• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکايي او ایراني چارواکي: هوکړه لیک به په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۳۹ GMT+۱

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د امریکا او ایران مرکچیان جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د هوکړې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي او ښايي د واشنګټن او تهران تر منځ هوکړه لیک په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، په دې هوکړه کې د اتومي وسلو نه‌جوړولو یا هغو ته د نه‌لاسرسي په اړه د ایران ژمنه، د هُرمز تنګي بېرته پرانېستل او د امریکا د بندیزونو لرې کول شامل دي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې دا هوکړه به د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو اجازه یوازې پر ټاکل شویو شرایطو د دغه هېواد د مشرانو د عمل کولو د کچې پر بنسټ ورکړي. هغه وویل: «که موږ وګورو چې هغوی پر خپلو ژمنو عمل کوي، دا به د ایران لپاره خورا ښه وي او که عمل ونه‌کړي، له دې هوکړې څخه به هېڅ هم ترلاسه نه‌کړي».

د دغه چارواکي په وینا، ایران د هوکړې د مسودې په اړه جلا لیدلوری وړاندې کړی او په اتومي مسئله او د هُرمز تنګي د کنټرول په برخه کې یې لږ امتیازات ورکړي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه هوکړه‌لیک ښايي په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي، خو لا هم د هغه د دقیق ځای په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. له لاسلیک وروسته به د جزییاتو په اړه د تخنیکي خبرو لپاره یوه ۶۰ ورځنۍ دوره پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ د جي۷ ډلې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانسې ته سفر کوي.

دغه امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه‌خپرېدو په شرط رویټرز ته ویلي: «مذاکره کوونکې ډلې، موږ په خورا ښه دریځ کې درولي یو، خو لا هم د پای کرښې ته نه یو رسېدلي، که څه هم ډېر نږدې یو».

دغه چارواکي ویلي، چې د هوکړې مادې د ټرمپ اصلي موخې ترلاسه کوي او وروستۍ پایله به «په خورا ښه حالت کې» راولي.

د دې هوکړې پر بنسټ، د ایران اتومي پروګرام به له منځه یووړل شي او د دغه هېواد په لوړه کچه غني شوي یورانیم به ځای پر ځای له منځه یووړل شي او بیا به له هېواده بهر شي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هم ویلي وو، چې ښايي امریکا او ایران ډېر ژر د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړي، چې په پایله کې به یې د هُرمز تنګی بېرته پرانېستل شي.

داسې پتیېل کېږي، چې ایران به شاوخوا ۹۰۰ پونډه په لوړه کچه غني شوي یورانیم ولري.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې د ایران د ژمنتیا په صورت کې، دا هېواد به له اقتصادي فشارونو خلاص او د شتمنیو د ازادولو او بندیزونو د کمولو په څېر ګټې ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ: «ایران د هوکړې د لاسلیکولو پر مهال یا د خبرو اترو په بهیر کې به څه ترلاسه نه‌کړي. هغوی ته اقتصادي انعام هغه وخت ورکول کېږي چې خپلې ژمنې پوره کړي».

نوموړي دا هم وویل، چې د ایران د اتومي موادو د بېرته ترلاسه کولو اړوند تخنیکي جزییات، د هغو غني شویو یورانیمو په ګډون چې په تېر یوه کال کې د امریکا او اسراییل د ګډ برید هدف وو، وخت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «دا مواد خورا خطرناک او بې‌ثباته دي. موږ به هلته په ابتدايي تجهیزاتو سره هغه راټول نه‌کړو. تخنیکي جزییات باید په راتلونکو خبرو کې روښانه شي».

دغه چارواکي په ټينګار سره ویلي، چې د اتومي پروګرام له‌منځه وړل، د اتومي تاسیساتو تعطیل کول او د هوکړې بشپړ پلي کول، دا ټول به په راتلونکو تخنیکي خبرو کې وڅېړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له امریکا سره د هوکړې په اړه وویل: «احتمالاً په راتلونکو څو ورځو کې به زموږ او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي». هغه زیاته کړه: «د تفاهم د یادښت لاسلیک د مذاکراتو د وروستیو پړاوونو له تېرېدو وروسته په ډیجیټلي او له لرې لارې ترسره کېږي چې اعلان به شي».

له دې سره سم، د ایران د رهبر مجتبی خامنه‌يي پوځي سلاکار محسن رضايي ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د کنګل شویو ۲۴ میلیارده ډالرو شتمنیو ازادول منلي، خو دا موضوع په ډاګه نه‌اعلانوي.

ترویج لرونکی

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي
۱

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۲

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

پخواني ولسمشر اشرف غني له شپږ میاشتني ځنډ وروسته بېرته پاډکاسټونه پیل کړل

•
•
•

نور کیسې

هند له امریکا سره خلیج کې د خپلو بېړۍ چلوونکو پر وژل کېدو سخت اعتراض شریک کړ

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۰ GMT+۱
هند له امریکا سره خلیج کې د خپلو بېړۍ چلوونکو پر وژل کېدو سخت اعتراض شریک کړ
100%

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جې‌شنکر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره په ټېلیفوني خبرو کې په خلیج کې د امریکایي سمندري ځواکونو د هغو بریدونو پر وړاندې د خپل هېواد سخت اعتراض تکرار کړی، چې په پایله کې یې درې هندي بېړۍ چلوونکي وژل شوي دي.

جې‌شنکر د جمعې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا خبرې اترې تېر ماښام ترسره شوې دي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر په دغو خبرو کې ټینګار کړی، چې پر سوداګریزو بېړیو دا ډول مرګوني پوځي بریدونه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي. هغه په خلیج کې د امریکایي ځواکونو دغه اقدامات غندلي او د هند حکومت غبرګون یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته رسولی دی.

د راپورونو له مخې، په خلیج کې د امریکایي سمندري ځواکونو په وروستیو بریدونو کې درې هندي بېړۍ چلوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، چې دې چارې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ ډیپلوماټیکې ناندرۍ راپارولې دي.

د هند حکومت تر دې وړاندې هم پر دغه ډول بریدونو اندېښنه ښودلې وه او دا یې د نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف عمل بللی وو.

ټکزاس کې په يوه وسله‌وال برید کې يو کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان شوي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۸ GMT+۱
ټکزاس کې په يوه وسله‌وال برید کې يو کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان شوي
100%

د امریکا په ټکزاس ايالت کې د يوه وسله‌وال په ډزو کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان شوي دي. پوليسو ويلي، بريدګر هم له پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د ډيلي‌ميل ورځپاڼې د راپور له مخې، په ټکزاس کې یوې ودانۍ ته څېرمه یوه وسله‌وال د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) د خلکو پر لوري ډزې پیل کړې او له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپيان شوي او د پولیسو په وینا، بریدګر هم بیا په میډلنډ کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د میډلنډ د پولیسو مشر ګرېګ سنو په ټولنیزو پاڼو يو خبر کې وويل: «مامورینو له ودانۍ څخه د ډزو غږونه واورېدل او د سیمې د خوندي کولو او پاکولو لپاره یې په چټکۍ سره کار وکړ».

د راپور له مخې، د ډزو له راپورونو وروسته یو نږدې روغتون هم تړل شوی وو.

ګراهام: د اسلامي جمهوریت مشران «افراطي مذهبي نازیان» دي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۱
ګراهام: د اسلامي جمهوریت مشران «افراطي مذهبي نازیان» دي
100%

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند سناتور لینډسي ګراهام پر خپل ایکس لیکلي ډېر خوشحال دی چې ټرمپ د ایران د رسنیو هغه راپورونه جعلي وبلل چې د یوې ادعا شوې هوکړې په اړه خپاره شوي دي. هغه د ایران مشران «افراطي مذهبي نازيان» بللي دي.

ګراهام ویلي چې ټرمپ او د امریکا پوځ د ستاینې وړ دي، ځکه چې د موثرو پوځي بریدونو او سخت محاصرې په ګډه یې ایران د تېرو ۴۷ کلونو په پرتله تر ټولو کمزوري حالت ته رسولی دی.

هغه زیاته کړې چې د ایران اسلامي جمهوریت ۴۲ زره کسان یوازې د ښه ژوند غوښتنې له امله وژلي او د دغه هېواد رهبران یې «افراطي مذهبي نازیان» بللي دي.

ګراهام همدارنګه ویلي د ایران په اړه د ټرمپ سره کرښه دا ده چې ایران به هیڅ کله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او دا اصل باید وساتل شي.

عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱
عباس عراقچي: د اسلام‌اباد هوکړه نهايي کېدو ته نږدې ده
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان کړی، چې د اسلام‌اباد د تفاهم یادښت د نږدې کېدو او نهایي کېدو پړاو ته رسېدلی دی. نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، تر هغه چې دا هوکړه په بشپړه توګه وروستۍ کېږي، رسنۍ باید د هغې د محتوا په اړه له هر ډول احتمالي اټکلونو ډډه وکړي.

عباس عراقچي ویلي، د دغه یادښت د نهایي کېدو چارې په جدي توګه روانې دي.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دې اړه په رسنیو کې خپرېدونکي اټکلونه له وخت مخکې دي او په کار ده چې تر رسمي خپرېدو پورې ورته په تمه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی چې د دوی کړنلاره تل مسوولانه او شفافه ده.

د هغه په وینا، کله چې دغه تفاهم یادښت په بشپړه توګه نهایي شي، ټول جزییات به یې په مناسب وخت کې له عامو خلکو او رسنیو سره په روښانه توګه شریک کړل شي.

عراقچي د دغه تفاهم یادښت د جزییاتو، د خبرو اترو د لورو او په دې اړه د رامنځته شوي پرمختګ په اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د نهایي کېدو پړاو ته یې لاره ډېره لنډه شوې ده.

فېسبوک د لنډې مودې لپاره په یو شمېر هېوادونو کې له کاره لوېدلی و

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۲۰ GMT+۱
فېسبوک د لنډې مودې لپاره په یو شمېر هېوادونو کې له کاره لوېدلی و
100%

د راپورونو پر بنسټ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د فیسبوک او مسنجر خدمات د ناڅاپي تخنیکي ستونزې له امله د لنډې مودې لپاره په ټپه درېدلي وو. د دې ستونزې له امله په میلیونونو کاروونکي په اتومات ډول له خپلو حسابونو څخه ایستل شوي او د بېرته ننوتلو پر مهال له ستونزې سره مخ کېږي.

بل خوا د مېټا کمپنۍ نور خدمات لکه واټس‌اپ او انسټاګرام بیا هم فعال پاتې وو.

د راپورونو له‌مخې، د مېټا تخنیکي ډلو د دې ستونزې د حل لپاره هڅې وکړې او د فیسبوک او مسنجر خدمات بېرته فعال شوه.

دا لومړی ځل نه دی چې د مېټا تر چتر لاندې خواله رسنۍ له داسې پراخو تخنیکي ستونزو سره مخ کېږي، خو د فېسبوک او مسنجر هم‌مهاله قطع کېدو په نړیواله کچه د کاروونکو ترمنځ اندېښنې راپارولې دي.