• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره میاشت؛ د اوسپنې پټلۍ له لارې تر یو مېلیون مټریک ټنه ډېر انتقالات شوي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی،‌ چې د تېرې غویي میاشتې په لړ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې یو مېلیون او ۳۸۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. د دغه وزارت په وینا؛ یاد انتقالات د حیرتان، اقينې، تورغونډۍ او خواف-هرات بندرنونو له لارې شوي دي.

د دغه وزارت له‌خوا د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، له یادې ډلې د حیرتان بندر له لارې ۶۸۸زره او ۴۷۴ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۹۵زره او ۱۲۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۷زره او ۳۶۹ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۲۲زره ۸۵۷ ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت ویلي، چې په دې کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي هېواد ته وارد او صادر شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ په همدې میاشت کې ۴زره او ۲۴۶ ټنه صادرات هم شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، کاني ډبرې او د انارو جوس جوړوي.

یاد وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۴کال کې ټولټال ۳۳۲زره او ۸۳۷ مټریک ټنه انتقالات شوي وو؛ دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۵کال کې د انتقالاتو کچه تر یو مېلیون مټریک ټنو اوښتې ده، چې د تېرکال پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۱
د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
100%

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې یو شمېر غړو د ایران په مشهد ښار کې د یوې اعتراضي غونډې په ترڅ کې د طالبانو له خوا په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د وروستیو نیونو په غبرګون کې خپل غږ پورته کړی دی.

دغو معترضو ښځو په افغانستان کې د طالبانو له خوا د ښځو حقونو پر نقضېدو سخته نیوکه کړې ده.

د دغه اعتراض ګډونوالو د هرات له ښځو او خلکو سره خپل یووالی او پیوستون اعلان کړی او له نړیوالې ټولنې او اړوندو بنسټونو یې غوښتي، چې په افغانستان کې د ښځو د خپلسرو نیونو، تاوتریخوالي او د هغوی د اساسي حقونو د تر پښو لاندې کولو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.

یوې معترضې ښځې وویل: «حجاب پلمه ده، هغه څه چې په هرات کې روان دي له افغان ښځو سره ښکاره دښمني ده».
یوې بلې زیاته کړه: «د هرات د ښځو درد زموږ شریک درد دی او موږ نه خاموشه کېږو». په یوې بلې ویډیو کې ښکاري چې دغه مېرمنې د «کار، ازادۍ او زده‌کړې» شعارونه ورکوي.

معترضو ښځو په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په هرات او نورو ولایتونو کې د ښځو نیول د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د دغې شبکې غړو ټینګار کړی، چې طالبان باید په سمدستي توګه د ښځو پر وړاندې خپل سختدریځه چلند او خپلسري نیونې پای ته ورسوي.

دا اعتراض په داسې حال کې کېږي، چې په کور دننه هم د طالبانو د امربالمعروف د محتسبانو له خوا د ښځو د نیولو لړۍ د بېلابېلو سیاسي او مدني بهیرونو له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده. بلخوا، په هرات کې د دغو نیونو په غبرګون کې اعتراضونه هم روان دي.

د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شوی او د طالبانو دغه اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره هم مخ شوی دی.

برلین کې د افغان کډوالو لاریون؛ فعالانو پر ښځو د طالبانو بندیزونه وغندل

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۱
برلین کې د افغان کډوالو لاریون؛ فعالانو پر ښځو د طالبانو بندیزونه وغندل
100%

په جرمني کې د افغان کډوالو یو شمېر مدني فعالانو، د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو او خبریالانو په ګډون لسګونو کسانو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په برلین ښار کې د افغانستان سفارت مخې ته اعتراضي غونډه وکړه.

د دغو لاریونوالو له لوري په یوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان ښځې او نجونې اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو لومړنیو انساني حقونو، لکه د زده‌کړې، کار، د بیان د ازادۍ او په ټولنیزو چارو کې د فعال ګډون له حق څخه بې‌برخې شوې دي.

لاریونوالو په دغه اعتراضي غونډه کې یو ځل بیا د افغانستان له اوسېدونکو سره پر خپل پیوستون ټینګار وکړ او د هغوی د حقونو د اعادې غوښتونکي شول.

په دغه اعتراض کې په یوه شعار کې طالبان د افغانستان استازي نه‌دي بلل شوي او زیاته شوې: «طالبانو ته د سفارت سپارل له افغان کډوالو سره خیانت دی».

د لاریون یوې ګډونوالې وویل: «موږ باید د خپلو خویندو او میندو چې د طالبانو له څپېړو او ټوپکو سره مخ دي باید دفاع وکړو. د داسې ورځې په هیله چې له طالبانو څخه د ازادۍ اخیستل ونمانځو».

د دغه اعتراض ګډونوالو پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، د ښځو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او د خلکو د اساسي ازادیو د ځپلو په مقابل کې چوپه خوله پاتې نه‌شي. هغوی ټینګار وکړ، چې نړیواله ټولنه باید د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپل مسوولیتونه ادا کړي.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د عدالت، ازادۍ او نړیوال پیوستون غږ ته جدي اړتیا لري. د لاریون ګډونوالو هوډ څرګند کړ، چې د بشري کرامت او مساوي حقونو د ترلاسه کولو لپاره به د دوی سوله‌ییزه مبارزه دوام ولري او تر هغه چې افغان ولس خپلې ازادۍ ته نه‌وي رسېدلی، دوی به د هغوی تر څنګ ولاړ وي.

د ازادۍ جبهې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف د ۳ غړو د وژلو ادعا کړې

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۴۲ GMT+۱
د ازادۍ جبهې په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف د ۳ غړو د وژلو ادعا کړې
100%

د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې ادعا کړې، چې په هرات کې یې د طالبانو پر «ځپونکو محتسبانو» په برید کې د دغې ډلې د امر بالمعروف درې غړي یې وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي دي.

د ازادۍ جبهې د جمعې ورځې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه د يوې ویډیو په خبرو سره وويل، نن شپه شاوخوا لس بجې، په هرات ښار کې «د طالبانو د بدنامې امر بالمعروف ادارې په دروازه کې د دغې ادارې د محتسبانو پر غونډې برید کړی، چې په پایله کې یې درې تنه جنایتکاران وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي».

طالبانو تر دې دمه د دغه بريد په اړه څه نه‌دي ويلي.

د ازادۍ جبهې زياته کړې، تر دې وړاندې یې د طالبانو د امر بالمعروف غړي او د هغوی اډې خپل مشروع اهداف اعلان کړي وو او دا عملیات په هرات کې د ښځو د ځورونې او د دې ډلې پر وړاندې د خلکو د اعتراضونو د ځپلو په غبرګون کې پلان شوي دي.

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغې جبهې د هرات له ښاریانو غوښتي، چې د طالبانو له نظامي وسایطو او د دغې ډلې د راټولېدو له ځایونو څخه لرې واوسي.

د هرات د ښځو په اړه د امریکايي سناتور اندېښنه؛ ګري پیټرز د طالبانو چلند د نه‌منلو وړ وباله

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۲ GMT+۱
د هرات د ښځو په اړه د امریکايي سناتور اندېښنه؛ ګري پیټرز د طالبانو چلند د نه‌منلو وړ وباله
100%

د امریکا د متحدو ایالتونو سناتور ګري پیټرز په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو نیول او د هغوی پر وړاندې تاوتریخجن چلند په کلکه غندلی او دا کار یې په بشپړ ډول د نه‌منلو وړ بللی دی. پیټرز له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې ده.

امریکایي سناتور ګري پیټرز ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه چلند په اړه د راپورونو اورېدل په بشپړ ډول د منلو وړ نه‌دي او باید په ښکاره توګه وغندل شي. هغه زیاته کړې، چې د بشري حقونو ساتنه د ګډو ارزښتونو یوه اساسي برخه ده او نړۍ باید د دغو حقونو د دفاع لپاره په کلکه ودرېږي.

دغه امریکایي سناتور همدارنګه وویل، چې له بنسټیزو بشري حقونو څخه په هره کچه باید دفاع وشي، څو ډاډ ترلاسه شي، چې دغه حقونه په نورو هېوادونو کې هم په پام کې نیول کېږي او درناوی ورته کېږي.

د پلان شویو لاریونونو په درشل کې؛ په هرات کې له پوځي تجهیزاتو سره د طالبانو پراخ حضور | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېرې شنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا د حجاب په پلمه د ښځو نیولو کمپاین پیل شو او د طالبانو یاد اقدام د هرات د خلکو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د هرات اوسېدونکو د طالبانو د والي د دفتر مخې ته لاریون کړی | افغانستان انټرنشنل پښتو

د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن هم (جمعه د غبرګولي ۲۲مه) د طالبانو د سختو امنیتي اقداماتو او په سړکونو کې د ټانکونو او درنو وسلو له ځای پر ځای کولو سره سره خپل اعتراضونه جاري وساتل. د راپورونو له مخې، د طالبانو ټانکونو او درنو تسلیحاتو ونه‌شوای کولای چې په هرات کې د اعتراض کوونکو د لاریون مخه ونیسي.

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۰۸ GMT+۱
طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی
100%

د بامیان لپاره د طالبانو ځايي مسوولینو اعلان کړی، چې د بامیان په یکاولنګ ولسوالۍ کې یو تن تښتونکی او قاتل د بابا غره په لوړو سیمو کې په یوه وسله‌واله نښته کې وژلی دی. د چارواکو په وینا، دغه کس چې علي نومېده، یوه ځوانه نجلۍ یې تښتولې وه او د هغې ورور یې په بې‌رحمانه ډول وژلی وو.

د یکاولنګ لپاره د طالبانو ولسوال حکمت حسین مجاهد ویلي، چې تورن علي د «سري ترنوک» کلي اوسېدونکی او تر پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی وو. ویل کېږي دغه پېښه د تېرې چهارشنبې په ورځ رامنځته شوې وه.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو امنیتي او کشفي ځواکونو د فراري «مجرم» د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل او د هغه پټنځای یې د بابا غره کې وموند.

خبرپاڼه زیاتوي، د بامیان د امنیه قومندانۍ او استخباراتو ځواکونو غوښتل چې دغه مجرم ونیسي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري، خو تورن پر طالبانو ډزې وکړې او په ځوابیه ډزو کې یاد تښتونکی ووژل شو.

له دغې پېښې وروسته، د بامیان لپاره د طالبانو والي ګل‌حیدر شفق د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې په ټول ولایت کې بشپړ امنیت ټینګ دی، دا ډاډ داسې مهال کې دی چې په بېلابېلو ولایتونو کې جنایي پېښې او وسله‌والې تښتونې تر بل هر وخت ډېرې شوې دي.