په خوست کې یوې خصوصي راډیو خپل نشرات پیل کړل

په خوست ولایت کې د «ساه» په نامه یوې خصوصي راډیو په رسمي ډول خپلې خپرونې پیل کړې دي. د دغې راډیو مسوولینو ویلي ، چې د سهار له ۷ بجو څخه تر غرمې ۱۲ بجو پورې به نشرات ولري.

په خوست ولایت کې د «ساه» په نامه یوې خصوصي راډیو په رسمي ډول خپلې خپرونې پیل کړې دي. د دغې راډیو مسوولینو ویلي ، چې د سهار له ۷ بجو څخه تر غرمې ۱۲ بجو پورې به نشرات ولري.
د راډیو د ادارې د پېغام له مخې په ، دغه نوې رسنۍ به د حقیقت، پوهاوي، فرهنګ، دیني ارزښتونو، ټولنیزو موضوعاتو او سالمو تفریحي خپرونو له لارې د خپلو اورېدونکو د غږ، فکر او احساساتو استازیتوب وکړي.
د ساه راډیو مسوولینو په خپل پیغام کې ویلي چې د مسلکي ژورنالېزم اصولو ته په ژمنتیا سره به د خپلو اورېدونکو لپاره ګټور، باوري او ارزښتناک مطالب وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د خوست یو شمېر اوسېدونکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د راډيو له لارې د انلاین زده کړو بهیر ګړندی شوی او راډیوګانې ځانګړي نصابونه ترتیب کړي او بیا یې د ښوونکو په واسطه په انلاین ډول تدریسوي.
یادې خصوصي راډیو داسې مهال فعالیت پیل کړی، چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې لسګونه بېلابېلې رسنۍ او په ځانګړي ډول سیمهییزې راډیوګانې، نه یوازې د اقتصادي ستونزو، بلکې د طالبانو د سختو محدودیتونو او پر رسنیو د لګول شوي سانسور له امله له فعالیت څخه پاتې شوې او تړل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې، چې ښايي نن رایو ته وړاندې شي، طالبانو ته د دیفاکټو چارواکو پرځای، د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارول شوې ده. امریکا، بریتانیا او فرانسې د ډیفکټو اصطلاح مخالفت کړی، ځکه ددوی په وینا، دا د طالبانو د مشروعیت ناسم برداشت رامنځته کولی شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (د جون ۱۵مه) یوې داسې مسودې ته رایه ورکوي چې له مخې یې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (UNAMA) واکونه د ۲۰۲۷ کال د جون تر ۱۷مې پورې د یو بل کال لپاره تمدیدېږي.
دا مسوده د افغانستان د موضوع د اصلي مسوول په توګه د چین له لوري وړاندې شوې ده.
د امنیت شورا رپوټ په نامه یو معلوماتي او تحلیلي سایټ ویلي، چین هڅه کړې د یوناما د ماموریت دندې او لومړیتوبونه لنډ او منظم کړي، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو د پخوانیو غوښتنو اغېز هم پرې څرګند دی. امریکا مخکې د دې غوښتنه کړې وه چې د یوناما د ماموریت بیا ارزونه وشي، څو وکتل شي چې ایا موجوده دندې یې عملي، اړینې او د حالاتو سره سمې دي او که نه.
د روان کال په مارچ کې امنیت شورا د یوناماماموریت یوازې د درې میاشتو لپاره تمدید کړی و، چې دا د عادي یو کلن تمدید پر ځای یو استثنايي اقدام بلل کېږي. هغه وخت هم د ماموریت د موثریت او دندو د بیا ارزونې بحث مطرح شوی و.
د مسودې پر سر مذاکرات اوږده او پیچلي وو، خو د راپورونو له مخې، د امنیت شورا غړي بالاخره یوې نسبي موافقې ته ورسېدل. چین څو پړاوه مسودې خپرې کړې، له غړو هېوادونو سره یې دوه اړخیزې مشورې وکړې او د پنځو دایمي غړو تر منځ له خبرو وروسته وروستی متن منظور شو.
د بحث مهمه برخه د امریکا هغه وړاندیز و چې د یوناما ستراتیژیکه بیاکتنه دې وشي، څو د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو تر منځ همغږي ښه شي او د ماموریت اغېز لوړ شي. امریکا حتا د دې امکان مطرح کړ چې د ماموریت راتلونکی او د پای ته رسېدواحتمال هم وڅېړل شي.
ځینې غړي هېوادونه له دې وړاندیز سره موافق وو، خو نورو یې مخالفت وکړ، په ځانګړي ډول روسیې اندېښنه څرګنده کړه چې دا ډول بیاکتنه دیوناماراتلونکی بېثباته کولای شي. د همدې اختلاف د حل لپاره په وروستي متن کې دا ډول تعدیل وشو چې د ملګرو ملتونو سرمنشي دې ستراتیژیکه بیاکتنه وکړي او راپور دې وړاندې کړي.
بل حساس بحث له طالبانو سره د تعامل او د دوجې بهیرپه اړه و. لوېدیز هېوادونه لکه فرانسه، بریتانیا، ډنمارک او نور ټینګار کوي، چې د دوحې پروسه باید د نړیوال تعامل اصلي چوکاټ پاتې شي، ځکه دا د افغانستان د نړیوال ادغام لپاره اساسي لاره ګڼل کېږي.
په مقابل کې روسیې د عملي او واقعي تعامل غوښتنه کړې او ټینګار کوي چې سیمهییزې لارې لکه د مسکو فورم، د شانګهای همکاری سازمان (SCO) او د ګډو امنیتي جوړښتونو رول باید زیات شي. د همدې اختلاف له امله د مسودې ځینې برخې حذف شوې یا بدلې شوې.
د طالبانو د ادارې اصطلاح هم د اختلاف ټکی ګڼل کیږي. ځینې هېوادونه لکه امریکا، بریتانیا او فرانسه د دیفکټو اصطلاح نه غواړي، ځکه دا د طالبانو د مشروعیت ناسم برداشت رامنځته کولی شي. چین او روسیه بیا دا اصطلاح د موجوده واقعیت انعکاس ګڼي. په وروستي متن کې دا اصطلاح بدله شوې او پر ځای یې «اړوند چارواکي»کارول شوې ده.
په مسوده کې د بشري حقونو، ښځو، سولې او امنیتاو د اقلیم بدلون موضوع هم بحث شوې ده.
ځینې هېوادونه غواړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په اړه قوي ژبه وساتل شي، په داسې حال کې چې نور بیا د متوازن چلند غوښتنه کوي. په وروستي متن کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څارنې او مستندسازۍ یادونه شوې ده.
همدارنګه د UNAMA او د ۱۹۸۸ د بندیزونو د څار ډلې ترمنځ د همکارۍ موضوع هم اختلاف رامنځته کړی و، خو په وروستي متن کې یوازې عمومي همکاري ذکر شوې ده.
د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو په دې سیمه کې له ځوانانو د کرېکټ وسایل او بېټونه ټول کړي دي.
د کندهار د عینو مینې ښارګوټي ځینو اوسېدونکو نن دوشنبه، د غبرګولي پر ۲۵مه وویل، چې د طالبانو د کندهار ۱۲ حوزې امنیتي ځواکونو د کرکټ وسایل او بېټونه وړي دي.
په رالېږل شویو انځورونو کې ښکاري چې په ۱۲مه حوزه کې طالبانو یو شمېر نور لوبتوکي هم غونډ کړي دي.
د یادونې وړ ده، چې په روانه غبرګولي میاشت کې په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو د مولوي هبتالله اخوندزاده په امر په لښکرګاه کې د کرېکټ د یوه معیاري لوبغالي د ویجاړولو عملي چارې پیل کړې.
هبتالله هلمند ته په خپل وروستي سفر کې د کرېکټ په لوبغالي کې د عیدګاه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
هغه ویډیوګانې او انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، ښکاري چې له لوبغالي څخه ورزشي او نور ودانیز توکي د انتقال په حال کې دي او په عملي توګه د کرېکټ د یاد معیاري لوبغالي د وېجاوړولو چارې پیل شوي دي.
له دې وړاندې په هلمند کې د کرېکټ لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د طالبانو لهخوا د کرېکټ معیاري لوبغالی په عیدګاه جومات بدلیدونکی دی.
د ازبکستان د دوو شرکتونو استازو د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دوی غواړي د افغانستان د سرو زرو او مسو په کانونو کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د یادې ډلې د کانونو مرستیال ازبکستاني پلاوي ته د هېواد د کاني سرچینو او په ځانګړې توګه د ټولیز امنیت د تامین او له ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه اړیکو د پراختیا په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
په دې ناسته کې د ازبکسنتان د «سیرامیک توه هوا لمیټډ» او «بیکوبودې ایف ار پي پایپ پروډکټس» شرکتونو استازو برخه اخېستې ده.
یاد وزرات ویلي چې د طالبانو پالیسي د هېواد په بیا رغونه، پراختیا او اقتصادي ودې راڅرخي او افغانستان د کاني سرچینو له پلوه بډایه هېواد ګڼل کېږي، له همدې امله د ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي او د پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي.
وزارت د ازبکستاني پانګوالو له قوله ویلي، چې هغوی د شته فرصتونو د ستاینې ترڅنګ د افغانستان د اوسني وضعیت او د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د افغانستان د سرو زرو او مسو په کانونو کې پانګونې ته لېواله دي.
افغانستان د عینک د مسو کان په تړاو له چینايي شرکتونو سره تړون لري، خو تر دې دمه چینايي کمپنیو د کان د استخراج عملي چارې نه دي پیل کړې. دغه راز د افغانستان په شمالي ولایتونو کې په دې وروستیو کې د سرو زرو د کانونو د استخراج چارې چټکې شوې او طالبانو پر محلي شرکتونو د سرو زرو د مینځنې بندیز لګولی دی.
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د طالبانو مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې لیکلي، چې نن ورځ قدرت «د پښتنو د یوه خاص سمت د طالبانو» په لاس کي دی او د قدرت دغه ډول مطلق انحصار ژوره کرکه زیږوي.
عبدالباري جهاني اندېښنه ښودلې چې د طالبانو د ناسمو سیاستونو له امله به ټول پښتانه د کندهار دښمنان شي او که په هېواد کې د مقاومت اور بل شو، نو طالبان به بېرته پاکستان ته لاړ شي او هېواد به د داسې اور په لمبو کې پرېږدي چې کرارول به یې دده په وینا، د هېچا په وس کې نه وي.
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر عبدالباري جهاني د طالبانو مشرانو ته په یوه پرانیستي لیک کې چې په خپلو ټولنیزو اکاونټونو یې خپور کړی دی، ویلي، چې د ولس د غوښتنو پر وړاندې له زوره کار اخیستل به هېواد یو ځل بیا د کورنۍ جګړې د لمبو لور ته بوځي.
جهاني په دغه لیک کې، چې د طالبانو مشرانو ته د ده په وینا، پنځم او ښايي وروستی پرانیستی لیک وي، ویلي چې د دغه نظام جابرانه پالیسۍ د هېواد د ۴۴ میلیونه نفوس ۹۵ سلنه خلک ناراضه کړي دي.
عبدالباري جهاني په خپل لیک کې په هرات کې د ښځو او نجونو د اعتراضونو پر وړاندې د طالبانو د وسلهوال چلند او پر هغوی د ډزو کولو یادونه کړې او دا کار یې د ټولو بشري، اسلامي او افغاني اصولو خلاف عمل بللی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په هېواد کې له پنځو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې او د امر بالمعروف محتسبان په عامو بازارونو کې له ښځو سره تاوتریخوالی کوي او په زور یې موټرو ته پورته کوي چې دا د بېغیرتۍ یو داسې عمل دی چې له هېڅ حکومت څخه یې تمه نه کېده.
د اطلاعاتو او کلتور دغه پخواني وزیر همداراز د مذهبي او قومي اقلیتونو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شیعه، تاجک، ازبک او ترکمن اقلیتونه په بشپړ ډول له قدرت څخه محروم شوي دي.
د هغه په وینا، د طالبانو د فشارونو له امله د هېواد شیعه خطیبان پر منبرونو د دغه حکومت پر ضد ویناوې کوي او دا د دوی د مقاومت لومړی پړاو دی چې که دوام ومومي، ښايي د مذهبي جذبې له امله په عملي اقداماتو بدل شي.
جهاني په داسې حال کې له واکه د لږه کیو د محرومیت له امله پر طالبانو نیوکې کړې، چې د شنونکو په باور، دې ډلې په خپلو ادارو کې ملایانو او طالبانو ته ونډه ور کړې او د هیڅ قوم او ټولنیز-سیاسي پاړکي حقونو او مشارکت ته په غاړه اېښودو قایل نه دي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي ټاکل شوې ددغه وزارت مرستیال وزیر احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د تاشکند د پانګونې نړیوال فورم (TIIF-2026) کې ګډون وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، نوموړی به د تاشکند نړیوال فورم (TIIF-2026) کې د ګډون ترڅنګ د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره د اقتصادي همکاریو، پانګونې او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو لیدنې او خبرې اترې وکړي.
د وزارت په وینا، ټاکل شوې ده په دغه فورم کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازي او یو شمېر سوداګر هم ګډون وکړي.
د تاشکند د پانګونې نړیوال فورم (TIIF) د ازبکستان حکومت له لوري هر کال جوړېږي او موخه یې د پانګوالو، سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراخول دي.
طالبانو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د سیمې، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.