طالبانو په کابل او خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان نیولي دي

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د کابل ښار په ۱۳مه حوزه کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده. بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ۱۴زره نشهیي ګولیو د لېږد په تړاو یې په خوست کې یو کس نیولی دی.
