په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو په ډرون بریدونو کې یو ځل بیا چټکتیا لیدل کېږي او د پولیسو د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یونیم کال کې ۱۸۲ ډرون بریدونه شوي دي.
سربېره پر دې، په سلګونو داسې بریدونه هم شوي، چې پولیسو هدف ته له رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.
د پښتونخوا پولیسو د خپرو شویو ارقامو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول ایالت کې پر پولیس حوزو او پوستو ټولټال ۸۲ ډرون بریدونه شوي چې ډېری پېښې یې په قبایلي ولسوالیو کې شوې دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، تېر کال تر ټولو زیات ډرون بریدونه په شمالي وزیرستان کې پر پولیس سټیشنونو او پوستو ثبت شوي، چې ۴۱ بریدونه کیږي، په داسې حال کې چې بنو ولسوالۍ په دویم نمبر کې وه او پر دولتي ملکیتونو ۲۶ ډرون بریدونه شوي دي.
سربېره پر دې، په باجوړ کې پنځه، په ټانک کې شپږ، په سویلې وزیرستان کې درې او په لکي مروت کې یو برید راپور شوی دی.
د پولیسو د ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کې تر اوسه په شپږو میاشتو کې د پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰۰ ډرون بریدونه شوي دي چې د پولیسو ګزمې او سټیشنونه پکې په نښه شوي دي.
د پولیسو د ارقامو له مخې، سږ کال په ټول ایالت کې په ۱۳ ولسوالیو کې ډرون بریدونه شوي چې یو ځل بیا شمالي وزیرستان د ۴۸ ډرون پېښو په درلودلو سره د لېست په سر کې دی.
له دې سره سره، په باجوړ او ټانک کې نهه نهه بریدونه، په بنو او دیره اسماعیل خان کې په ترتیب سره اته اته بریدونه، په لکي مروت کې پنځه، په خیبر ولسوالۍ کې څلور، په سویلې وزیرستان کې درې او په ایبټ اباد، هنګو، مهمند او سوابۍ کې په ترتیب سره یو یو ډرون برید راپور شوی دی.