د هرات اوسېدونکې: طالبانو د اسلامکلا پر لاره له یوې درې کلنې ماشومې نانځکه واخیسته

د هرات یوې اوسېدونکې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) طالبانو د اسلامکلا پر لاره یو موټر درولی و چې د تالاشۍ پرمهال د یادې ډلې د امر بالمعروف محتسبینو له یوې درې کلنې ماشومې د هغې نانځکه اخیستې ده.
نوموړې چې د یادې پېښې عیني شاهده ده زیاتوي، د ماشومې پلار څو ځلې له طالبانو وغوښتل چې نانځکه بېرته ماشومې ته ورکړي؛ خو هغوی د هغه غوښتنه ونه منله. هغې ویلي، چې غواړي دغه کیسه تر خلکو ورسېږي؛ څو د طالبانو دغه ډول ظالمانه کړنې هېرې نهشي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تر دې وړاندې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو محدودیتونه لګولي او په ځینو سیمو کې یې په هټیو کې د نانځکو اېښودل هم منع کړي دي.
