• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

د روغتیا نړۍوال سازمان: د وینې بسپنې په برخه کې پرمختګ شوی، خو لاهم جدي تشې شته

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د وینې د خوندیتوب او بسپنې په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی؛ خو لاهم په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې د وینې کمښت او د روغتیايي سیستمونو نیمګړتیاوې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

راپور چې د نړۍ د ۱۶۸ هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوی او د نړۍوال نفوس ۹۷ سلنه استازیتوب کوي ښيي، اوس‌مهال په نړۍ کې تر ۸۵ سلنې زیاتې د وینې بسپنې د رضاکارو او بې‌معاوضې بسپنه ورکوونکو له لوري ترسره کېږي چې د وینې ترټولو خوندي او دوامدارې سرچینې ګڼل کېږي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د درملو او روغتیايي محصولاتو د پالیسۍ او معیارونو مشر دیوسدېت موبانګیزي ویلي، چې د خوندي وینې او د وینې محصولاتو ته لاسرسی د پیاوړو روغتیايي سیستمونو بنسټیزه برخه ده او د عامې روغتیا د پراخ پوښښ لپاره مهم ارزښت لري.
د راپور له مخې؛ که څه هم ګڼو هېوادونو د وینې ملي سیستمونه پیاوړي کړي او خوندي انتقالاتو ته یې لاسرسی زیات کړی؛ خو د بودجې کمښت، کمزورې ادارې او ناکافي مالي ملاتړ لاهم په ډېرو هېوادونو کې د وینې خدمات محدودوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې خوندي وینه د زېږون پرمهال د سختې وینې بهېدنې، بېړنیو عملیاتو، د سرطان درملنې، سختو ناروغیو او د وینې له سخت کمښت سره د مخ ناروغانو لپاره حیاتي ارزښت لري.
راپور خبرداری ورکوي، په هغه سیمو کې چې خوندي وینه نه‌شته، ناروغان د هغو ناروغیو او ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي چې د درملنې وړ دي. دغه راپور (د جون په ۱۴مې) د وینې د رضاکارو بسپنه ورکوونکو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شوی. سږکال د دغه ورځې شعار «د انسانیت یو څاڅکی؛ وینه ورکړئ، ژوند وژغورئ» ټاکل شوی دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې
۱

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۲

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

۳

د نارینه‌وو ملاتړ؛ عاطفي وابستګي که ټولنیزه اړتیا؟

۴

د ازادۍ جبهه: د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان زموږ د بریدونو مشروع هدفونه دي

۵

له کابل نه تر اروپا؛ د افغانستان د بایسکل ځغلونې ښځینه لوبغاړو د تېښتې پټه کیسه

•
•
•

نور کیسې

لوړپوړی امریکايي چارواکی: له تهران سره یوې پیاوړې هوکړې ته رسېدلي یوو

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۳۵ GMT+۱
لوړپوړی امریکايي چارواکی: له تهران سره یوې پیاوړې هوکړې ته رسېدلي یوو
100%

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، واشنگټن په دې باور دی چې له ایران سره یوې «پیاوړې» هوکړې ته رسېدلی دی. په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم ویلي چې په راتلونکو ورځو کې د تهران او واشنگټن ترمنځ د هوکړې د وروستۍ کېدو احتمال ډېر دی.

دغه امریکایي چارواکي د شنبې په ورځ رویټرز ته ویلي، د دې هوکړې له نهایي کېدو او لاسلیک وروسته به امریکا د هرمز تنګي د ماین‌پاکۍ په عملیاتو کې برخه واخلي. یاد چارواکي د هوکړې د موادو یا د هغې د نهایي کېدو د دقیق وخت په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د واشنگټن سره د تفاهم‌لیک د نهایي کولو لپاره جنیوا یا اسلام‌اباد ته د ایران د مذاکراتي پلاوي د احتمالي سفر د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د لاسلیک د دقیق وخت په اړه باید په تمه پاتې شو.» همدارنګه بقايي ټینګار وکړ چې په راتلونکو یوې یا دوو ورځو کې جنیوا یا کوم بل ځای ته د سفر کولو هیڅ برنامه شتون نه لري.

تر دې وړاندې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم پر اېکس پاڼه لیکلي وو، تهران او واشنگټن له بل هر وخت څخه د سولې یوې هوکړې ته نږدې شوي او ښايي چې دا هوکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهایي شي. هغه دغه راز اعلان وکړ چې پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د دغه تفاهم‌لیک له نهایي کېدو سمدستي وروسته، د هغې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی لري.

ټرمپ د جي‌۷ غونډې پر مهال د منځني ختیځ له مشرانو سره ګوري

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۴۲ GMT+۱
ټرمپ د جي‌۷ غونډې پر مهال د منځني ختیځ له مشرانو سره ګوري
100%

د امریکا د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي چې ډونالډ ټرمپ به راتلونکې اونۍ په فرانسه کې د جي‌۷ سرمشریزې پر مهال د منځني ختیځ له یو شمېر مشرانو سره وګوري.

رویټرز اژانس د امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې ټرمپ به په جلا جلا توګه د مصر، قطر، متحده عربي اماراتو، فرانسې او هند له مشرانو لېدنې وکړي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي، ټرمپ به د سرمشریزې پرمهال له مشرانو سره د اقتصادي ودې او پراختیا، د اکمالاتي ځنځیرونو پياوړتیا، ناقانونه کډوالۍ او مصنوعي ځیرکتیا په اړه خبرې وکړي.

د امریکايي چارواکو په خبره، ښايي ډونالډ ټرمپ د سرمشریزې په څنډه کې د اوکراین له ولسمشر ولاديمیر زېلېنسکي سره هم وګوري.

د پاکستان لومړی وزیر: تهران او واشنګټن د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
د پاکستان لومړی وزیر: تهران او واشنګټن د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې تهران او واشنګټن تر بل هر وخت د سولې هوکړې ته نږدې شوي دي او ښايي دا هوکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې وروستۍ شي.

شهباز شریف ویلي، پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د هوکړې د برېښنایي لاسلیک لپاره، د هغې له وروستي کېدو سره سم، چمتووالی نیسي.

تردې وړاندې، یوه جګپوړي امریکایي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د امریکا او د ایران مذاکره کوونکي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د هوکړې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي او ښايي لري دا هوکړه په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي.

د دغه چارواکي په وینا، په دې هوکړه کې د اټومي وسلو نه جوړولو یا هغو ته د نه لاسرسي په اړه د ایران ژمنه، د هرمز تنګي پرانېستل او د امریکا د محدودیتونو لغوه کول شامل دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول به یوازې د ټاکل شویو شرایطو په وړاندې د تهران د غاړه اېښودلو د کچې له مخې ترسره شي.

په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دې اړه وویل: «ښايي په څو راتلونکو ورځو کې به زموږ او امریکا ترمنځ تفاهم‌لیک لاسلیک شي.»

هغه زیاته کړې چې د تفاهم‌لیک لاسلیکول، د خبرو اترو له وروستیو پړاوونو څخه تر تېرېدو وروسته، په ډیجیټلي بڼه او له لیرې لارې ترسره کېږي.

ټرمپ: امریکایي ځواکونو په وینزویلا کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر وژلی

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۴۲ GMT+۱
ټرمپ: امریکایي ځواکونو په وینزویلا کې د یوې جنایتکارې ډلې مشر وژلی
100%

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو په وینزویلا کې د یوې مشهورې جنایتکارې ډلې مشر هکټور روستنفورډ کېرو فلورېس وژلی دی.

ټرمپ پر خپل ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د ټرېن ډي اراګوا جرمي ډلې مشر روستنفورډ ګېرېرو فلورېس په وینزویلا کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال وژل شوی دی.

ټرمپ وايي:«زما په لارښوونه، د امریکا سویلي قوماندانۍ یو چټک او مرګونی برید ترسره کړ او په بریاللیتوب سه یې نینو ګېرېرو، د ټرېن ډي اراګوا بدنام مشر له منځه یووړ. دا ډله د نړۍ تر ټولو خونړیو ترهګرو سازمانونو څخه ده».

په ورته مهال د وینزویلا د اطلاعاتو وزارت ویلي چې د عملیاتو پر مهال له جنايي ډلو سره نښتې شوې او د دغې ډلې مشر ګېرېرو پکې له منځه وړل شوی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له‌مخې، په عملیاتو کې د ځانګړي ټکنالوژۍ څخه استفاده شوې او دا چاره د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د همکارۍ او استخباراتي معلوماتو د شریکولو له لارې تسره شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ټرېن ډي اراګوا ډله د یوه بهرني ترهګر سازمان په توګه اعلان کړې وه.ر

امریکايي او ایراني چارواکي: هوکړه لیک به په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۱ GMT+۱
امریکايي او ایراني چارواکي: هوکړه لیک به په راتلونکو ورځو کې لاسلیک شي
100%

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د امریکا او ایران مرکچیان جګړې ته د پای ټکي اېښودلو لپاره د هوکړې وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي او ښايي د واشنګټن او تهران تر منځ هوکړه لیک په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي.

د دغه امریکايي چارواکي په وینا، په دې هوکړه کې د اتومي وسلو نه‌جوړولو یا هغو ته د نه‌لاسرسي په اړه د ایران ژمنه، د هُرمز تنګي بېرته پرانېستل او د امریکا د بندیزونو لرې کول شامل دي.

دغه امریکايي چارواکي زیاته کړې، چې دا هوکړه به د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو اجازه یوازې پر ټاکل شویو شرایطو د دغه هېواد د مشرانو د عمل کولو د کچې پر بنسټ ورکړي. هغه وویل: «که موږ وګورو چې هغوی پر خپلو ژمنو عمل کوي، دا به د ایران لپاره خورا ښه وي او که عمل ونه‌کړي، له دې هوکړې څخه به هېڅ هم ترلاسه نه‌کړي».

د دغه چارواکي په وینا، ایران د هوکړې د مسودې په اړه جلا لیدلوری وړاندې کړی او په اتومي مسئله او د هُرمز تنګي د کنټرول په برخه کې یې لږ امتیازات ورکړي دي.

دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې دغه هوکړه‌لیک ښايي په راتلونکو ورځو کې په اروپا کې لاسلیک شي، خو لا هم د هغه د دقیق ځای په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې. له لاسلیک وروسته به د جزییاتو په اړه د تخنیکي خبرو لپاره یوه ۶۰ ورځنۍ دوره پیل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې اونۍ د جي۷ ډلې په سرمشریزه کې د ګډون لپاره فرانسې ته سفر کوي.

دغه امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه‌خپرېدو په شرط رویټرز ته ویلي: «مذاکره کوونکې ډلې، موږ په خورا ښه دریځ کې درولي یو، خو لا هم د پای کرښې ته نه یو رسېدلي، که څه هم ډېر نږدې یو».

دغه چارواکي ویلي، چې د هوکړې مادې د ټرمپ اصلي موخې ترلاسه کوي او وروستۍ پایله به «په خورا ښه حالت کې» راولي.

د دې هوکړې پر بنسټ، د ایران اتومي پروګرام به له منځه یووړل شي او د دغه هېواد په لوړه کچه غني شوي یورانیم به ځای پر ځای له منځه یووړل شي او بیا به له هېواده بهر شي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ هم ویلي وو، چې ښايي امریکا او ایران ډېر ژر د سولې یوه هوکړه لاسلیک کړي، چې په پایله کې به یې د هُرمز تنګی بېرته پرانېستل شي.

داسې پتیېل کېږي، چې ایران به شاوخوا ۹۰۰ پونډه په لوړه کچه غني شوي یورانیم ولري.

دغه چارواکي زیاته کړې، چې د ایران د ژمنتیا په صورت کې، دا هېواد به له اقتصادي فشارونو خلاص او د شتمنیو د ازادولو او بندیزونو د کمولو په څېر ګټې ترلاسه کړي. هغه ټینګار وکړ: «ایران د هوکړې د لاسلیکولو پر مهال یا د خبرو اترو په بهیر کې به څه ترلاسه نه‌کړي. هغوی ته اقتصادي انعام هغه وخت ورکول کېږي چې خپلې ژمنې پوره کړي».

نوموړي دا هم وویل، چې د ایران د اتومي موادو د بېرته ترلاسه کولو اړوند تخنیکي جزییات، د هغو غني شویو یورانیمو په ګډون چې په تېر یوه کال کې د امریکا او اسراییل د ګډ برید هدف وو، وخت ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «دا مواد خورا خطرناک او بې‌ثباته دي. موږ به هلته په ابتدايي تجهیزاتو سره هغه راټول نه‌کړو. تخنیکي جزییات باید په راتلونکو خبرو کې روښانه شي».

دغه چارواکي په ټينګار سره ویلي، چې د اتومي پروګرام له‌منځه وړل، د اتومي تاسیساتو تعطیل کول او د هوکړې بشپړ پلي کول، دا ټول به په راتلونکو تخنیکي خبرو کې وڅېړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم له امریکا سره د هوکړې په اړه وویل: «احتمالاً په راتلونکو څو ورځو کې به زموږ او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک شي». هغه زیاته کړه: «د تفاهم د یادښت لاسلیک د مذاکراتو د وروستیو پړاوونو له تېرېدو وروسته په ډیجیټلي او له لرې لارې ترسره کېږي چې اعلان به شي».

له دې سره سم، د ایران د رهبر مجتبی خامنه‌يي پوځي سلاکار محسن رضايي ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د کنګل شویو ۲۴ میلیارده ډالرو شتمنیو ازادول منلي، خو دا موضوع په ډاګه نه‌اعلانوي.