دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۴مه ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي او په کابل کې د چین سفیر او د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت مسوولانو د طالبانو د کانونو وزارت د پالیسۍ او برنامو له مرستیال عبدالرحمن قانت سره په لیدنه کې د عینک مسو پروژې د چارو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي چې چینايي چارواکو د یادې پروژې د پرمختګونو، ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه هم معلومات شریک کړې دي، خو طالبانو د یادې پروژې پر وړاندې د خنډونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو ویلي چې عبدالرحمن قانت د عینک مسو پروژې د عملي کار پر ژر پیلېدا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د پروژې د بشپړ پیل پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نشته.
طالبانو ویلي چې قراردادي شرکت دې د یادې پروژې په اړه خپلو ژمنو ته رسیده ګي وکړي.
د لوګر د عینک د مسو پروژه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د چینايي شرکتونو د فعالیت په تمه ده. چینايي شرکت دغه قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۳،۴ میلیارده ډالرو په پانګونې ترلاسه کړی دی.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال د امنیتي ستونزو، له افغان حکومت سره د قراردادي د اختلافاتو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو د اندېښنو له امله د پروژې عملي چارې ځنډېدلې وې.
طالبانو تمه درلوده، چې د قرارداد چارې به زر پیل شي او عواید به یې ددوی پر بودجه مثبت اغیز پرېباسي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې چینايي ډیپلوماتانو او طالبانو ددې پروژې د پیل اعلان وکړ او د کان د استخراج لپاره ۲۰۲۶ کال هدف ټاکل شوی و، خو د چین له سفیر او د چینايي شرکتونو له رییسانو سره د طالبانو له پرله پسې ناستو ښکاري، چې دغه شرکت تراوسه هم د قرارداد د بشپړ عملي کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د روان کال د غويي پر ۱۶مه هم د چین له سفیر، د اېم سي سي ټي شرکت له عمومي رییس، د عینک مسو کان د قراردادي شرکت اېم جې اې ایم له رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د عینک مسو کان د کان کیندنې قرارداد د د ژمنو او مکلفیتونو د نه عملي کېدو او د پروژې د پرمختګ په اړه غږېدلی و.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ۱۴۰۴ کال په لیندي میاشت کې هم د عینک مسو پروژې له چینايي قراردادیانو سره په کتنه کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی و. د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال وویل، چې د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت د تړون لهمخې د ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی و.
اټکل کېږي چې د عینک مسو کان کې شاوخوا ۱۱،۵ میلیونه ټنه مس خوندي دي او کولی شي هر کال له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې عواید ولري. د قرارداد په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره نور عواید هم اټکل شوي، چې زرګونه مستقیم او لسګونه زره غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي.