د بشري حقونو د مدافعینو کمیټه: افغان ښځې د «اندېښنې ښودلو» له څرګندونو ستړې شوې دي

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې د نړۍوالې ټولنې پر تکراري غبرګونونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې افغان ښځې د «اندېښنې ښودلو» له څرګندونو ستړې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمیټې د نړۍوالې ټولنې پر تکراري غبرګونونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې افغان ښځې د «اندېښنې ښودلو» له څرګندونو ستړې شوې دي.
یادې کمیټې په یوې اعلامیه کې نړۍوالې ټولنې ته ویلي، چې افغان ښځې اوس تر بل هر وخت ډېر عملي اقداماتو او اغېزمن ملاتړ ته اړتیا لري. دغه کمیټې د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې د هرات وروستیو پېښو په اړه لیکلي، چې په وروستیو کلونو کې د ملګرو ملتونو، یوناما او نړۍوالو بنسټونو لهخوا د افغان ښځو د وضعیت په اړه د «اندېښنې ښودلو» څرګندونې خورا ډېرې تکرار شوې دي.
یادې کمیټې ټینګار کړی، چې راپور ورکول، د بشري حقونو سرغړونو مستند کول او د اندېښنو څرګندول د نړۍوالو ادارو مسوولیت دی؛ خو یوازې دغه اقدامات د افغان مېرمنو د محرومیت د پای ته رسولو لپاره کافي نهدي.
ورته مهال دغه کمیټې ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو، غړو هېوادونو او نړۍوالو ادارو اخلاقي او سیاسي مسوولیت د بیانونو خپرولو او اندېښنو څرګندولو هاخوا دی. د یادې کمیټې په وینا؛ نړۍواله ټولنه باید د افغان مېرمنو د اغېزمن ملاتړ لپاره له ټولو قانوني، ډیپلوماتیکو او سیاسي وسیلو کار واخلي.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو شمېر غړو د ایران په مشهد ښار کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د طالبانو له خوا په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړی دی.
دغو معترضو ښځو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو پر نقضېدو سخته نیوکه کړې ده.
د دغه اعتراض ګډونوالو د هرات له ښځو او خلکو سره خپل یووالی او پیوستون اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د خپلسرو نیونو، تاوتریخوالي او د هغوی د اساسي حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
یوې معترضې ښځې وویل: «حجاب پلمه ده، هغه څه چې په هرات کې روان دي له افغان ښځو سره ښکاره دښمني ده».
یوې بلې زیاته کړه: «د هرات د ښځو درد زموږ شریک درد دی او موږ نه خاموشه کېږو». په یوې بلې ویډیو کې ښکاري چې دغه مېرمنې د «کار، ازادۍ او زدهکړې» شعارونه ورکوي.
معترضو ښځو په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو نیول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د دغې شبکې غړو ټینګار کړی، چې طالبان باید په سمدستي توګه د ښځو پر وړاندې خپل سختدریځه چلند او خپلسري نیونې پای ته ورسوي.
دا اعتراض په داسې حال کې کېږي، چې په کور دننه هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د ښځو د نیولو لړۍ د بېلابېلو سیاسي او مدني بهیرونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده. بلخوا، په هرات کې د دغو نیونو په غبرګون کې اعتراضونه هم روان دي.
د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو لهخوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شوی او د طالبانو دغه اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره هم مخ شوی دی.
په جرمني کې د افغان کډوالو یو شمېر مدني فعالانو، د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو په ګډون لسګونو کسانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په برلین ښار کې د افغانستان سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه.
د دغو لاریونوالو له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو لومړنیو انساني حقونو، لکه د زدهکړې، کار، د بیان د ازادۍ او په ټولنیزو چارو کې د فعال ګډون له حق څخه بېبرخې شوې دي.
لاریونوالو په دغه اعتراضي غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان له اوسېدونکو سره پر خپل پیوستون ټینګار وکړ او د هغوی د حقونو د اعادې غوښتونکي شول.
په دغه اعتراض کې په یوه شعار کې طالبان د افغانستان استازي نهدي بلل شوي او زیاته شوې: «طالبانو ته د سفارت سپارل له افغان کډوالو سره خیانت دی».
د لاریون یوې ګډونوالې وویل: «موږ باید د خپلو خویندو او میندو چې د طالبانو له څپېړو او ټوپکو سره مخ دي باید دفاع وکړو. د داسې ورځې په هیله چې له طالبانو څخه د ازادۍ اخیستل ونمانځو».
د دغه اعتراض ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او د خلکو د اساسي ازادیو د ځپلو په مقابل کې چوپه خوله پاتې نهشي. هغوی ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړي.
په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د عدالت، ازادۍ او نړیوال پیوستون غږ ته جدي اړتیا لري. د لاریون ګډونوالو هوډ څرګند کړ، چې د بشري کرامت او مساوي حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د دوی سولهییزه مبارزه دوام ولري او تر هغه چې افغان ولس خپلې ازادۍ ته نهوي رسېدلی، دوی به د هغوی تر څنګ ولاړ وي.
د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې ادعا کړې، چې په هرات کې یې د طالبانو پر «ځپونکو محتسبانو» په برید کې د دغې ډلې د امر بالمعروف درې غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.
د ازادۍ جبهې د جمعې ورځې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه د يوې ویډیو په خبرو سره وويل، نن شپه شاوخوا لس بجې، په هرات ښار کې «د طالبانو د بدنامې امر بالمعروف ادارې په دروازه کې د دغې ادارې د محتسبانو پر غونډې برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه جنایتکاران وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي».
طالبانو تر دې دمه د دغه بريد په اړه څه نهدي ويلي.
د ازادۍ جبهې زياته کړې، تر دې وړاندې یې د طالبانو د امر بالمعروف غړي او د هغوی اډې خپل مشروع اهداف اعلان کړي وو او دا عملیات په هرات کې د ښځو د ځورونې او د دې ډلې پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې پلان شوي دي.
دغې جبهې د هرات له ښاریانو غوښتي، چې د طالبانو له نظامي وسایطو او د دغې ډلې د راټولېدو له ځایونو څخه لرې واوسي.
د لیکوالې حمیرا قادري مرکه مې له بهرام امان سره لیدله. هغې، چې غریو نیولې وه، د هراتي نارینهوو له هغه ملاتړ څخه ستاینه کوله چې د ښځو تر څنګ ودرېدل. هاغه ورځ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سما هم پر خپلې اېکس پاڼې په هرات کې د ښځو په ملاتړ د نارینهوو اعتراض ستایلی و.
خو ولې دا ملاتړ باید وستایل شي؟ ولې دا یوه عادي پدیده نه ده؟
ایا د طالبانو پر ضد د ښځو مبارزه یوازې د ښځو مسوولیت دی، که د ټولې ټولنې؟ زما په اند، افغان ښځې د طالبانو پر ضد د نارینهوو ملاتړ ځکه مهم ګڼي چې د ښځو ازادي د ټولې ټولنې ازادي ده. که نارینه چوپ وي، ظلم پیاوړی کېږي؛ خو که نارینه د ښځو تر څنګ ودرېږي، مقاومت او عدالت پیاوړی کېږي.
په داسې ټولنو کې چې د نارینه غږ ډېر اورېدل کېږي، د نارینهوو دریځ یوازې یو فردي نظر نه پاتې کېږي؛ بلکې پر کورنیو، ټولنیزو اړیکو او د نورو نارینهوو پر فکر هم اغېز کولای شي. له همدې امله، کله چې نارینه د ښځو د حقونو په اړه غږېږي، دا غږ ممکن هغو نارینهوو ته هم ورسېږي چې د ښځو مستقیم غږ یا نه اوري، یا یې جدي نه ګڼي.
خو دا خبره باید د ښځو د اصلي غږ ځای وانه خلي. د ښځو پر مسایلو تر ټولو مهم او اصلي غږ د ښځو خپل غږ دی، ځکه ښځې د خپلو تجربو، دردونو او غوښتنو اصلي شاهدانې دي. نو په بحثونو کې د ښځو حضور اړین دی، خو د نارینهوو چوپتیا هم د منلو نه ده. سالمه لاره دا ده، چې ښځې د مبارزې په مرکز کې وي، او نارینه د عدالت د ملګرو په توګه ورسره ودرېږي.
کاملا بهاسین د هند او جنوبي اسیا مشهوره فیمینېسته، لیکواله، شاعره او ټولنیزه فعاله وه. هغې د ښځو د حقونو، جنسیتي برابرۍ، سولې او پلارواکۍ پر ضد مبارزه کې مهم رول ولوباوه. د هغې فکر دا وو، چې د ښځو ازادي یوازې د ښځو مسئله نه ده، بلکې د ټولنې د عدالت او انسانیت مسئله ده. هغې د خپلې پنځلس کلنې څېړنې لنډیز داسې شریک کړی وو، چې د هند او افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې دودیز او پلارواک جوړښتونه پکې پیاوړي دي، د ښځو د حقونو لپاره د نارینهوو فعاله ونډه او ملاتړ ډېر اغېزمن تمامېدای شي؛ ځکه په داسې ټولنو کې د نارینه غږ ډېر اورېدل کېږي او د نورو نارینهوو پر فکر او چلند ژور اغېز کولای شي.
خو د نارینهوو ملاتړ غوښتل باید د عاطفي وابستګۍ په معنا ونه ګڼل شي. ښځې نجات ورکوونکو ته نه، بلکې عادلانه ملګرتیا ته اړتیا لري. سالم فکر دا دی چې ښځې خپل غږ، خپل دریځ او خپله مبارزه ولري، او نارینه د قیمانو په توګه نه، بلکې د عدالت د ملګرو په توګه ورسره ودرېږي.
زه او مشر کارپوه امینالله حبیبي ډېر وخت پر همدې موضوع بحث کوو او په دې اړه سره همغږي یو. د ښاغلي حبیبي هغه بحثونه چې د ښځو د حقونو او ستونزو په اړه وي، ډېر لیدل کېږي او په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس کېږي. دا خپله ښيي چې په پلارواکو ټولنو کې د نارینهوو غږ، په ځانګړي ډول د هغو نارینهوو غږ چې د ښځو د حقونو ملاتړ کوي، پر عامه ذهنیت اغېز کولای.
د طالبانو پر ضد د ښځو مبارزه د تعلیم، کار، عزت، کرامت او انساني حقونو مبارزه ده. دا مبارزه هغه وخت پیاوړې کېږي چې ټولنه، ښځې او نارینه، په ګډه د ظلم پر وړان ودرېږي.
د امریکا د متحدو ایالتونو سناتور ګري پیټرز په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول او د هغوی پر وړاندې تاوتریخجن چلند په کلکه غندلی او دا کار یې په بشپړ ډول د نهمنلو وړ بللی دی. پیټرز له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.
امریکایي سناتور ګري پیټرز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه د راپورونو اورېدل په بشپړ ډول د منلو وړ نهدي او باید په ښکاره توګه وغندل شي. هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو ساتنه د ګډو ارزښتونو یوه اساسي برخه ده او نړۍ باید د دغو حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودرېږي.
دغه امریکایي سناتور همدارنګه وویل، چې له بنسټیزو بشري حقونو څخه په هره کچه باید دفاع وشي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې دغه حقونه په نورو هېوادونو کې هم په پام کې نیول کېږي او درناوی ورته کېږي.
د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو لهخوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شو او د طالبانو یاد اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.
د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو
د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن هم (جمعه د غبرګولي ۲۲مه) د طالبانو د سختو امنیتي اقداماتو او په سړکونو کې د ټانکونو او درنو وسلو له ځای پر ځای کولو سره سره خپل اعتراضونه جاري وساتل. د راپورونو له مخې، د طالبانو ټانکونو او درنو تسلیحاتو ونهشوای کولای چې په هرات کې د اعتراض کوونکو د لاریون مخه ونیسي.