ايمل ولي خان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په اسلام اباد کې له رسنیو سره خبرو کې وويل، «۷۰ کاله کشميريانو ته وروڼه وويل شول، پښتانه، بلوڅ او سينديان له وړاندې څخه خاينان ګرځول شوي» او نن کشميريان «خاينان» وګرځول شول.
هغه په طنز کې نیوکه وکړه او ويې ويل، «پر وطن پاله پنجاب دې دومره بوج وانه چول شي چې بيا یې اوچتولی نهشي» ځکه چې ټول «خاينان» وګرځول يوازې پنجاب وطن پاله پاتې شو.
ايمل ولي خان زیاته کړه، سبا داسې نه چې پر لاهور، فيصل اباد او پېنډۍ کې خاينان را ووځي، «نو زه بیا په ډاګه وايم، چې دا خاينان بيا د رياست نه، دا د نظام خاينان دي او له دې نظام څخه خاينتوب به په ګټه تمامیږي».
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د تېرو څو ورځو راهسې اعتراضي لاريونونه او پرلت دوام لري.
په کشمير کې ولسي ګډې کاري کمېټې ويلي، چې د خپلو حقونو لپاره یې لاريون پيل کړی او بيا د دغه لاريون پر مهال د تاوتريخوالي پېښې هم رامنځته شوې دي.
د جون پر ۷مه د کشمير په راولاکوټ کې د پوځي روغتون مخې ته د لاريون پر وخت، د پولیسو لخوا تایید شوې چې د قانون پلي کوونکو او لاریونوالو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ لاریونوال او څلور پولیس افسران وژل شوي او د ۲۳ نورو پولیسو او ۵۰ لاریونوالو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی وو.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون کشمير کې د ګډې ولسي کمېټې په ناقانونه ګرځولو اندېښنه وښوده | افغانستان انټرنشنل پښتو
د کشمير حکومت ويلي، له لاريون والو سره خبرو ته تيار دی، خو پرلت لا هم دوام لري.
د بښنې نړیوال سازمان: په ازاد کشمیر کې د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د لا خرابېدو نښه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو
د جون پر پنځمه د کشمير حکومت ګډه ولسي کاري کمېټه ناقانونه ګرځولې، د بشري حقونو ځايي او نړيوالو سازمانونو پرې اندېښنې څرګندې کړي دي.