اندېشه په ایکس خواله رسنۍ لیکلي، داسې مهال چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت د تمدید په اړه بحث ته چمتووالی نیسي، دا د افغانستان لپاره یوه ټاکونکې شېبه ده.
هغه استدلال کړی چې د «طالباني سولې» یا «پکس طالبانیکا» تصور د افغانستان تر شا یو ناورین پټ کړی دی. د نوموړي په وینا، افغانستان اوس د یوې «عملا قومي افراطي واکمنۍ» تر کنټرول لاندې دی، د نړیوالو ترهګرو ډلو لپاره خوندي پناهځای پراخ شوی، عصري دولتي بنسټونه کمزوري شوي او ښځې او نجونې په سیستماتیک ډول له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه ایستل شوې دي.
اندېشه د یوناما پر سیاسي برخې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه ماموریت «له ډېرې مودې راهیسې حضور له هدف سره ګډ کړی» او په کابل کې د پاتې کېدو لپاره یې له اخلاقي پلوه د منلو نه وړ امتیازونه ورکړي دي.
هغه زیاته کړې: «له ۲۰۲۵ کال د سپټمبر راهیسې د سرمنشي د ځانګړي استازي څوکۍ تشه پاتې ده او ماموریت هم له سختو محدودیتونو سره مخ دی، نو اوسنی وضعیت یوه ناکامه تګلاره ده.»
د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د هغو اندېښنو په ردولو سره چې ګواکې د طالبانو مخالفې ډلې منسجم دریځ نه لري، ویلي چې اوس د مخالفو او ډیموکراتیکو جریانونو ترمنځ د درېیو اساسي محورونو پر بنسټ یو ګډ دریځ رامنځته شوی دی.
د هغه په خبره، دغه محورونه «د خلکو د حاکمیت او اساسي قانون پر بنسټ د نظام بېرته راګرځول، د بشري حقونو د حسابورکونې ټینګښت او د یوه بېطرفه او خپلواک افغانستان جوړول» دي.
اندېشه له امنیت شورا غوښتي چې د یوناما په نوي ماموریت کې بدلون راولي او د یوه ټولشموله اساسي قانوني او سیاسي ډیالوګ د رامنځته کولو زمینه برابره کړي. هغه ټینګار کړی چې شورا باید د طالبانو تر څنګ له ډیموکراتیکو مخالفو ځواکونو او مدني ټولنې سره هم مستقیم تعامل وکړي.
هغه خبرداری ورکړی چې که نړیواله ټولنه پر اوسني مسیر دوام وکړي، نو افغانستان به د لا پراخ او مخنیوي وړ کړکېچ پر لور ولاړ شي.
د اندېشه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نږدې ورځو کې د یوناما د ماموریت د راتلونکي او د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د رول په اړه بحث وکړي.