په بلخ کې دې یوې ټرافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي

په بلخ کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي چې د مزارشریف ـ حیرتان پر لاره د دوو موټرونو د ټکر په پېښه کې درې تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
په بلخ کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده پېښه تېره ورځ ناوخته شوې او لامل یې هم د موټرچلوونکو بې احتیاطي ښودل شوی.
