افغان لوبغاړو د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالو کې د برونزو مډالونه وګټل

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست خبر ورکړی، چې د کورش د ۱۵م پړاو په اسیایي سیالیو کې افغان لوبغاړو دوه د برونزو مډالونه ګټلي دي.
د یاد ریاست په وینا؛ معراجالدین چکمار د ۶۶ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې هندي سیال ته ماتې ورکړه؛ خو له تاجک سیال څخه یې ماتې وخوړه او د برونزو مډال یې وګاټه. همدارنګه ذبیحالله احساني د ۸۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه؛ خو له ازبک سیال یې ماتې وخوړه او هغه هم د برونزو مډال ګټونکی شو.
ټاکل شوې ده، چې نن یکشنبه ظاهر سروري د ۱۰۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې او عبدالمنان سادات د ۹۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.
