د صنایعو او کانونو خونې چارواکو په کابل کې د ایران له سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست عليرضا بېکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له سرپرست محمد رفیع عظیمي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. دواړو لورو له شته فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګډو ګټو لپاره پر اغېزناکې استفادې ټینګار کړی دی.
