د بشري حقونو د څار بنسټ د افغانستان څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، په داسې حال کې چې افغانان لا هم له پراخې ځپنې او محدودیتونو سره مخ دي، د اروپايي هېوادونو له لوري له طالبانو سره د کډوالۍ د هوکړو پر لور حرکت د اندېښنې وړ دی.
عباسي د جمعې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د طالبانو د پلاوي تر سفر مخکې یې په بروکسل کې له بېلابېلو چارواکو او بنسټونو سره د مدافعې او سلا مشورو غونډې پای ته رسولې دي.
هغې ویلي: «دا ډېره خواشینوونکې ده چې اروپايي هېوادونه د کډوالۍ د هوکړو پر لور روان دي، په داسې حال کې چې افغانان لا هم له ځپنې او محدودیتونو سره مخ دي.»
نوموړې ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د ګڼو وګړو لپاره خوندي هېواد نه دی او له همدې امله باید د افغان کډوالو جبري ستنول ترسره نه شي.
فرشته عباسي له اروپايي هېوادونو غوښتي چې د کډوالۍ او له طالبانو سره د تعامل په تړاو خپلو پرېکړو کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او د افغانانو امنیتي ګواښونه په جدي توګه په پام کې ونیسي.
د هغې څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې ټاکل شوې د طالبانو یو پلاوی د کډوالۍ او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د خبرو لپاره له اروپايي چارواکو سره وګوري. په ورته وخت کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې له طالبانو سره هر ډول هوکړه باید د افغانانو د حقونو او خوندیتوب له تضمین پرته ترسره نه شي.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.