• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

جمعیت علمای اسلام ګوند: د پاکستان بودیجه د «اې اېم ایف» د شرطونو پر بنسټ جوړه شوې

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۳۳ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند ویاند اسلم غوري وایي، چې وروستی بودیجه د عامو خلکو د اړتیاوو له مخې نه، بلکې د نړیوال وجهي صندوق (اې اېم ایف) د لارښوونو له مخې ترتیب شوې ده او دا به د هېواد اقتصادي وضعیت لا خراب کړي او د بې‌وزلۍ کچه به نوره هم لوړه کړي.

د دغه ګوند ویاند اسلم غوري په یوه بیان کې ویلي چې «بودیجه د الفاظو یوه ګډوډه لوبه ده» او دا د حکومت د هاغه تګلارې انعکاس دی چې له حقیقتونو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړې چې د حکومت اقتصادي پلان «هایبرډ او له واقعي شرایطو لرې» دی او په کې بزګرانو او کرنیز سکتور ته لازمې اسنتیاوې په نظر کې ندي نیول شوي.

د جمعیت علمای اسلام د څرګندونو له مخې، په نوي بودیجه کې به غریب قشر لا نور غریب شي او متوسطه طبقه به هم د اقتصادي فشار لاندې راشي. ګوند وایي چې د هېواد اقتصاد تر ډېره پر قرضو تکیه کوي، نه پر تولید او داخلي سرچینو.

اسلم غوري ویلي چې په بودیجه کې د انفلاسیون او عامو خلکو د اسانتیاوو ترمنځ لوی واټن موجود دی او تعلیم، روغتیا او د ژوند اساسي اړتیاوې له پامه غورځول شوي دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې چې د تنخوا لرونکو خلکو لپاره هم د لوړې بیې سره سم کافي امکانات په پام کې نه دي نیول شوي او د دې پالیسۍ په دوام به په هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري نوره هم زیاته شي.

د جمعیت علمای اسلام ددغه چارواکي په وینا، د سیاسي ثبات او امن پرته اقتصادي ثبات ناشونی دی او روان وضعیت به د هېواد ټول اقتصادي شاخصونه منفي اغېزمن کړي.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د پنجاب ایالت په دیره غازي خان کې د پولیسو پر پوسته موټربم برید شوی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۳۸ GMT+۱
د پاکستان د پنجاب ایالت په دیره غازي خان کې د پولیسو پر پوسته موټربم برید شوی
100%

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې پوستې موټربم برید شوی. سیمه ییزو چارواکو په پېښه کې د یو پولیس د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر ور کړی. د سیمې د پولیسو په وینا، چاودنه په تونسه شریف سیمه کې پر «جنگوی» پوستې شوې ده.

د پاکستان د پنجاب ایالت په ډېره غازي خان ولسوالۍ کې چارواکي وایي چې له چاودېدونکو ډک ډک یو موټر د پولیسو له یوې امنیتي پوستې سره ټکر کړی چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، دا پېښه د یکشنبې په ورځ په تونسه شریف سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې موټر د «جنگوی» په نوم د پولیسو له پوستې سره ولګېد.

د پولیسو د سرچینو په وینا، تر اوسه په دې پېښه کې د یوه پولیس د وژل کېدو او د دریو نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.

په دې چاودنه کې د پولیسو پوسته ویجاړه شوې ده. پولیس وایي چې دا یو ځانمرګی برید و چې موخه یې د پوستې اصلي دروازه وه.

په ورته وخت کې تحریک طالبان پاکستان د برید مسوولیت پرغاړه اخیستی دی.

د بلوڅ یووالي کمېټه: ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې اعتراضي پرلت پیل کړی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د بلوڅ یووالي کمېټه: ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې اعتراضي پرلت پیل کړی
100%

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (بلوڅ یووالي کمېټې) ویلي، چې د دې غورځنګ د مشرې ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو پر ضد په ثبت شویو قضیو کې رڼې او عادلانه څېړنې نه ترسره کېږي، نو له همدې امله ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې دننه اعتراضي پرلت پیل کړی دی.

د ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو مدافع وکیلانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د هغوی وکالت کوي او د ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو پر ضد یې په ټول بلوچستان کې ۵۱ قضیې ثبت شوې دي.

دوی وویل، که څه هم دا عادي قضیې دي، خو څېړنې یې د ترهګرۍ ضد محکمو کې ترسره کېږي. د دوی په وینا، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) چې د قضیو د اورېدنې لپاره زندان ته ورغلل، نو هلته د تورنو بندیانو د قضیو اورېدنه د هغوی له حضور پرته تنظیم شوې وه.

وکیلانو زیاته کړه، چې دا چاره له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د دوی په وینا، په پیل کې د دوی قضیې نه اورېدل کېدې، وروسته یې په زندان کې دننه د اورېدنو لړۍ پیل شوه، خو اوس هغه بهیر هم درول شوی دی؛ نه تورن کسان خپل وکیلان ویني، نه وکیلان قاضي ویني او ان تر دې چې هېڅوک له یو بل سره مخامخ اړیکه نه‌لري.

هغوی همداراز وویل، چې تورنو کسانو د یادې محکمې پر بهیر نیوکې کړي او د قاضي د بدلولو لپاره یې عریضې هم وړاندې کړي، خو د هغو عریضو ته هېڅ پام نه‌دی شوی.

د بلوڅ یووالي کمېټې استازو غوښتنه کړې، چې د ماه‌رنګ بلوچ او نورو پر ضد د ثبت شویو قضیو اورېدنې دې په رڼه، عادلانه او بې‌طرفه توګه ترسره شي.

شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱
شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار له غځولو او د امنیتي زیربناوو له پیاوړتیا دفاع وکړه. هغه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په ملي اسمبلۍ کې وويل، چې د پولې (کرښې) د ثبات لپاره شوي لګښتونه د پاکستان د اتباعو د ژوند خوندیتوب لپاره اړین دي.

شهباز شریف دا تابیاوې د ملي امنیت د تامین لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وبلله او ویې ویل، چې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د «ډیورنډ کرښې» پیاوړتیا اړینه ده. هغه څرګنده کړه، چې په دې اړه بېلابېل لیدلوري د درناوي وړ دي، خو حکومت مسوولیت لري چې امنیت تضمین کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي د څرګندونو په ځواب دي.

محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل، چې د ډیورند کرښه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو ترمنځ واټن رامنځته کوي او ټولنیزې او بشري پایلې لري.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره پر شاوخوا ۲ زره کیلومتره اوږده کرښه د کټارو، کمرو او نورو څارونکو زیربناوو لپاره میلیارډي لګښتونو ته په اشارې سره وویل، دا اقدامات د غیرقانوني تګ راتګ د کمولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره پلان شوي دي.

شهباز شریف زیاته کړه، که دا اقدامات، ان که د یوه وګړي په ځانګړې توګه د یوه ماشوم ژوند وژغوري، نو دا لګښتونه به د توجیه وړ وي.

د یادونې وړ ده، چې د ډیورند د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکي رسمي پوله نه‌ګڼي او په ځانګړې توګه د افغانستان هېڅ حکومت ډیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه‌ده منلې او یوازې یې «کرښه» بللې ده.

اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي
100%

اېمل ولي خان ويلي، که د خيبرپښتونخوا او مرکز حکومتونه د پښتونخوا د بودجې کمولو لپاره پر یوه مېز کېناستلی شي، نو بیا د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو او د سولې ټینګښت لپاره د ګډې تګلارې له جوړولو ولې ډډه کېږي؟ دا چلند روښانه کوي، چې دواړه حکومتونه د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو په اړه جدي نه‌دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر ايالتي او مرکزي حکومتونو په نیوکو سره ویلي: «ټول د واک او پښتونخوا د تباهۍ لپاره سره یو دي. هغه ولایتي سرچینې، مالي خپلواکي او حقونه چې د اتلسم اساسي قانون د تعدیل له لارې پیاوړي شوي وو، نن یو- یو مرکز ته سپارل کېږي».

هغه له خيبرپښتونخوا څخه مرکزي بودجې ته د برخې په پرې کولو هم نيوکه وکړه او ویې ويل: «۱۰۹ میلیارده کلدارې د داسې یوه ايالت له بودجې څخه کمې او مرکز ته ورکړل شوي چې لا دمخه د ترهګرۍ، ناامنيو او اقتصادي ستونزو ښکار ده. ویل کېږي چې دا پیسې به پر دفاعي لګښتونو مصرف شي. دا خو ټول پوهېږي چې د دې پرېکړې اصلي واک له چا سره دی؟ ولس اوس پر دې پوهېدلی چې پرېکړې چېرته کېږي او نومول شوي کرکټرونه د چا استازي دي».

نوموړي په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ايالتي حکومت ته په اشارې سره وويل: «هغه کسان چې ځانونه یې د مرکزي حکومت د مخالفت تر ټولو د لوړ بیرغوالو په توګه معرفي کول، نن د هغوی اعلی وزیر د ايالت سرچینې د مرکز غېږې ته واچولې».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کال لپاره کلنۍ بودجه وړاندې کړه او د دفاعي بودجې په برخه کې یې د تېر کال پرتله د ۱۷،۶ سلنې زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په ملي اسمبلۍ کې د بودجې وړاندې کولو پر مهال وویل، چې سږ کال د دفاعي بودجې لپاره ۳۰۰۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. په تېر مالي کال (۲۰۲۵-۲۰۲۶) کې د دفاعي بودجې په برخه کې د ۲۰،۲ سلنه زیاتوالي په راوستلو سره ۲۵۵۰ میلیارده روپۍ دغې برخې ته ځانګړې شوې وې، خو له بیا کتنې وروسته بیا دا اندازه ۲۵۹۵ میلیارده روپیو ته لوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان دفاعي بودجې ته له ايالتونو څخه برخه ورکړل شوې ده.

د کراچۍ پولیسو ادعا: ټي‌ټي‌پي ته د ډرون ټکنالوژۍ لېږدونکی مشکوک کس مو نیولی دی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
د کراچۍ پولیسو ادعا: ټي‌ټي‌پي ته د ډرون ټکنالوژۍ لېږدونکی مشکوک کس مو نیولی دی
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې (سي‌ټي‌ډي) ادعا کړې، چې له استخباراتي ادارې سره یې په ګډو عملیاتو کې یو مشکوک کس نيولی دی. د پوليسو په وینا، دغه کس به تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ته په ډرون بریدونو کې د کارولو لپاره د ډرون ټکنالوژي او نور مواد لېږل.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې (سي‌ټي‌ډي) د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې نیول شوی مشکوک کس د طلال عرف زید بلوڅ ورور دی او د دوی په وینا، طلال عرف زید بلوڅ د ټي‌ټي‌پي یو فعال غړی دی او دا مهال په افغانستان کې مېشت دی.

طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ډول څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

د کراچۍ ښار د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې همداراز ادعا کړې، چې دغه کس د عصري ډرون ټکنالوژۍ او د چاودېدونکو توکو د پېرلو او رسولو په برخه کې چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کېږي، مرکزي رول درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کس د خپل ورور په لارښوونه د ډرون موتورونه، پروپیلرونه، بیټرۍ، کنټرولر بورډونه او نور برېښنايي توکي پېرل چې په وینا یې، د لاسي بمونو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېدای شي.

د ترهګرۍ پر ضد پوليسو څرګنده کړې، چې له دغه نیول شوي کس څخه یې د موبايلونو او ډرون ترڅنګ یوه اندازه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د ډرون په وسیله بریدونه ډېر شوي او تر ډېره په‌کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.