د دې غونډې ګډونوالو د یوه پرېکړه لیک په لوستلو سره وویل، چې طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې ښځې له زدهکړو، کار او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې کړې دي. دوی په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې سرغړونې او جنسیتي اپارتاید وغندل او د بیان د ازادۍ پر ځپلو، د منتقدینو پر نیولو او شکنجه کولو هم نیوکې وکړې.
یوې لاریونوالې وویل: «طالبان له بشري حقونو سرغړونې کړي، ښځې یې شکنجه کړي، زنداني کړي یې دي، جبري نکاحګانې یې ورسره کړي او اروپا باید دغه جنایتکاران دلته راونهغواړي».
په مادرید کې معترضو افغانانو د هرات له خلکو سره د پیوستون په ښودلو سره، د طالبانو له خوا د سولهییزو لاریونونو ځپل او د ملکي وګړو وژل او ټپي کول په کلکه وغندل. هغوی دا ډول اقدامات د ولس له ارادې څخه د طالبانو د وېرې نښه وبلله.
په دغه پرېکړه لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د هسپانیې له حکومت او د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو غوښتل شوي، چې د افغان ښځو د ازادۍ غوښتنې د مبارزې ملاتړ وکړي.
طالبانو د تېرې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۶مه) د حجاب په پلمه په هرات کې د ښځو نیول پیل کړل، چې وروسته د هرات یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د یادو اقداماتو په غبرګون کې لاریون وکړ، خو طالبانو د لاریون د مخنیوي لپاره پر لاریون کوونکو مخامخ ډزې وکړې.
د مادرید لاریونوالو ټینګار وکړ، چې جنسیتي اپارتاید باید د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي او پر طالبانو دې سیاسي او حقوقي فشارونه زیات شي، څو هغوی ته له سیاسي مشروعیت ورکولو څخه مخنیوی وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول په بې مخینې توګه دوام لري.
د راپورونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د ښځو د حقونو د نقض ۴۱۱ قضیې ثبت شوې دي او په تېرو شپږو میاشتو کې لږ تر لږه ۶۶۲ کسان د طالبانو له خوا د دُرو په وهلو محکوم شوي دي.