• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عیني شاهدان: طالبانو په هرات کې لږ تر لږه ۱۰ نورې ښځې نیولې دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۵۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۱

عیني شاهدانو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو محتسبانو د شنبې په مازدیګر د هرات ښار له بېلابېلو سیمو لږ تر لږه ۱۰ نورې ښځې نیولي دي. دوی وایي، دغو ښځو لوی هراتي پړوني او مخ پټي حجابونه هم اغوستي وو.

یوه شاهد وویل، سره له دې چې د نیولو پر مهال په سیمه کې ګڼ شمېر خلک موجود وو، خو هېڅوک ونه‌توانېدل چې د دغو ښځو د نیولو مخه ونیسي.

یوه بل عیني شاهد د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لږ تر لږه څلورو ښځو د هرات د څارسوق په سیمه کې د نیول کېدو پر مهال چیغې وهلې او ویل یې: «موږ حجاب لرو، خو د طالبانو محتسبانو د هغوی خبرو ته پام ونه‌کړ او له ځان سره یې ولېږدولې».

په ورته وخت کې، یوه بل عیني شاهد هم ویلي، چې د طالبانو محتسبانو د شنبې ورځې مازدیګر مهال د هرات د جامع جومات په شمالي سړک کې لږ تر لږه شپږ ښځې، چې د هرات له دود سره سم لوی پړوني یې پر سر وې، نیولې دي.

تر دې مخکې هم لږ تر لږه درېیو سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو محتسبانو د هرات د زاړه ښار د څارسوق په سیمه کې د یوې پېغلې په ګډون څو ښځې، نیولې دي.

طالبانو د تېرې شنبې ورځې راهیسې په هرات ولایت کې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې ده. دغه اقدام په هرات او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې له پراخو غبرګونونو او ولسي اعتراضونو سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی
۱

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۲

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۳

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۴

چاودې شونډې، تنکي لاسونه او درانه کارونه؛ فرید د زده‌کړو پرځای د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي

۵

طالبانو په خوست کې دولتي مامورینو ته د ځیرک موبایلونو د ورسپارلو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د هرات په ملاتړ؛هسپانیا کې لاریونوالو له اروپايي پارلمانه وغوښتل چې د طالبانو سفر لغوه کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۲ GMT+۱
د هرات په ملاتړ؛هسپانیا کې لاریونوالو له اروپايي پارلمانه وغوښتل چې د طالبانو سفر لغوه کړي
100%

په هسپانیا کې مېشتو یو شمېر افغانانو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په مادرید کې د دغه هېواد د ملي ټلویزیون مخې ته پرانېستې غونډه کړې او له معترضو هراتۍ ښځو سره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی. لاریونوالو د اروپا په پارلمان کې د طالبانو د ګډون د بلنې لغوه کولو غوښتنه وکړه.

د دې غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل، چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې ښځې له زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې کړې دي. دوی په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې او جنسیتي اپارتاید وغندل او د بیان د ازادۍ پر ځپلو، د منتقدینو پر نیولو او شکنجه کولو هم نیوکې وکړې.

یوې لاریونوالې وویل: «طالبان له بشري حقونو سرغړونې کړي، ښځې یې شکنجه کړي، زنداني کړي یې دي، جبري نکاح‌ګانې یې ورسره کړي او اروپا باید دغه جنایتکاران دلته راونه‌غواړي».

په مادرید کې معترضو افغانانو د هرات له خلکو سره د پیوستون په ښودلو سره، د طالبانو له خوا د سوله‌ییزو لاریونونو ځپل او د ملکي وګړو وژل او ټپي کول په کلکه وغندل. هغوی دا ډول اقدامات د ولس له ارادې څخه د طالبانو د وېرې نښه وبلله.

په دغه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د هسپانیې له حکومت او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتل شوي، چې د افغان ښځو د ازادۍ غوښتنې د مبارزې ملاتړ وکړي.

طالبانو د تېرې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې.

د مادرید لاریونوالو ټینګار وکړ، چې جنسیتي اپارتاید باید د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي او پر طالبانو دې سیاسي او حقوقي فشارونه زیات شي، څو هغوی ته له سیاسي مشروعیت ورکولو څخه مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول په بې مخینې توګه دوام لري.

د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض ۴۱۱ قضیې ثبت شوې دي او په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان د طالبانو له خوا د دُرو په وهلو محکوم شوي دي.

د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنایت» بللی دی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۳۱ GMT+۱
د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې له ښځو سره د طالبانو چلند «جنایت» بللی دی
100%

د سولې او ازادۍ غورځنګ په هرات کې د ښځو او نجونو پر سوله‌ییز لاریون د طالبانو وسله‌وال برید «جنایت» بللی دی. د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو د ښځو مدني اعتراضونه په تاوتریخوالي بدل کړي او د ځپلو لپاره یې له‌ وسلو څخه کار اخیستی دی.

دغه غورځنګ د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د هرات د زړورو ښځو او نجونو دا لاریون د سیستماتیک ظلم او محدودیتونو پر وړاندې د عدالت او ازادۍ غوښتنې یوه رښتنې بېلګه وه. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې معترضو ښځو د مخ په زیاتېدونکو بندیزونو او جبري حجاب پر وړاندې خپل غږ پورته کړی وو، خو د طالبانو «مستبد او سختدریځه» حکومت د هغوی سوله‌ییزه غونډه په تاوتریخوالي بدله کړه.

د سولې او ازادۍ غورځنګ د هرات اوسنی کړکېچن وضعیت د سیاسي استبداد او د یوه «ظالم او غیر انعطاف منونکي» نظام د واکمنۍ مستقیمه پایله بولي. دغه غورځنګ ټینګار کړی، چې ولسي پاڅونونه او انقلابونه په یوه شپه کې نه جوړېږي، بلکې دا د هغې ټولنې د غوسې او ناهیلۍ د راټولېدو پایله ده، چې د مشروع غوښتنو ټولې لارې پرې تړل شوې وي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د خلکو د غږ په غلي کولو سره به د طالبانو پر وړاندې ولسي مقاومت نور هم پیاوړی شي او د بې ګناه خلکو د وینې تویول به د وېرې دېوالونه ونړوي.

یاد بنسټ پر نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو پر مدافعانو او رسنیو غږ کړی، چې په هرات کې پر ښځینه معترضانو د مستقیمو ډزو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي او اجازه ورنه‌کړي، چې د افغان ولس د حق غوښتنې غږ په مرمیو خاموش کړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات د جبریل سیمې اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ او طالبانو د لاریون مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې.

له هراتۍ ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ سلام حنفي د هرات د والي کړنې ستایلي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۲۴ GMT+۱
له هراتۍ ښځو سره د تاوتریخوالي په لړ کې؛ سلام حنفي د هرات د والي کړنې ستایلي
100%

د هراتۍ ښځو له ځپلو سره هم‌مهاله د طالبانو د رييس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په ارګ کې د هرات له والي نور احمد اسلام‌جار سره په کتنه کې د هغه کړنې ستایلي. دا ستاینه داسې مهال ده، چې د اسلام جار په مشرۍ هرات کې ښځې د بې حجابۍ په تور نیول شوي او اعتراضونه هم ځپل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ د شنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو د دغه ولایت د عمومي وضعیت، عامه خدماتو او له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د هرات د وروستي تاوتریخجن وضعیت او په ځانګړې توګه د ښځو د نیولو بهیر او د اعتراضونو په تړاو هېڅ اشاره نه‌ده شوې.

د خبرپاڼې له‌مخې، نور احمد اسلام‌جار په دې کتنه کې ویلي، چې په هرات کې د طالبانو مسوولین له شته امکاناتو څخه په ګټنې د خلکو د هوساینې او اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

په دې کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو وضعیت او هغوی ته د خدماتو وړاندې کولو بهیر په ځانګړي ډول وڅېړل شو. د هرات والي زیاته کړه، چې د اړوندو ادارو له مسوولو بنسټونو سره په همکارۍ راستنو شویو هېوادوالو ته د لومړنیو خدماتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو لپاره ګامونه پورته کړي او د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره هڅې روانې دي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په دې لیدنه کې د هرات د سیمه‌يیزې ادارې کړنې وستایلې او ویې ویل، چې هېوادوالو او په ځانګړي ډول راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرول د حکومتي بنسټونو له مهمو مسوولیتونو څخه دي.

دا ستاینه داسې وخت کېږي، چې د اسلام‌جار په امر په هرات کې یو شمېر ښځې د بې‌حجابۍ په تور نیول شوي او په تړاو یې د ځايي اوسېدونکو اعتراضونه هم ځپل شوي دي.

شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱
شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار له غځولو او د امنیتي زیربناوو له پیاوړتیا دفاع وکړه. هغه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په ملي اسمبلۍ کې وويل، چې د پولې (کرښې) د ثبات لپاره شوي لګښتونه د پاکستان د اتباعو د ژوند خوندیتوب لپاره اړین دي.

شهباز شریف دا تابیاوې د ملي امنیت د تامین لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وبلله او ویې ویل، چې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د «ډیورنډ کرښې» پیاوړتیا اړینه ده. هغه څرګنده کړه، چې په دې اړه بېلابېل لیدلوري د درناوي وړ دي، خو حکومت مسوولیت لري چې امنیت تضمین کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي د څرګندونو په ځواب دي.

محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل، چې د ډیورند کرښه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو ترمنځ واټن رامنځته کوي او ټولنیزې او بشري پایلې لري.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره پر شاوخوا ۲ زره کیلومتره اوږده کرښه د کټارو، کمرو او نورو څارونکو زیربناوو لپاره میلیارډي لګښتونو ته په اشارې سره وویل، دا اقدامات د غیرقانوني تګ راتګ د کمولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره پلان شوي دي.

شهباز شریف زیاته کړه، که دا اقدامات، ان که د یوه وګړي په ځانګړې توګه د یوه ماشوم ژوند وژغوري، نو دا لګښتونه به د توجیه وړ وي.

د یادونې وړ ده، چې د ډیورند د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکي رسمي پوله نه‌ګڼي او په ځانګړې توګه د افغانستان هېڅ حکومت ډیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه‌ده منلې او یوازې یې «کرښه» بللې ده.

د کابل- کندهار پر لویه لاره په یوې ټرافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او ۲۹ نور ټپيان شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۵۹ GMT+۱
د کابل- کندهار پر لویه لاره په یوې ټرافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او ۲۹ نور ټپيان شوي دي
100%

د کابل- کندهار د لویې لارې په مسیر کې د غزني د مرکز اړوند روضې کوتل سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي.د ځايي طالب مسوولینو په وینا، دغه پېښه نن شپه (شبنه د غبرګولي ۲۳مه) شاوخوا ۱۰ بجې رامنځته شوې ده.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي وايي، دغه پېښه د شپې شاوخوا ۱۰ بجې د یوه ۵۸۰ مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټرو تر منځ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې تر اوسه لږ تر لږه ۲ کسان مړه شوي او د ۱۱ ښځو په ګډون ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

هغه د ټپیانو له ډلې د ۸ تنو روغتیايي وضعیت نازک بولي او د پېښې د رامنځته کېدو لامل هم د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.