• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خیبرپښتونخوا کې د سختو ورښتونو، توپان او تندر پرېوتو له امله ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۵۹ GMT+۱

د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو، توپان او تندر پرېوتو له امله لږترلږه ۷ کسان مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. ځایي چارواکي وایي، په مړو شویو کسانو کې ۲ ماشومان، ۴ نارینه او یوه ښځه شامله ده او په ټپیانو کې ۷ نارینه، ۱۲ ښځې او ۱۴ ماشومان شامل دي.

په دغه ایالت کې د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې په وینا؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بنو، شانګلې او مانسهرې په ګډون بېلابېلو ولسوالیو کې د کورونو د چتونو او دېوالونو د نړېدو پېښې رامنځته شوې، چې له امله یې د ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې د یاد ایالت په لوړو سیمو کې د واورو چټک ویلي کېدو له امله د ګلیشایي جهیلونو د چاودېدو او ناڅاپي سېلابونو ګواښ شته. د یادې ادارې په وینا؛ د چترال، دېر، سوات، کوهستان او مانسهرې ولسواليو ادارو ته د خطرناکو حالاتو د مخنیوي او د خلکو د ژر خبرولو لارښوونې شوې دي.

ځایي چارواکو له خلکو غوښتنه کړې، چې د سېندونو، خوړونو او سېلابي لارو څخه ځانونه لرې وساتي او د احتمالي ګواښ په حال کې د ځایي ادارو لارښوونې جدي ونیسي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي
۱
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۲
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۳
ستاسو روایت

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي: «د څښاک اوبو لپاره طالبان له خلکو پیسې اخلي»

۴

شاه محمود میاخېل: د امریکا د ولسمشر مرستیال د پاکستان د پوځ مشر له خپلې ښځې سره مقایسه کړی

۵
ځانګړی

سرچینې: اروپايي اتحادیې د طالبانو پنځه کسیز پلاوي ته د نـاستې لپاره درې سـاعتـه وخت ور کړی

•
•
•

نور کیسې

د بلوڅ یووالي کمېټه: ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې اعتراضي پرلت پیل کړی

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
د بلوڅ یووالي کمېټه: ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې اعتراضي پرلت پیل کړی
100%

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ (بلوڅ یووالي کمېټې) ویلي، چې د دې غورځنګ د مشرې ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو پر ضد په ثبت شویو قضیو کې رڼې او عادلانه څېړنې نه ترسره کېږي، نو له همدې امله ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو یې په زندان کې دننه اعتراضي پرلت پیل کړی دی.

د ماه‌رنګ بلوچ او د هغې د ملګرو مدافع وکیلانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له تېرو شاوخوا لسو میاشتو راهیسې د هغوی وکالت کوي او د ماه‌رنګ بلوچ او ملګرو پر ضد یې په ټول بلوچستان کې ۵۱ قضیې ثبت شوې دي.

دوی وویل، که څه هم دا عادي قضیې دي، خو څېړنې یې د ترهګرۍ ضد محکمو کې ترسره کېږي. د دوی په وینا، د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) چې د قضیو د اورېدنې لپاره زندان ته ورغلل، نو هلته د تورنو بندیانو د قضیو اورېدنه د هغوی له حضور پرته تنظیم شوې وه.

وکیلانو زیاته کړه، چې دا چاره له قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. د دوی په وینا، په پیل کې د دوی قضیې نه اورېدل کېدې، وروسته یې په زندان کې دننه د اورېدنو لړۍ پیل شوه، خو اوس هغه بهیر هم درول شوی دی؛ نه تورن کسان خپل وکیلان ویني، نه وکیلان قاضي ویني او ان تر دې چې هېڅوک له یو بل سره مخامخ اړیکه نه‌لري.

هغوی همداراز وویل، چې تورنو کسانو د یادې محکمې پر بهیر نیوکې کړي او د قاضي د بدلولو لپاره یې عریضې هم وړاندې کړي، خو د هغو عریضو ته هېڅ پام نه‌دی شوی.

د بلوڅ یووالي کمېټې استازو غوښتنه کړې، چې د ماه‌رنګ بلوچ او نورو پر ضد د ثبت شویو قضیو اورېدنې دې په رڼه، عادلانه او بې‌طرفه توګه ترسره شي.

شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱
شهباز شريف: د امنیت ټینګښت لپاره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار غځول اړين دي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډيورند پر کرښه د اغزن تار له غځولو او د امنیتي زیربناوو له پیاوړتیا دفاع وکړه. هغه د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په ملي اسمبلۍ کې وويل، چې د پولې (کرښې) د ثبات لپاره شوي لګښتونه د پاکستان د اتباعو د ژوند خوندیتوب لپاره اړین دي.

شهباز شریف دا تابیاوې د ملي امنیت د تامین لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ برخه وبلله او ویې ویل، چې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د «ډیورنډ کرښې» پیاوړتیا اړینه ده. هغه څرګنده کړه، چې په دې اړه بېلابېل لیدلوري د درناوي وړ دي، خو حکومت مسوولیت لري چې امنیت تضمین کړي.

د پاکستان د لومړي وزیر دغه څرګندونې د اپوزیسیون د مشر محمود خان اڅکزي د څرګندونو په ځواب دي.

محمود خان اڅکزي د ملي اسمبلۍ په غونډه کې وویل، چې د ډیورند کرښه د پولې دواړو غاړو ته د مېشتو پښتنو ترمنځ واټن رامنځته کوي او ټولنیزې او بشري پایلې لري.

د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره پر شاوخوا ۲ زره کیلومتره اوږده کرښه د کټارو، کمرو او نورو څارونکو زیربناوو لپاره میلیارډي لګښتونو ته په اشارې سره وویل، دا اقدامات د غیرقانوني تګ راتګ د کمولو او د امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره پلان شوي دي.

شهباز شریف زیاته کړه، که دا اقدامات، ان که د یوه وګړي په ځانګړې توګه د یوه ماشوم ژوند وژغوري، نو دا لګښتونه به د توجیه وړ وي.

د یادونې وړ ده، چې د ډیورند د کرښې دواړو غاړو اوسېدونکي رسمي پوله نه‌ګڼي او په ځانګړې توګه د افغانستان هېڅ حکومت ډیورند کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه‌ده منلې او یوازې یې «کرښه» بللې ده.

اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي
100%

اېمل ولي خان ويلي، که د خيبرپښتونخوا او مرکز حکومتونه د پښتونخوا د بودجې کمولو لپاره پر یوه مېز کېناستلی شي، نو بیا د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو او د سولې ټینګښت لپاره د ګډې تګلارې له جوړولو ولې ډډه کېږي؟ دا چلند روښانه کوي، چې دواړه حکومتونه د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو په اړه جدي نه‌دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر ايالتي او مرکزي حکومتونو په نیوکو سره ویلي: «ټول د واک او پښتونخوا د تباهۍ لپاره سره یو دي. هغه ولایتي سرچینې، مالي خپلواکي او حقونه چې د اتلسم اساسي قانون د تعدیل له لارې پیاوړي شوي وو، نن یو- یو مرکز ته سپارل کېږي».

هغه له خيبرپښتونخوا څخه مرکزي بودجې ته د برخې په پرې کولو هم نيوکه وکړه او ویې ويل: «۱۰۹ میلیارده کلدارې د داسې یوه ايالت له بودجې څخه کمې او مرکز ته ورکړل شوي چې لا دمخه د ترهګرۍ، ناامنيو او اقتصادي ستونزو ښکار ده. ویل کېږي چې دا پیسې به پر دفاعي لګښتونو مصرف شي. دا خو ټول پوهېږي چې د دې پرېکړې اصلي واک له چا سره دی؟ ولس اوس پر دې پوهېدلی چې پرېکړې چېرته کېږي او نومول شوي کرکټرونه د چا استازي دي».

نوموړي په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ايالتي حکومت ته په اشارې سره وويل: «هغه کسان چې ځانونه یې د مرکزي حکومت د مخالفت تر ټولو د لوړ بیرغوالو په توګه معرفي کول، نن د هغوی اعلی وزیر د ايالت سرچینې د مرکز غېږې ته واچولې».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کال لپاره کلنۍ بودجه وړاندې کړه او د دفاعي بودجې په برخه کې یې د تېر کال پرتله د ۱۷،۶ سلنې زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په ملي اسمبلۍ کې د بودجې وړاندې کولو پر مهال وویل، چې سږ کال د دفاعي بودجې لپاره ۳۰۰۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. په تېر مالي کال (۲۰۲۵-۲۰۲۶) کې د دفاعي بودجې په برخه کې د ۲۰،۲ سلنه زیاتوالي په راوستلو سره ۲۵۵۰ میلیارده روپۍ دغې برخې ته ځانګړې شوې وې، خو له بیا کتنې وروسته بیا دا اندازه ۲۵۹۵ میلیارده روپیو ته لوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان دفاعي بودجې ته له ايالتونو څخه برخه ورکړل شوې ده.

د کراچۍ پولیسو ادعا: ټي‌ټي‌پي ته د ډرون ټکنالوژۍ لېږدونکی مشکوک کس مو نیولی دی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۹:۲۲ GMT+۱
د کراچۍ پولیسو ادعا: ټي‌ټي‌پي ته د ډرون ټکنالوژۍ لېږدونکی مشکوک کس مو نیولی دی
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې (سي‌ټي‌ډي) ادعا کړې، چې له استخباراتي ادارې سره یې په ګډو عملیاتو کې یو مشکوک کس نيولی دی. د پوليسو په وینا، دغه کس به تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ته په ډرون بریدونو کې د کارولو لپاره د ډرون ټکنالوژي او نور مواد لېږل.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې (سي‌ټي‌ډي) د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې نیول شوی مشکوک کس د طلال عرف زید بلوڅ ورور دی او د دوی په وینا، طلال عرف زید بلوڅ د ټي‌ټي‌پي یو فعال غړی دی او دا مهال په افغانستان کې مېشت دی.

طالبانو په وار وار د پاکستان دغه ډول څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

د کراچۍ ښار د ترهګرۍ پر ضد د پوليسو څانګې همداراز ادعا کړې، چې دغه کس د عصري ډرون ټکنالوژۍ او د چاودېدونکو توکو د پېرلو او رسولو په برخه کې چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ترې کار اخیستل کېږي، مرکزي رول درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کس د خپل ورور په لارښوونه د ډرون موتورونه، پروپیلرونه، بیټرۍ، کنټرولر بورډونه او نور برېښنايي توکي پېرل چې په وینا یې، د لاسي بمونو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېدای شي.

د ترهګرۍ پر ضد پوليسو څرګنده کړې، چې له دغه نیول شوي کس څخه یې د موبايلونو او ډرون ترڅنګ یوه اندازه چاودېدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې د ډرون په وسیله بریدونه ډېر شوي او تر ډېره په‌کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ايمل ولي خان وايي ګوند یې د کشمیر له ولس سره ولاړ دی

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۱
ايمل ولي خان وايي ګوند یې د کشمیر له ولس سره ولاړ دی
100%

د عوامي نشنل ګوند مشر ايمل ولي خان ويلي، ګوند یې له کشميريانو سره ولاړ دی. هغه زیاته کړې، پښتانه او بلوڅ له وړاندې څخه «خاينان» ګرځول شوي او اوس کشميريانو ته «خاينان» ويل کيږي. هغه په طنزي ډول څرګنده کړه، چې یوازې پنجابیان د «وطن‌پالنې» بوج نه‌شي پورته کولی.

ايمل ولي خان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) په اسلام اباد کې له رسنیو سره خبرو کې وويل، «۷۰ کاله کشميريانو ته وروڼه وويل شول، پښتانه، بلوڅ او سينديان له وړاندې څخه خاينان ګرځول شوي» او نن کشميريان «خاينان» وګرځول شول.

هغه په طنز کې نیوکه وکړه او ويې ويل، «پر وطن پاله پنجاب دې دومره بوج وانه چول شي چې بيا یې اوچتولی نه‌شي» ځکه چې ټول «خاينان» وګرځول يوازې پنجاب وطن پاله پاتې شو.

ايمل ولي خان زیاته کړه، سبا داسې نه چې پر لاهور، فيصل اباد او پېنډۍ کې خاينان را ووځي، «نو زه بیا په ډاګه وايم، چې دا خاينان بيا د رياست نه، دا د نظام خاينان دي او له دې نظام څخه خاينتوب به په ګټه تمامیږي».

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د تېرو څو ورځو راهسې اعتراضي لاريونونه او پرلت دوام لري.

په کشمير کې ولسي ګډې کاري کمېټې ويلي، چې د خپلو حقونو لپاره یې لاريون پيل کړی او بيا د دغه لاريون پر مهال د تاوتريخوالي پېښې هم رامنځته شوې دي.

د جون پر ۷مه د کشمير په راولاکوټ کې د پوځي روغتون مخې ته د لاريون پر وخت، د پولیسو لخوا تایید شوې چې د قانون پلي کوونکو او لاریونوالو ترمنځ د نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۸ لاریونوال او څلور پولیس افسران وژل شوي او د ۲۳ نورو پولیسو او ۵۰ لاریونوالو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی وو.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون کشمير کې د ګډې ولسي کمېټې په ناقانونه ګرځولو اندېښنه وښوده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د کشمير حکومت ويلي، له لاريون والو سره خبرو ته تيار دی، خو پرلت لا هم دوام لري.

د بښنې نړیوال سازمان: په ازاد کشمیر کې د اعتراضونو ځپل د بشري حقونو د لا خرابېدو نښه ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د جون پر پنځمه د کشمير حکومت ګډه ولسي کاري کمېټه ناقانونه ګرځولې، د بشري حقونو ځايي او نړيوالو سازمانونو پرې اندېښنې څرګندې کړي دي.