په جلالاباد ښار، سرهرود، بهسودو او بټيکوټ ولسوالیو کې د پولیو ویروس د شتون له امله به، شاوخوا ۴۵۰ زره ماشومانو ته د ستنې او خولې څاڅکو له لارې دوه ډوله واکسینونه تطبیق شي.
د طالبانو د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست نن شنبه، د غبرګولي پر ۲۳مه ویلي، چې د پولیو محیطي ویروس له پاکستان راغلی دی او له کورنیو یې غوښتي چې له روغتیايي ډلو سره پوره همکاري وکړي.
په ختیځ زون کې د روغتیا نړیوال سازمان مسوول ډاکتر دانش ویلي، ختیځ زون د هېواد په کچه د واکسین د پوښښ په برخه کې لومړی مقام لري. د هغه په وینا، له همدې امله دغه زون ته درې میلیونه امریکایي ډالره ورکړل شوي، چې اوسمهال پرې په کونړ او لغمان ولایتونو کې دوه روغتیايي مرکزونه جوړېږي.
بلخوا، د پولیو د عملیاتي مرکز مشر ډاکتر نجیب کاموال ویلي، له دغه کمپاین وروسته به په ۱۴ نورو ولسوالیو کې هم یو بل پیاوړی کمپاین پیل شي. نوموړي زیاته کړه چې افغانستان د پولیو د محوې په برخه کې له پاکستان څخه مخکې دی، خو د دغه ویروس د بشپړ ختمولو لپاره لا ډېر کار ته اړتیا شته.
په ورته وخت کې، د طالبانو د ختیځ زون د کتلوي معافیت امر حکم خان ګلابزي هم تایید کړه، چې په دغه پیل شوي کمپاین کې به نږدې څلور نیم سوه زره ماشومان دوه ډوله د واکسین ورکړل شي.
د طالبانو ویاند وایي چې مولوي هبتالله په کندهار کې د کابینې په غونډه کې د شرعي نظام او د خپلو فرمانونو پر سم پلي کولو ټینګار وکړ. مولوي هبتالله خپلو فرمانونو پر پلي کولو سربیره، د طالبانو د کابینې غړو ته ویلي، خلکو ته دیني پوهه ور زده کړئ او دیني علوم «غرونو او دښتو» ورسوئ.
مولوي هبتالله اخندزاده د کابینې په غونډه کې ټینګار کړی چې د اسلامي نظام ټینګښت د دین په زده کړه ترلاسه کېږي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د شنبې په ورځ د طالبانو د کابینې د غونډې جزییات خپاره کړل. ملا هبتالله آخندزاده د طالبانو د کابینې غړو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو اوس د اسلامي نظام غړي او ارکان یاست، خپلو لاس لاندې کسانو او خلکو ته دیني پوهه او سم عقیده ور زده کړئ؛ د عملونو سستي د عقیدې له سستۍ څخه سرچینه اخلي؛ غرونو او دښتو ته دیني پوهه ورسوئ.» د هغه جزییاتو له مخې چې د طالبانو د ویاند مرستیال خپاره کړي، ملا هبتالله آخندزاده په دې غونډه کې د دیني لارښوونو پر پراختیا ټینګار کړی او له خپلو وزیرانو یې غوښتي چې خلکو ته دین ور زده کړي او په خپلو کې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړي.
هبتالله اخندزاده خپلو وزیرانو ته ویلي: «فرمانونه په ښه توګه مطالعه کړئ. د هغو د پلي کولو او خلکو ته د رسولو لپاره بشپړې هڅې وکړئ، د هغو ارزښت خلکو ته روښانه کړئ او په خپله هم ترې په بشپړه توګه اطاعت وکړئ.»
هبتالله د خپلې کابینې غړو ته ویلي چې دین را ژوندی کړي؛ ځکه چې په دې کار سره اسلامي نظام پیاوړی کېږي.
د طالبانو مشر د خپلو خبرو په دوام کابینې ته وویل: «هڅه وکړئ چې علم هر ځای ته ورسوئ او دین ژوندی وساتئ. خلک له دین، شریعت او اسلامي نظام سره اشنا کړئ.»
د طالبانو مشر زیاته کړې «هر پړاو تېرېدونکی دی؛ موږ او تاسو باید هڅه وکړو چې راتلونکو نسلونو ته ښه اصول، ښې لایحې، تاریخ او غوره اخلاق پر ځای پرېږدو.»
د طالبانو ویاند ویلي چې په دې غونډه کې په «ښوونیزو چارو» کې د خدماتو وړاندې کولو، د اقتصادي او سیاسي برخو د لا پیاوړتیا لپاره لازمې پرېکړې شوې دي.
د طالبانو د ویاند د مرستیال په وینا، په دې غونډه کې پر یو شمېر اداري، اقتصادي او ټولنیزو موضوعاتو هم خبرې او د نظرونو تبادله شوې او لازمې پرېکړې وشوې.
طالبانو د دغو پرېکړو په اړه جزییات نه دي ورکړي.ر
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کندهار کې باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هبتالله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې شوې ده. د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا هم حضور درلود او پر ۱۱ موضوعاتو خبرې شوې دي.
د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو شمېر غړو د ایران په مشهد ښار کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د طالبانو له خوا په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړی دی.
دغو معترضو ښځو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو پر نقضېدو سخته نیوکه کړې ده.
د دغه اعتراض ګډونوالو د هرات له ښځو او خلکو سره خپل یووالی او پیوستون اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د خپلسرو نیونو، تاوتریخوالي او د هغوی د اساسي حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
یوې معترضې ښځې وویل: «حجاب پلمه ده، هغه څه چې په هرات کې روان دي له افغان ښځو سره ښکاره دښمني ده».
یوې بلې زیاته کړه: «د هرات د ښځو درد زموږ شریک درد دی او موږ نه خاموشه کېږو». په یوې بلې ویډیو کې ښکاري چې دغه مېرمنې د «کار، ازادۍ او زدهکړې» شعارونه ورکوي.
معترضو ښځو په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو نیول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د دغې شبکې غړو ټینګار کړی، چې طالبان باید په سمدستي توګه د ښځو پر وړاندې خپل سختدریځه چلند او خپلسري نیونې پای ته ورسوي.
دا اعتراض په داسې حال کې کېږي، چې په کور دننه هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د ښځو د نیولو لړۍ د بېلابېلو سیاسي او مدني بهیرونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده. بلخوا، په هرات کې د دغو نیونو په غبرګون کې اعتراضونه هم روان دي.
د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو لهخوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شوی او د طالبانو دغه اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره هم مخ شوی دی.
په جرمني کې د افغان کډوالو یو شمېر مدني فعالانو، د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو په ګډون لسګونو کسانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په برلین ښار کې د افغانستان سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه.
د دغو لاریونوالو له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو لومړنیو انساني حقونو، لکه د زدهکړې، کار، د بیان د ازادۍ او په ټولنیزو چارو کې د فعال ګډون له حق څخه بېبرخې شوې دي.
لاریونوالو په دغه اعتراضي غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان له اوسېدونکو سره پر خپل پیوستون ټینګار وکړ او د هغوی د حقونو د اعادې غوښتونکي شول.
په دغه اعتراض کې په یوه شعار کې طالبان د افغانستان استازي نهدي بلل شوي او زیاته شوې: «طالبانو ته د سفارت سپارل له افغان کډوالو سره خیانت دی».
د لاریون یوې ګډونوالې وویل: «موږ باید د خپلو خویندو او میندو چې د طالبانو له څپېړو او ټوپکو سره مخ دي باید دفاع وکړو. د داسې ورځې په هیله چې له طالبانو څخه د ازادۍ اخیستل ونمانځو».
د دغه اعتراض ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او د خلکو د اساسي ازادیو د ځپلو په مقابل کې چوپه خوله پاتې نهشي. هغوی ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د عدالت، ازادۍ او نړیوال پیوستون غږ ته جدي اړتیا لري. د لاریون ګډونوالو هوډ څرګند کړ، چې د بشري کرامت او مساوي حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د دوی سولهییزه مبارزه دوام ولري او تر هغه چې افغان ولس خپلې ازادۍ ته نهوي رسېدلی، دوی به د هغوی تر څنګ ولاړ وي.
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې ادعا کړې، چې په هرات کې یې د طالبانو پر «ځپونکو محتسبانو» په برید کې د دغې ډلې د امر بالمعروف درې غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د ازادۍ جبهې د جمعې ورځې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه د يوې ویډیو په خبرو سره وويل، نن شپه شاوخوا لس بجې، په هرات ښار کې «د طالبانو د بدنامې امر بالمعروف ادارې په دروازه کې د دغې ادارې د محتسبانو پر غونډې برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه جنایتکاران وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي».
طالبانو تر دې دمه د دغه بريد په اړه څه نهدي ويلي.
د ازادۍ جبهې زياته کړې، تر دې وړاندې یې د طالبانو د امر بالمعروف غړي او د هغوی اډې خپل مشروع اهداف اعلان کړي وو او دا عملیات په هرات کې د ښځو د ځورونې او د دې ډلې پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې پلان شوي دي.
دغې جبهې د هرات له ښاریانو غوښتي، چې د طالبانو له نظامي وسایطو او د دغې ډلې د راټولېدو له ځایونو څخه لرې واوسي.