• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
لوبې

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو مهالوېش اعلان شو

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ به د ۲۰۲۶کال د (ډسمبر په ۲۷مه) په متحده عربي اماراتو کې پیل شي. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې؛ په دغه لیګ کې به پنځه لوبډلې ګډون وکړي چې د کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار ولایتونو استازیتوب به کوي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه لیګ د لوبډلو د مالکیت لپاره یې د نړۍ پانګه‌والو او سوداګریزو شریکانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده. د اعلان له مخې؛ د لوبډلو د ترلاسه کولو لپاره به د غوښتنلیکونو د سپارلو بهیر د روان کال (د جون تر ۳۰مې) نېټې دوام ولري.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه لیګ موخه د هېواد د کرېکټ اقتصادي پیاوړتیا، د افغان لوبغاړو لپاره د لا ډېرو فرصتونو برابرول او د افغانستان کرېکټ نړۍوال بازار ته معرفي کول دي.
د بورډ په وینا؛ په متحده عربي اماراتو کې د سیالیو ترسره کېدل به د نړۍوالو لوبغالو، پرمختللو رسنیزو اسانتیاوو او د نندارچیانو پراخ ګډون ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ رییس میرویس اشرف ویلي، د افغانستان کرېکټ غوره لیګ سیالۍ د هېواد د کرېکټ لپاره یو مهم ستراتیژیک ګام دی. هغه زیاته کړې: «زموږ هدف دا دی، چې یو دوامداره او په نړۍواله کچه پېژندل شوی لیګ رامنځته کړو، چې افغان استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي، نړۍواله پانګونه راجلب کړي او د کرېکټ د اوږدمهالې ودې لامل شي».
افغانستان په وروستیو کلونو کې په نړۍوال کرېکټ کې د پام وړ پرمختګ کړی او ګڼ افغان لوبغاړي د نړۍ په سترو شل اوریزو لیګونو کې لوبېږي. کرېکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې نوی لیګ به د افغان کرېکټ د ودې، د سوداګریزو فرصتونو پراختیا او د نړۍوالو سیالیو په کچه د افغانستان د حضور پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ هند د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱
لومړۍ یو ورځنۍ لوبه؛ هند د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې له کوربه هند څخه د اوو وېکټو په توپیر ماتې وخوړه. دغه لوبه نن د هند په درمسالا کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې د باران له امله د «ډي‌اېل‌ایس» سیستم له مخې ۲۵ اورونو ته راکمه شوې وه.

په دې سیالۍ کې هند د پچې له ګټلو وروسته لومړی د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ۲۴،۵ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې جوړې کړې، چې په دې لړ کې رحمان‌الله ګربز د ۱۰۲ منډو په جوړولو سره تر ټولو غوره لوبه وکړه او د خپلو شپږیزو شمېر یې تر ۲۰۰ زیات کړ.

100%

د هند په توپ‌اچوونکو کې ګورنور برار او حارش دیوبي هر یوه وکولای شول درې درې افغان لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړي. بل لور ته، هندۍ لوبډلې د افغان لوبډلې له خوا ټاکل شوی هدف په ۲۲،۵ اورونو کې د یوازې درېیو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او بریا یې خپله کړه.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په دې لوبه کې د ۲۷ منډو په جوړولو سره په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د خپلو ټولو منډو شمېر ۲ زره او ۵۰۰ ته ورساوه. هغه له رحمت شاه، محمد نبي او شهزاد وروسته د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو چې تر ټولو ډېرې منډې یې جوړې کړې دي.

حشمت‌الله شهیدي
100%
حشمت‌الله شهیدي

د افغانستان او هند ملي لوبډلې به په دې لړۍ کې دوه نورې لوبې هم ترسره کړي. د دواړو لوبډلو ترمنځ راتلونکې سیالۍ به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د هند په لکنو ښار کې ترسره شي.

کرېکټ بوډ: سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اصلي نوملړ ته شامل شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۲۷ GMT+۱
کرېکټ بوډ: سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو اصلي نوملړ ته شامل شوی
100%

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی د هند پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په اصلي نوملړ کې شامل شوی. نوموړی په وروستۍ ټېسټ لوبه کې د غوره توپ اچونې له امله د پام وړ وځلېد او شپږ ویکټې یې ترلاسه کړې وې.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د ملي لوبډلې ښي لاسی چټک توپ اچوونکی محمد سلیم ساپی چې د هند پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې یې د پام وړ توپ اچونه کړې وه او شپږ ویکټې یې ترلاسه کړې وې، د همدې ښه فعالیت له امله د یو ورځنیو سیالیو په اصلي ترکیب کې ځای وموند.

د کرکټ بورډ په وینا، نوموړی له دې وړاندې د همدې سیریز لپاره د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې شامل و، خو اوس د اصلي لوبډلې برخه دی.

کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې چې دغه ځوان توپ اچوونکی به په یو ورځنیو سیالیو کې هم د افغانستان لپاره ښه وځلېږي او د لوبډلې په بریاوو کې به مهم رول ولري.

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې هند ته ماتې ورکړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې هند ته ماتې ورکړه
100%

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې (افغان ابدالیان) د سریلانکا په کوربتوب د الف لوبډلو د درې اړخیزې لوبلړۍ په ترڅ کې په خپله لومړۍ لوبه کې د هند الف لوبډلې ته د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې د ۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په یادو سیالیو کې یې خپل سفر په بریا سره پیل کړ.

د افغانستان کرېکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د دغې لوبې پچه افغان لوبډلمشر عمران میر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. سیالې هندۍ لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۴۹ مندې جوړې کړې او افغان لوبډلې ته د ۳۵۰ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه عبدالله احمدزي غوره توپ اچونه وکړه او ۵ سیال لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل. د نوموړي ترڅڼګ فرمان‌الله ساپي ۳ او عمران میر یوه وېکټه ترلاسه کړه.

دغه لوبه چې په لومړۍ پاڼۍ کې هم د ورښت له امله ځنډېدلې وه، د دویمې پاڼۍ له پیل وړاندې یو ځل بیا له ځنډ سره مخ شوه، چې له پیلېدو سره سم ۳۸ اورونو ته کمه شوه او د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې افغان لوبډلې ته د ۲۹۴ منډو هدف وټاکل شو.

افغان الف لوبډلې د هندالف لوبډلې پر وړاندې په دویمه پاڼۍ کې په زړه پورې توپوهنه وکړه او د ۲۵،۵ اورونو په لوبولو سره ۱۷۷ منډې جوړې کړې، چې وروسته لوبه د درېیم ځل لپاره د باران له امله وځنډېده. د پرلپسې ورښت له امله، لوبه بېرته پیل نه‌شوه او د ډي‌اېل سیسټم له‌مخې، افغان لوبډله له سیالې لوبډلې څخه ۴ منډې مخکې وه، چې په پایله کې دغه مهمه لوبه د ۴ منډو په توپیر د افغان ابدالیانو په ګټه اعلان شوه.

د افغان لوبډلې په ګټه لوبډلمشر عمران میر ، بهیر شاه محبوب ۵۱ او حسن عیسی‌خېل ۳۴ منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستره ونډه ترسره کړه او افغان لوبډلمشر عمران میر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغان ابدالیان به په خپله دویمه لوبه کې د راتلونکې شنبې په ورځ د کوربه سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

افغان کرېکټ لوبډله د هند پر وړاندې د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره درمسالا ته ورسېده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۰۷ GMT+۱
افغان کرېکټ لوبډله د هند پر وړاندې د دریو یو ورځنیو سیالیو لپاره درمسالا ته ورسېده
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې ملي لوبډله د هند پر وړاندې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د لوبلړۍ د پیل په موخه د هند درمسالا ښار ته رسېدلې ده، چې لومړۍ سیالي به د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره شي.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله د راتلونکې شنبې په ورځ د کوربه هندۍ لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دا لوبلړۍ په داسې حال کې پیلېږي چې افغانستان د خپلو نړیوالو سیالیو د چمتووالي او تجربې د زیاتولو لپاره له قوي ټیمونو سره د لوبو لړۍ ته دوام ورکوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان او هند ترمنځ ټېسټ نړیواله سیالي د هند په مولنپور (نیو چندیګړ) کې ترسره شوه، چې پکې کوربه هند په بشپړ برلاسي سره بریا خپله کړه.

په دې لوبه کې هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۵۶۴ منډې د ۸ ویکټو په زیان جوړې کړې او بیا یې افغانستان ته په دواړو پاڼیو کې ماتې ورکړه. افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۲ منډې او په دویمه پاڼۍ کې ۱۱۲ منډې جوړې کړې، چې هند په یوه پاڼۍ او ۳۰۰ منډو ستره بریا ترلاسه کړه.

د کورش یوه ۱۲ کسیزه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱
د کورش یوه ۱۲ کسیزه لوبډله په اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه
100%

د افغانستان د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش په پنځلسم پړاو اسیايي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه. دغه افغان لوبغاړي او ورسره پلاوی به د اسیايي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس او یوه روزنیزه دوره کې هم ګډون وکړي.

د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ادارې د پنجشنبې په ماخوستن (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کورش ۱۲ کسیزه لوبډله د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې د ګډون په موخه تاجکستان ته لاړه.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه لوبغاړي او ورسره پلاوی به د لوبڅارۍ یو او دوه ستورو روزنیزه دوره او د اسیایي کورش کنفدراسیون کلني کانګرس کې هم ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «دغې لوبډلې کې شپږ ورزشکاران، یو روزونکی، څلور لوبڅاران او یو پلاوی شامل دي».

د یادونې وړ ده، چې یادې سیالۍ، روزنیز سمینار او کلنی کانګرس د ۲۸ هېوادونو په ګډون نن پیل شوی او ۳ ورځې به دوام وکړي.