• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي سږ کال کندهار کې د سپینې او تورې زڼکۍ د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۲۴ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې سږکال په دغه ولایت کې د سپینې او تورې زڼکۍ «زیرې» د حاصلاتو کچه د پام وړ لوړه شوې ده. د دغه ریاست په وینا؛ په ټولیز ډول په کندهار ولایت کې پر ۶زره او ۴۵۵ هکټاره ځمکه سپینه او توره زڼکۍ کرل شوې ده.

یاد ریاست زیاته کړې، له دې دلې پر ۴زره او ۷۶۵ هکټاره ځمکه سپینه او پر ۱۶۹۰ هکټاره ځمکه توره زڼکۍ کرل شوې ده. په کندهار کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، تمه ده سږ کال به له سپینې زڼکۍ څخه ۶زره او ۲۸۹ټنه او له تورې زڼکۍ څخه ۱۸۵۹ ټنه حاصل ترلاسه شي.

د هغه په وینا؛ که څه هم سږ کال د زڼکۍ په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی؛ خو د لارو د بندېدو له امله یې بیه راټیټه شوې ده. بلخوا د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي، تېر کال شاوخوا ۵زره او ۱۲۳ټنه زڼکۍ بهرنیو هېوادونو او په ځانګړي ډول هند او پاکستان ته صادره شوې وه چې ارزښت یې شاوخوا ۲۸.۴ مېلیون ډالره و.

طالبان وایي، چې له پاکستان سره د لارو تړل پاتې کېدو له امله به سږ کال د زڼکۍ صادرات روسیې، قطر، متحده عربي اماراتو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ولېږدوي.
خو له بل پلوه د کندهار د سپینې او تورې زڼکۍ کروندګر وايي، په دې وروستیو کې د زڼکۍ بازارونه په بې‌ساري ډول راولوېدلي او د دوی کلونه زحمت یې له سخت اقتصادي زیان سره مخ کړی. د دوی په خبره؛ د لارو تړل کېدو او د بدیلو سوداګریزو لارو نه موندلو له امله د زڼکۍ بیې تر نیمايي ډېرې راټیټې شوې دي.
د زڼکۍ سوداګر وایي، سپینه زڼکۍ چې پخوا یې یو کیلو له ۱۸۰۰ تر ۲زره او ۱۰۰ افغانیو پورې پلورل کېده؛ اوس یوازې د ۴۵۰ او ۵۰۰ افغانیو ترمنځ پلورل کېږي. دغه راز د تورې زڼکۍ بیه چې مخکې له ۲زره او ۲۰۰ تر ۲زره او ۵۰۰ افغانیو پورې رسېده، اوس ۱۶۵۰ او ۱۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۳

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۴

له کابل نه تر اروپا؛ د افغانستان د بایسکل ځغلونې ښځینه لوبغاړو د تېښتې پټه کیسه

۵

طالبان ادعا کوي چې بامیان کې یې د یوې نجلۍ تښتونکی او د هغې د ورور قاتل وژلی دی

•
•
•

نور کیسې

د صنایعو او کانونو خونې چارواکو په کابل کې د ایران له سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۴۹ GMT+۱
د صنایعو او کانونو خونې چارواکو په کابل کې د ایران له سفیر سره پر اقتصادي همکاریو خبرې کړي
100%

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې له سرپرست محمد رفیع عظیمي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. دواړو لورو له شته فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګډو ګټو لپاره پر اغېزناکې استفادې ټینګار کړی دی.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې خونې سرپرست محمد رفیع عظیمي په کابل کې د ایران سفارت سرپرست او مل پلاوي ته د صنعت او کانونو اونۍ په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړه. د ایران سفیر علي رضا بېکدلي په ځواب کې وویل، چې د بېلابېلو برخو شاوخوا شلو ایراني شرکتونو په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

علي رضا بېکدلي په دې لیدنه کې د افغانستان له خلکو او طالبانو سره د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ایران خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د عصري ټکنالوژۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. هغه زیاته کړه، چې هېواد یې چمتو دی څو خپلې تجربې، تخصص او ټکنالوژي د افغانستان له خصوصي سکټور او پانګوالو سره شریک کړي او د دواړو لورو پانګوال کولای شي د یو بل له ظرفیتونو ګټه پورته کړي.

له دې سره هم‌مهاله نیوکې دي، چې طالبانو په پراخه کچه پرته له مسلکي او تخنیکي څېړنو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې چینایي، روسي او ایراني شرکتونو ته کانونه په قراردادونو ورکړي دي. خلک نیوکې لري، چې له دغو قراردادونو څخه ډېره ګټه د لوړ پوړو طالبانو جیبونو ته ځي.

د ایران د خصوصي سکټور یو رسمي پلاوی کابل ته راغلی دی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۵۸ GMT+۱
د ایران د خصوصي سکټور یو رسمي پلاوی کابل ته راغلی دی
100%

د ایران- افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د رييس محمود سیادت په مشرۍ د ایران د خصوصي سکټور یو پلاوی د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه رسمي سفر کابل ته راغلی دی. د دغه سفر موخه د سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو پیاوړتیا په ګوته شوې ده.

د افغانستان- ایران د سوداګرۍ ګډې خونې د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) ویلي، دغه پلاوی به له طالب چارواکو سره له کتنو سربېره د افغانستان- ایران د سوداګریز تواصل کنفرانس او بي‌ټو‌بي غونډو کې هم ګډون وکړي. دغه غونډې به د افغانسان- ایران د سوداګرۍ ګډې خونې له لوري په کابل کې جوړې شي.

په دې پلاوي کې د مشهد د سوداګرۍ خونې د غیر نفتي صادراتو د پراختیا کمېسیون رييس حسین محمدیان هم شامل دی.

د دغه سفر موخه د سوداګرۍ او ټرانزیتي اړیکو تقویت او پراختیا او همداراز د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونو د فرصتونو ارزونه په ګوته شوې ده.

د ایراني چارواکو په وینا، د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري له ۳،۲ میلیارده ډالرو زیاته شوې، خو له افغانستان څخه یې واردات یوازې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت دي. د ایران د دوغارون بندر یوه چارواکي ویلي، چې د ایران او افغانستان مجموعي تجارت له اروپایي ټولنې سره د ایران له تجارته ډېر دی.

افغانستان ته د ایران کلني صادرات ۳،۲ میلیارده ډالر او واردات ۳۰ میلیونه ډالره دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د یادونې وړ ده، چې افغانستان له شاوخوا ۸ میاشتو راهسیې له پاکستان سره د سوداګرۍ له درولو وروسته ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.

یوه چینايي پانګوال بامیان کې د کاني محصولاتو پروسس لپاره د یوې کارخونې د جوړولو ټټر وواهه

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۴ GMT+۱
یوه چینايي پانګوال بامیان کې د کاني محصولاتو پروسس لپاره د یوې کارخونې د جوړولو ټټر وواهه
100%

یوه چینايي سوداګر او پانګوال ساو جین د بامیان لپاره د طالبانو له والي سره په کتنه کې په دغه ولایت کې د کاني محصولاتو د پروسس لپاره د یوې صنعتي کارخونې د جوړولو ټټر وهلی دی. دغه چینايي پانګوال همداراز ویلي، د اوسپنې او مس د استخراج او ورته د بازار موندنې په برخو کې هم پانګونې کوي.

د بامیان ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چینايي سوداګر ساو جین د دغه ولایت لپاره د طالبانو له والي ګل‌حیدر شفق سره د اوسپنې او مس د استخراج، پروسس او ورته د بازار موندنې په تړاو خبرې کړې دي.

ساو جین په دې کتنه کې ویلي: «له خپل مل پلاوي سره لېواله یم، چې په دغه ولایت کې د ټولنې د اقتصادي ظرفیتونو د تقویې او اقتصادي پراختیا لپاره د اوسپنې او مس د استخراج، د کاني محصولاتو د پروسس او ورته د بازار موندنې په برخو کې پانګونې وکړم او یوه صنعتي کارخونه هم جوړه کړم».

د دغه ولایت لپاره د طالبانو والي د دغه چینايي پانګوال له لېوالتیا هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی او زیاته یې کړه: «په دغه ولایت کې د ملي او نړۍوالو سوداګرو او پانګوالو ځاني او مالي امنیت تامین دی او سیمه‌ييز حکومت له هر ډول اقتصادي طرحې چې د خلکو په ګټه وي ملاتړ کوي».
په خبرپاڼه کې په دې اړه، چې دغه پانګوال به څه وخت، چېرې او څومره پانګونه کوي، څه نه‌دي ویل شوي.

یوه روسي شرکت د هېواد د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
یوه روسي شرکت د هېواد د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې
100%

د روسیې د «اګري‌میر» شرکت رييس د طالبانو د کانونو وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې د هېواد پر کاني زیرمو او په ځانګړې توګه د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده. طالب چارواکو له یادې لېوالتیا هرکلی کړی او د همکاریو ژمنه یې کړې ده.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پنجشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د روسیې د «اګري‌میر» شرکت رييس د دغه وزارت لپاره د طالبانو د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال سره په کتنه کې د هېواد پر کانونو او په ځانګړې توګه د کرومایټ او جست پر کانونو پانګونو ته لېوالتیا ښودلې ده.

د دغه وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د یاد شرکت له لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې د کانونو او پټرولیم وزارت به د قانون او کړنلارې په چوکاټ کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او له هغوی سره به همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا د لووي انسټیټیوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي وو، چې افغانستان په داسې بڼه خپلې کاني شتمني له لاسه ورکوي، چې نه یوازې د دې سرچینو اصلي ارزښت نه ساتل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

د یوه بل خبر له‌مخې، په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بېکدلي د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له مرستیال عبدالرحمان قانت سره په کتنه کې د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او په ځانګړي ډول د افغانستان د کانونو په اکتشاف، استخراج او پانګونې برخو کې د همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.

علي‌رضا بېکدلي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو د کمېټې په چوکاټ کې د شویو هوکړو په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د عملي فعالیتونو د پیل غوښتنه وکړه.

100%

عبدالرحمان قانت هم په دې کتنه کې ډاډ ورکړی، چې دغه وزارت به د شویو هوکړو د پلي کېدو او د دوه اړخیزو همکاریو پرمخ بیولو برخو کې اړینې همکارۍ ترسره کړي، خو یاد وزارت د شویو هوکړو په تړاو وضاحت نه‌دی ورکړی.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۱ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
افغانستان ته د قزاقستان د غنمو او اوړو صادرات ۲ میلیونه ټنو ته لوړ شوي
100%

د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د دغه هېواد د غلو (غنم او اوړو) د صادراتو حجم د ۲۰۲۵کال له سپتمبر څخه د۲۰۲۶ کال تر می میاشتې پورې ۱۲،۲ میلیونه ټنوته رسېدلی. افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه زیات شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي.

د قزاقستان د رېل پټلۍ شرکت د معلوماتو له مخې، ، دغه حجم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې ودې اصلي لاملونه د منځنۍ اسیا دودیز واردوونکي هېوادونه او افغانستان دي.

افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۵۸ سلنه ډېر شوي او له ۱،۳میلیونه ټنو څخه ۲ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

دغه راز ازبکستان ته د یاد هېواد صادرات ۳۸زیات شوي او له ۳،۶ میلیونه ټنو څخه ۵میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.

قرغیزستان ته هم د قزاقستان د اوړو او غنمو صادرات له ۳۱۲زره ټنو څخه ۴۷۴ زره ټنو ته لوړ شوي او ترکمنستان ۱۹۷ زره ټنه غله وارد کړې ده، چې دا د تېر کال د ۱۳۷ زره ټنو په پرتله ۴۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

افغانستان هر کال شاوخوا ۳،۵تر ۳،۷ میلیونه ټنه غلې (په ځانګړي ډول غنم او اوړو) واردولو ته اړتیا لري، چې ستره برخه یې له قزاقستان نه واردیږي.

طالبانو د غلو دانو په برخه کې د غنمو پر وارداتو تمرکز ډېر کړی او وايي، چې په دې سره په کوردننه د غلو دانو زېرمه کول اسانه کیږي او د اوړو فابریکې هم ورسره فعالیږي.