طالبان وايي د ګرین ګارنټ ډبرې د پنجشېر ولایت د کانونو په نوملړ کې شاملې شوې

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د زمردو او بیروجو ترڅنګ اوس د ګرین ګارنټ ګران بیه ډبرې هم د دغه ولایت د استخراجېدونکو کانونو په نوملړ کې شاملې شوې دي.

په پنجشېر کې د طالبانو رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د زمردو او بیروجو ترڅنګ اوس د ګرین ګارنټ ګران بیه ډبرې هم د دغه ولایت د استخراجېدونکو کانونو په نوملړ کې شاملې شوې دي.
د یاد دفتر لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت په همکارۍ په پنجشېر ولایت کې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د بېلابېلو کانونو د استخراج بهیر د پام وړ پراخ شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ د زمردو، بیروجو او ګرین ګارنټ ترڅنګ ۱۵ نور ډولونه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې هم په دغه ولایت کې تثبیت شوې دي او د کېندنې چارې یې روانې دي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تر اوسه د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ د شوفې په سیمه کې د ګرین ګارنټ ډبرې لس سیمې د تخنیکي ډلو لهخوا تثبیت شوې او د کېندنې عملي چارې یې پیل شوې دي.
طالبان وايي، په دې وروستیو کې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لېوالتیا د کانونو استخراج ته زیاته شوې او د ګرین ګارنټ او بیروجو استخراج یې بېلګې دي. دوی همداراز ویلي، چې د دغه ډبرې استخراج او صادرات کولی شي د سیمهییز اقتصاد او د کانونو د سکټور په وده کې مهم رول ولوبوي.
ګرین ګارنټ په زرغون رنګ کې یوه ګران بیه ډبره ده، چې د ګاڼو او زېوراتو په جوړولو کې کارول کېږي. دغه ډبره د خپل روښانه زرغون رنګ، ځلا او دوام له امله په نړۍوالو بازارونو کې ارزښت لري.
په نړۍوالو بازارونو کې د ګرین ګارنټ د یوه قیراط بیه له ۵۰۰ تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې ښودل شوې ده. افغانستان په ځانګړي ډول شمالي او شمال ختیځې سیمې، د ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرو له بډایه زېرمو برخمنې دي او د ګرین ګارنټ په ګډون د بېلابېلو کاني ډبرو د کېندنې ظرفیت لري.