سهيل اپريدی د دوشنبې په ورځ سره د پلاوي په پېښور کې د جمعيت علما ګوند مرکز ته ورغلی دی.
سهيل اپريدي د مولانا فضل الرحمان سره په ګډه رسنیو سره خبرو کې وويل، د جمعيت علما د مشر سره د لیدنې موخه یې د ايالتي حقونو په اړه د نظر د یووالي رامنځته کول و، او هغه سره په ليدنه کې یې په قامي مالياتي کمېسیون کې د برخې په ګډون پر بېلابېلو مسایلو اوږدې خبرې وشوې.
هغه تور پورې کړ چې مرکزي حکومت له خیبرپښتونخوا سره د مور او مېرې په څېر چلند کوي او د ايالت خلک له خپلو روا حقونو څخه بېبرخې ساتل کېږي.
اعلی وزیر وویل چې د قبایلي ولسوالیو خلک هغه حقونه نه لري چې د لاهور، کراچۍ او کوېټې اوسېدونکو ته ترلاسه دي. هغه وویل چې دا موضوع د وفاقي وزیر په وړاندې هم راپورته شوې او د صوبې د حقونو لپاره د ګډ غږ پورته کولو باندې هوکړه وشوه.
سهیل افریدي له پنجاب څخه د غنمو پر لېږد بندیز د اساسي قانون ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل چې په دې اړه له مولانا فضل الرحمان سره سلا وشوه او دواړه مشران به یې په وړاندې ګډ دریځ غوره کړي.
مولانا فضل الرحمان وویل چې قامي مالياتي کمېسیون د ايالتونو اساسي حق دی، په دې کې زیاتوالی راوستل کېدای شي خو په هېڅ صورت کمښت نه شي پکې راتلای. هغه وویل چې ټول سیاسي قوتونه د صوبايي حقونو او د خپلواکۍ د ساتنې په اړه متحد دي.
هغه په ايالت کې په امنيتي وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې په سوېلي ولسوالیو کې د حکومت واکمني کمزورې شوې او حالات د سمدستي پاملرنې غوښتونکي دي.
هغه پر وفاقي حکومت غږ وکړ چې ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې واخلي او د ملي ستونزو حل لاره ومومي، په داسې حال کې چې صوبايي حکومت هم باید د امن او امان په موضوع د ټولو سیاسي ځواکونو سره مشوره وکړي.