• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییلي پوځ ویلي د لبنان د وسله والو یو جګپوړی قوماندان یې وژلی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي چې د لبنان د وسله والو یو جګپوړی قوماندان علي موسى دقدوق د سویلي لبنان په یوه هوایي برید کې د جمعې په ورځ وژل شوی دی.

اسراییلي پوځ ویلي چې دقدوق د حزب الله ډلې دننه څو مهمې دندې لرلې، چې پکې د مشر حسن نصرالله د امنیتي واحد مشري، د رضوان ځواک د یوې قطعې قومانده، د عملیاتو د یوې برخې مشري، د پلي ځواکونو مشري او په سویلی سوریه کې د ډلې د ځای پر ځای کېدو د هڅو تنظیم شامل دي.

د راپور له مخې، هغه په ۲۰۰۷م کال کې په عراق کې امریکایي ځواکونو نیولی و او د پنځو امریکایي سرتېرو د تښتونې او وژنې په قضیه کې تورن و، خو وروسته عراق خوشې کړ.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

پزشکیان: د جګړې او مذاکراتو پرېکړه یوازې د مشر او ملي امنیت عالي شورا واک دی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۶ GMT+۱
پزشکیان: د جګړې او مذاکراتو پرېکړه یوازې د مشر او ملي امنیت عالي شورا واک دی
100%

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې د جګړې او مذاکراتو په اړه پرېکړه یوازې د ایران د رهبرۍ او د هېواد د ملي امنیت عالي شورا صلاحیت دی او هېڅ فرد یا ډله باید ځان له رسمي چوکاټونو پورته ونه ګڼي.

هغه د ایران اسلامي جمهوریت د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره په غونډه کې ټینګار وکړ، چې د ایران د سیاستونو بنسټ باید د ملي یووالي پیاوړتیا، د اقتصادي ستونزو کمول او د ټولنیز ثبات ساتل وي.

پزشکیان وویل، د ایران حکومت د ملي امنیت عالي شورا د پرېکړو او د رهبر د لارښوونو په چوکاټ کې د مذاکراتو د دوام پلوی دی او ټولې ستراتیژیکې پرېکړې باید د همدې رسمي بنسټونو له لارې وشي.

هغه خبرداری ورکړ، چې د داخلي اختلافاتو رامنځته کول او د ټولنې وېش د هېواد لپاره تر ټولو لوی خطر دی او باید له دې چارې ډډه وشي.

د ایران ولسمشر زیاته کړې، چې حکومت یې هم مهاله د اقتصاد د ښه والي، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا، د فساد پر ضد مبارزې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅې کوي.

هغه دا هم وویل، چې د هېواد د ثبات او د ملي ګټو د ساتلو لپاره باید د مذاکراتو او نورو سیاسي پروسو تر څنګ د داخلي ظرفیتونو پیاوړتیا ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

ټرمپ پر لبنان د اسراییل برید غندلی او وایي له ایران سره هوکړې ته نږدې یو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱
ټرمپ پر لبنان د اسراییل برید غندلی او وایي له ایران سره هوکړې ته نږدې یو
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د سولې هوکړې ته د رسېدو په درشل کې د اسراییل له‌خوا پر لبنان وروستی برید غندلی او وايي، په داسې حساس وخت کې باید دا برید نه وای شوی.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۴مه په خپله ټولنیزه پاڼه پر لبنان د اسراییل د برید په غبرګون کې لیکلي:«پر بیروت د نن سهار برید باید نه وای شوی، په ځانګړي توګه په داسې یوه ځانګړې ورځ چې موږ له ایران سره د سولې یوې هوکړې ته ډېر نږدې یو. ټولې غاړې باید شاتګ وکړي.»

ټرمپ ویلي، چې له ایران سره یوې داسې هوکړې ته نږدې شوی چې په سیمه او لبنان کې به ثبات ټینګ شي.

پر لبنان د اسراییل برید ته ایران هم سخت غبرګون ښودلی دی.

د ایران جګپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف ویلي چې د بیروت پر سویلي سیمو د اسراییل د یکشنبې برید ښيي چې امریکا نه غواړي یا نه شي کولای خپلې ژمنې عملي کړي.

پر همدغه مهال د ایران د ګډو ځواکونو د قوماندې مرستیال ویلي چې پر بیروت به د اسراییل بریدونه بې ځوابه پاتې نه شي.

د راپورنو له‌مخې، پر لبنان د اسرایل له وروستي بریدونو وروسته د ایران لوپوړي مرکچیان د سولې هڅو ته د امریکا پر ژمنتیا شکمن شوي.

قالیباف: پر بیروت د اسراییل برید ښيي چې امریکا خپلې ژمنې نه شي عملي کولای

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۹ GMT+۱
قالیباف: پر بیروت د اسراییل برید ښيي چې امریکا خپلې ژمنې نه شي عملي کولای
100%

د ایران جګپوړي مرکچي محمد باقر قالیباف ویلي چې د بیروت پر جنوبي سیمو د اسراییل د یکشنبې برید ښيي چې امریکا نه غواړي یا نه شي کولای خپلې ژمنې عملي کړي. بل پلو، د ایران د ګډو ځواکونو د قوماندې مرستیال ویلي چې پر بیروت به د اسراییل بریدونه بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «که تاسې د خپلو ژمنو د عملي کولو هوډ او توان ونه لرئ، د خبرو د دوام یادونه ممکنه نه ده.»

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران لوړپوړي مرکچیان پر لبنان د اسراییل له تازه بریدونو وروسته د سولې هڅو ته د امریکا پر ژمنتیا شکمن شوي.

د ایران د ګډو ځواکونو د قوماندې مرستیال محمد جعفر اسدي ویلي چې د بیروت په جنوبي سیمو کې د اسراییل بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.

د اسراییل د پوځ له قوله ویل شوي چې حزب الله درې توغندي د دغه هېواد پر شمالي سیمو توغولي، چې د لبنان له اوربنده سرغړونه بلل شوې ده.

د راپور له مخې، یو ډیپلومات فاکس نیوز ته ویلي چې دا بریدونه د امریکا او ایران د هوکړې د نهايي کولو هڅې پېچلې کوي او دا د دغو هڅو د سبوتاژ هڅه ده.

بل خوا اسراییل ویلي چې په لبنان کې به د عملیاتو ازادي ساتي، په داسې حال کې چې تهران بشپړ اوربند خپل مهم شرط ګڼي.

د ایران د بهرنیو چارو ویاند ویلي چې دا هوکړه به د یکشنبې په ورځ نه وي، خو ښايي په راتلونکو ورځو کې وشي.

د ایران فارس خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله ویلي چې تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې او د سیاسي، حقوقي او تخنیکي اړخونو ارزونه روانه ده.

د پاکستان د پنجاب ایالت په دیره غازي خان کې د پولیسو پر پوسته موټربم برید شوی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱
د پاکستان د پنجاب ایالت په دیره غازي خان کې د پولیسو پر پوسته موټربم برید شوی
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی. سیمه ییزو چارواکو په پېښه کې د یو پولیس د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ور کړی. د سیمې د پولیسو په وینا، چاودنه په تونسه شریف سیمه کې پر «جنگوی» پوستې شوې ده.

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان ولسوالۍ کې چارواکي وایي چې له چاودېدونکو ډک ډک یو موټر د پولیسو له یوې امنیتي پوستې سره ټکر کړی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ په تونسه شریف سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټر د «جنگوی» په نوم د پولیسو له پوستې سره ولګېد.

د پولیسو د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د یوه پولیس د وژل کېدو او د دریو نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

په دې چاودنه کې د پولیسو پوسته ویجاړه شوې ده. پولیس وایي چې دا یو ځانمرګی برید و چې موخه یې د پوستې اصلي دروازه وه.

په ورته وخت کې تحریک طالبان پاکستان د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

لوړپوړی امریکايي چارواکی: له تهران سره یوې پیاوړې هوکړې ته رسېدلي یوو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
لوړپوړی امریکايي چارواکی: له تهران سره یوې پیاوړې هوکړې ته رسېدلي یوو
100%

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، واشنگټن په دې باور دی چې له ایران سره یوې «پیاوړې» هوکړې ته رسېدلی دی. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې په راتلونکو ورځو کې د تهران او واشنگټن ترمنځ د هوکړې د وروستۍ کېدو احتمال ډېر دی.

دغه امریکایي چارواکي د شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، د دې هوکړې له نهایي کېدو او لاسلیک وروسته به امریکا د هرمز تنګي د ماین‌پاکۍ په عملیاتو کې برخه واخلي. یاد چارواکي د هوکړې د موادو یا د هغې د نهایي کېدو د دقیق وخت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د واشنگټن سره د تفاهم‌لیک د نهایي کولو لپاره جنیوا یا اسلام‌اباد ته د ایران د مذاکراتي پلاوي د احتمالي سفر د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د لاسلیک د دقیق وخت په اړه باید په تمه پاتې شو.» همدارنګه بقايي ټینګار وکړ چې په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې جنیوا یا کوم بل ځای ته د سفر کولو هیڅ برنامه شتون نه لري.

تر دې وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه لیکلي وو، تهران او واشنگټن له بل هر وخت څخه د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي او ښايي چې دا هوکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهایي شي. هغه دغه راز اعلان وکړ چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د دغه تفاهم‌لیک له نهایي کېدو سمدستي وروسته، د هغې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی لري.