• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د وینې ورکولو نړیواله ورځ؛ خوست او کابل د داوطلبانه وینې ورکولو د کمپاین په سر کې دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د افغانستان د وینې بانک د غیر رسمي ډیجیټل شبکې وروستي ارقام ښيي چې خوست د ۲۹ ثبت شویو وینه ورکونکو په درلودلو سره لومړی ځای لري، وروسته کابل په۲۷، پکتیا په ۱۹، ننګرهار په۱۶ او پکتیکا په ۱۲ چمتو ډونرانو سره په درېیم، څلورم، پنځم او شپږم ځای کې دي.

د افغان وینې بانک په نوم داوطلبانه ډیجیټل سیستم، چې په انلاین ډول د وینې رضاکارانه فعالیت پرمخ وړي، هڅه کوي د وینې ورکونکو او ناروغانو ترمنځ فاصله راکمه کړي.

دا پلیټفارم ادعا کوي چې اوس مهال په ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۳ فعال ډونران ثبت شوي او تر اوسه یې د ۵۴ کسانو د ژوندپه ژغورلو کې مرسته کړې، په داسې حال کې چې ۱۶ ولایتونه لا هم د دې شبکې له مستقیم پوښښ څخه بهر دي.

د هرات، بلخ، کندهار په څېر نور ګڼ نفوسه ولایتونه هم په تېرو کلونو کې د وینې ورکولو په رضاکارانه کمپاین کې مخکښ پاتې شوي.

د وینې ډولونو په ویش کې هم نابرابري څرګنده ده. د عامو ډولونو لکه A+ او O+ هر یو شاوخوا ۴۲ ډونران لري، خو نادر ډولونه لکه AB- یوازې ۳ ډونران لري.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۶۷د وینې بانکونه لري چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي او په میاشتني ډول په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳۰ زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړېوېشل کېږي.

خو له دې سره سره، د وینې سیستم لا هم تر ډېره د کورنۍ د بدیل ډونرانو پر بنسټ ولاړ دی، چې شاوخوا ۵۶،۹ سلنه وینه له همدې لارې برابرېږي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي د یکشنبې په ورځ، د وینې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ادعا وکړه، چې افغانستان دا مهال د وینې د زېرمه کولو په برخه کې د ځان‌ بسیاینې پړاو ته نږدې شوی او یاد وزارت په تېر کال کې په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله کړې چې له دې څخه ۲۱۰ زره یونټه ناروغانو ته وېشل شوې ده.

د طالبانو د عامې روغتیا د سرچینو په وینا، دا مهال ۸۵ سلنه وینه په داوطلبانه ډول راټولېږي او د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د وینې په مرکزي بانک او د ولایتونو د وینې په بانکونو کې د ۶۹۹ زره او ۳۰۴ کسانو د وینې ګروپونه هم تثبیت شوي دي.

یاد وزارت په جغرافیايي لحاظ د رضاکارانه وینې ورکولو سیمې نه دي مشخصې کړې او نه یې هم د فعالو وینه ورکوونکو شمېر په ډاګه کړی دی.

د افغانستان د وینې ورکولو د وضعیت په اړه نړیوالو روغتیايي او اکادمیکو سرچینو تایید کړې چې په هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره منظم ثبت شوي وینه ورکوونکي دي. د روغتیا نړیوال سازمان او اکادمیکې څېړنې ښيي چې له دې ډلې نږدې ۹۶ سلنه نارینه دي او یوازې یوه کوچنۍ برخه ښځې دي.

دا شمېر د افغانستان د وینې د رسمي سیسټم د محدود ظرفیت ښکارندوی دی، په داسې حال کې چې د نفوس او طبي اړتیاوو په پرتله دا شمېر لا هم کم ګڼل کېږي.

په هېواد کې د تلسیمیا ناروغان هم د وینې پر سیستم سخت فشار واردوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ زره ناروغان ثبت دي چې له دې ډلې نږدې ۵ زره او ۹۰۰ماشومان دي او دوامداره وینې ته اړتیا لري. خو د سیستم په عملي برخه کې ستونزې لا هم جدي دي.

په کابل او نورو ښارونو کې خلک وایي چې د وینې ترلاسه کول اکثره د رسمي میکانیزم پر ځای د ټولنیزو رسنیو، شخصي اړیکو او واټساپ ګروپونو له لارې ترسره کېږي. ځینې ناروغان حتا اړ وي چې خپله وینه ورکوونکي ومومي.

عبدالرحیم، چې دوه ماشومان یې په تلسیمیا اخته دي، هره درېیمه میاشت د خپلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره وینه لټوي. هغه د رسمي روغتیايي سیستم پرځای وینه د ملګرو او ټولنیزو رسنیو له لارې پیدا کوي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « ماته مسوولان وایي چې لومړی باید خپله داوطلب وینه ورکوونکی ومومم، ځکه د وینې بانک یوازې هغه وخت وینه ور کوي چې د ناروغ لپاره بل ډونر پیدا نه شي، یا حالت شدید اضطراري وي».

خو ځینې وخت نادره وینې په سختۍ پیدا کیږي او په دې صورت کې یوازې د وینې بانک مرسته کولی شي.

ډاکټران وایي چې د نادره وینې ډولونو کمښت، د زېرمه کولو محدود امکانات او د مدیریت کمزوری سیستم د دې لامل شوی چې د وینې بانکونه په بېړنیو حالاتو کې تل اغیزناک ځواب ونه لري.

د افغان وینې بانک په څېر ډیجیټل پلیټفارمونه هڅه کوي دا تشه ډکه کړي، خو متخصصین ټینګار کوي چې یوازې ټکنالوژي او انلاین هڅې کافي نه دي. د هغوی په وینا، تر ټولو مهمه اړتیا د داوطلبانه وینې ورکولو فرهنګ پراخول، رسمي ملي ډیټابېس جوړول او د روغتونونو ترمنځ اغیزناکه همغږي ده.

ترویج لرونکی

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ
۱

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

مولانا عبدالصبور طالبانو ته: دین سم مطالعه کړئ، شخصي مزاج د حلال او حرام معیار مه ګرځوئ

•
•
•

نور کیسې

په تېرو ۲ میاشتو کې له دریو هېوادونو څه باندې ۴۹۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۱:۳۳ GMT+۱
 په تېرو ۲ میاشتو کې له دریو هېوادونو څه باندې ۴۹۵ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي
100%

د طالبانو د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ۴۹۵ زره او ۳۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي. طالبانو ویلي، په دې موده کې تر ټولو ډېر کډوال له پاکستان نه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې له دغه شمېر کډوالو څخه ۲۸۹ زره او ۲۲۸ تنه له پاکستان، ۱۹۹ زره او ۲۱۳ تنه له ایران او ۳۰۳۶ تنه له ترکیې څخه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند ویلي، چې په همدې موده کې ۳۹۲۱ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.

طالبانو ویلي، چې له ټولو راستنو شویو کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لوړه کچه پکې ثبت شوې او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲،۹ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي، ډېری بېرته ستنېدونکي افغانان د بې کارۍ، ناامنۍ او بسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون له سختو ستونزو سره مخ دي.

تر لاریونونو وروسته؛ د هرات شیعه عالمان وايي حجاب اسلامي وجیبه ده او باید رعایت شي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
 تر لاریونونو وروسته؛ د هرات شیعه عالمان وايي حجاب اسلامي وجیبه ده او باید رعایت شي
100%

د هرات د جبریل سیمې دیني عالمانو او قومي مشرانو د حجاب په ملاتړ او په دې سیمه کې د شوي لاریون د وضاحت په اړه په یوه رسنیز کنفرانس کې د حجاب پر پلي کېدو ټینګار کړی او پر ځوانانو یې غږ کړی چې د ستونزو د حل لپاره دې د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره کړي.

په هرات کې د طالبانو له لوري د حجاب په پلمه د ګڼو ښځو د نیولو په غبرګون کې د هرات د اوسېدونکو تر لاریونونو وروسته، نن د یکشنبې په ورځ په جبریل سیمه کې شیعه دیني عالمانو او قومي مشرانو د حجاب په ملاتړ او د لاریون په تړاو رسنیز کنفرانس ورکړی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یاد کنفرانس په اړه راپور کې ویلي، چې یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو ټینګار کړی چې حجاب یو اسلامي امر دی او ټولنه کې یې رعایتول اړین دي.

دیني عالم محمد مطهري ویلي:« اسلام د انسانانو د عزت او کرامت د ساتلو غوښتونکی دی او د دې کرامت د خوندیتوب یو له اصلي عواملو څخه د حجاب رعایتول دي.»

نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي احکامو پلي کول په ټولنه کې د اخلاقي امنیت د ټینګښت لامل ګرځي.

د محمد اکبري په نوم یوه دیني عالم خبرداری ورکړی چې په کور دننه او بهر ځینې کړۍ هڅه کوي د حجاب له موضوع څخه په ګټې اخیستنې د شیعه مېشتو سیمو پر ضد توطیې جوړې کړي.

محمد اکبري له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې له پوره هوښیارۍ کار واخلي او د ناوړه ګټه اخیستونکو په دام کې ښکیل نه شي.

د هرات د جبریل سیمې دغو مشرانو او عالمانو همداراز پر ځوانانو غږ کړی چې د ستونزو د هوارولو او د حل لارې موندلو لپاره تل د خبرو اترو او تفاهم لاره خپله کړي. یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو د جبریل د المهدي ښارګوټي د وروستۍ پېښې په اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دغه وضاحت او رسنیز کنفرانس داسې مهال دی، چې د خلکو په وینا، طالبانو د هرات له لاریون وروسته خبریالان ګواښلي او دیني عالمان او قومي مخور یې اړ اېستي، چې ددوی د حجاب د پالیسۍ ملاتړ وکړي.

طالبانو په کابل او خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان نیولي دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱
طالبانو په کابل او خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان نیولي دي
100%

په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې ځواکونو یې د کابل ښار په ۱۳مه حوزه کې د غلو یوه اته کسیزه ډله نیولې ده. بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د ۱۴زره نشه‌یي ګولیو د لېږد په تړاو یې په خوست کې یو کس نیولی دی.

په کابل کې د طالبانو د ۱۳مې امنیتي حوزې امر شمس‌الله حماد ویلي، د نیول شویو کسانو په ډله کې شپږ نارینه او دوه ښځې شاملې دي چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې غلاوې کولې.

په کابل کې بیا د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي، چې نیول شوي کسان د درملتونونو او کورونو په غلاوو تورن دي. د طالبانو په وینا؛ دغه کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د نورو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

همداراز، له دوی څخه غلا شوي سره زر او نور ګران بیه توکي هم ترلاسه شوي دي. د حماد په خبره؛ یادې ډلې به وسلې او غلا شوي توکي په ښځو بل ځای ته لېږدول. بلخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند یې یو کس د ۱۴زره نشه‌یي ګولیو د لېږد په تور نیولی دی.

ایران افغانستان ته د خرمشهر بندر له لارې د اوبلن ګاز صادرات پیل کړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۸ GMT+۱
ایران افغانستان ته د خرمشهر بندر له لارې د اوبلن ګاز صادرات پیل کړي
100%

د ایران د خرمشهر بندر او سمندري چارو رییس علي عسکري افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز د صادراتو د پیل خبر ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې دغه اقدام د صادراتي لارو د پراختیا او د ایران په لوژستیکي شبکه کې د خرمشهر بندر د رول پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

مهر خبري اژانس د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) راپور ورکړی، چې د خرمشهر بندر او سمندري چارو عمومي رییس ویلي افغانستان او پاکستان ته د ګډ ترانسپورټي سیستم له لارې د اوبلن ګاز (LPG) د صادراتو لومړنی پړاو په بریالیتوب سره ترسره شوی دی.

ګډ ترانسپورټي سیستم هغه ډول لېږد رالېږد دی، چې په‌کې د یوه واحد قرارداد له مخې له څو بېلابېلو ترانسپورټي وسایطو لکه بېړۍ، اورګاډي او لارۍ څخه په یوه وخت ګټه اخیستل کېږي.

له پاکستان سره د لارو تر تړل کېدو وروسته طالبانو هڅه کړې، چې له ایران نه واردات زیات کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو اندازه شاوخوا څلور مېلیارد ډالره اټکل شوې.

تر ډېره له ایران نه پتروشیمي محصولات، اوبلن ګاز، تېل، خوراکي توکي، ودانیز توکي او مصرفي توکي صادرېږي.

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۸ GMT+۱
د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده
100%

د امریکا د استازو جرګې غړې نانسي مېس په تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې لپاره هر ډول هڅه «خطرناکه» ده. هغې د «ترهګرو دولتونو د رسمیت پېژندنې د مخنیوي» طرحې ته په اشارې وویل، چې طالبان باید هېڅکله د امریکا له‌خوا په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

د امریکا د استازو جرګې دغې جمهوري غوښتونکې غړې، د ۱۴۰۳ کال د زمري په ۵مه د لومړي ځل لپاره کانګرس ته د «ترهګرو دولتونو د رسمیت پېژندنې د مخنیوي» په نوم یوه لایحه وړاندې کړې وه. دا لایحه د تصویب په صورت کې د امریکا له‌خوا د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخه نیولی شي.

د امریکا د کانګرس غړې د تروریستي سازمان په توګه د طالبانو د پېژندلو لپاره طرحه وړاندې کړه | افغانستان انټرنشنل پښتو

نانسي مېس د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) په خپلې اېکس‌پاڼه یو ځل بیا دغې طرحې ته په اشارې ویلي، چې د دې طرحې پر بنسټ به طالبان له «ترهګرۍ د ملاتړي دولت» په توګه ډلبندي شي.

هغې زیاته کړې، چې د دې لایحې له‌مخې به د امریکا فدرالي ادارې د طالبانو له رسمیت پېژندلو څخه منع شي.

نوموړې په خپلې ایکس پاڼې لیکلي: «دا لایحه یوه روښانه سره کرښه وباسي او په ښکاره توګه اعلانوي، چې طالبان به هېڅکله، نه اوس او نه په راتلونکي کې، د امریکا له‌خوا د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت ونه‌پېژندل شي».

نانسي مېس د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ په میاشت کې د دویم ځل لپاره دا لایحه کانګرس ته وړاندې کړې وه.

د امریکا د قوانینو پر بنسټ، که د کانګرس د دوه کلنې دورې تر پایه یوه لایحه د دواړو جرګو له‌خوا تصویب نه‌شي، نو په اتوماتیک ډول باطلیږي.

امریکا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی. که څه هم د دغه هېواد د فدرالي څېړنو اداره یا اېف‌بي‌ای ترهګري د افرادو یا ډلو له‌خوا د تاوتریخوالي او جرمي اعمالو په توګه تعریفوي، خو طالبان لا هم یوه «بلواګره» ډله ګڼي، نه یوه «ترهګره» ډله.