• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د یوې روزنیزې الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې دوه پيلوټان وژل شوي دي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا مردان کاټلنک سړک ته څېرمه د پاکستان د هوايي ځواک یوه روزنیزه الوتکه نسکوره شوې. د ژغورنې ادارو د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښه کې دوه پیلوټان وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپیان دي.

د ژغورنې ادارې ویلي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د الوتکې پرېوتو لامل لا هم نه‌دی روښانه شوی.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

نثار باز: د پښتونخوا ۱۰۹ ميليارده کلدارې پرمختيايي بوديجه ولې مرکز ته ورکړل شوې؟

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۱
نثار باز: د پښتونخوا ۱۰۹ ميليارده کلدارې پرمختيايي بوديجه ولې مرکز ته ورکړل شوې؟
100%

د عوامي نشنل ګوند د خيبرپښتونخوا ايالتي اسمبلۍ غړي نثار باز خان د تحریک انصاف ګوند په ايالتي حکومت نيوکې کړي او پوښتنې یې راولاړې کړي چې ولس ته دې وويل شي، چې د ايالت د پرمختيايي بوديجې څخه ۱۰۹ ميليارده کلدارې ولې مرکز ته ورکړل شوي دي؟.

نثار باز خان په يوه ويډيوي بيان کې وويل، د پښتونخوا ايالت څخه دغه روپۍ په داسې وخت کې اخيستل شوي،چې پر مرکز باندې د ایالت۵ زره میلیارده کلدارې اوسې هم پاتې دي. «په داسې شرایطو کې د ایالتي حکومت له لوري له وفاق سره دا همکاري په کوم اساس ترسره کېږي؟».

هغه نيوکه کړې، چې د خیبر پښتونخوا له پرمختیایي فنډونو څخه د هېواد «دفاعي بودیجې» ته کلدارې ورکول «د دغه ایالت له ولس سره د بې انصافۍ په مانا ده».

هغه پوښتنې راولاړې کړي او ځواب یې غوښتی چې «د خیبر پښتونخوا خلک غواړي پوه شي چې د دوی د حقونو او سرچینو د ساتنې لپاره د دوی قضیه ایالتي حکومت او اعلا وزیر په اغېزناکه توګه ولې وړاندې نه کړه؟ دا همکاري د چا لپاره شوې ده؟ د چا په امر شوې ده؟».

اسد قيصر: افغانستان سره د لارو د تړلو له امله د پښتونخوا سره ظلم کيږي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۴۳ GMT+۱
اسد قيصر: افغانستان سره د لارو د تړلو له امله د پښتونخوا سره ظلم کيږي
100%

د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړی اسد قيصر ويلي، د افغانستان سره لارې تړل شوي، د پښتونخوا سره ظلم روان دی، په داسې حال کې چې د هند سره د واګه پوله خلاصه او د ايران سره د جګړې په حالت کې هم سواګري کيږي.

اسد قیصر په ملي پارلمان کې خپله وينا کې وويل، «د پېښور یو سوداګر څنګه کولای شي د کراچۍ او لاهور له بازارونو سره سیالي وکړي. که موږ یو فرصت لرو، هغه افغانستان او منځنۍ اسیا ده. تاسو له افغانستان سره زموږ ټولې لارې وتړلې، کاروبار مو بند کړ چې له امله یې په پېښور کې شته صنعت د سقوط په حال کې دی».

هغه د پاکستان په حکومت غږ کړی، «پر موږ دا ظلم مه کوئ، له موږ څخه سیاسي غچ مه اخلئ. تاسو له هند سره کاروبار کوئ که نه، د واهګې پوله مو خلاصه کړې که نه، تاسو د ایران د اسلامي جمهوریت سره په جګړه کې هم سوداګري کوئ».

اسد قيصر د امریکا او ايران د جګړې او بيا د خبرو اترو په بېلګه وړاندې کولو سره وويل، که امريکا او ايران په خپلو کې سره خبرو کې ته کېني، پاکستان دې هم د «ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې له هغوی (افغانستان) سره خپل لیدلوری شریک کړي».

هغه زياته کړه، «تاسو له سفارتي لارو کار واخلئ، که هغه نه شئ کولای نو موږ چمتو یو چې د جرګو له لارې خپلې معاملې حل کړو، خو د خدای لپاره پرېږدئ چې موږ کاروبار وکړو، موږ ته د کار کولو اجازه راکړئ».

د سوات جرګې د حکومت ترهګرۍ ضد ادارې یو شمېر افسران له وسله والو سره په خواخوږۍ تورن کړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۴۸ GMT+۱
د سوات جرګې د حکومت ترهګرۍ ضد ادارې یو شمېر افسران له وسله والو سره په خواخوږۍ تورن کړي
100%

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سیاسي ګوندونو ګډې جرګې په سیمه کې د ترهګریزو پېښو پر ډېرېدو او له وسله والو سره د ترهګرۍ ضد ادارې د ځینو افسرانو پر خواخوږۍ اندېښنه ښودلې. جرګې ویلي، چې په سوات کې د وسله والو مرکزونه فعال شوي.

د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې له سیاسي ګوندونو جوړې د سوات ملي جرګې په سیمه کې د ترهګرۍ د زیاتېدونکو پېښو او په غرنیو سیمو کې د وسله والو د مرکزونو پر شته والي د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومت نه غوښتنه کړې چې په سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره سملاسي او کوټلي ګامونه واخلي.

د یکشنبې په ورځ د سوات ملي جرګې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ایالتي حکومت او سیمه ییزه اداره تراوسه پورې یوازې نندارچیان پاتې شوي او د وسله والو په ځپلو کې د خپلو اساسي قانوني مسوولیتونو په ترسره کولو کې په بشپړ ډول پاتې راغلي دي.

د سوات ملي جرګې د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) په ځواک کې د ځینو افسرانو پر مشکوک او له ترهګرو سره د خواخوږۍ پر رول نیوکې کړې دي او غوښتنه یې کړې، چې د سي ټي ډي ځواک د اغېزناکولو لپاره دې پکې اهل، ایمانداره او فعال افسران وګومارل شي څو د خلکو متزلزل شوی باور بېرته اعاده شي.

سږ کال په خیبر پښتونخوا کې وسله والو تر دې دمه ۱۰۰ ډرون بریدونه کړي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱
سږ کال په خیبر پښتونخوا کې وسله والو تر دې دمه ۱۰۰ ډرون بریدونه کړي
100%

په خیبر پښتونخوا کې په تېرو ۱۸ میاشتو کې وسله والو ډلو پر پاکستاني ځواکونو ۱۸۲ ډرون بریدونه کړي، چې یوازې ۱۰۰ بریدونه پکې په تېرو پنځو میاشتو کې شوي دي. ترلاسه شوي معلومات ښيي چې تر ټولو ډېر بریدونه په شمالي وزیرستان او بنو ولسوالیو کې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا ایالت کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو په ډرون بریدونو کې یو ځل بیا چټکتیا لیدل کېږي او د پولیسو د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یونیم کال کې ۱۸۲ ډرون بریدونه شوي دي.

سربېره پر دې، په سلګونو داسې بریدونه هم شوي، چې پولیسو هدف ته له رسېدو وړاندې شنډ کړي دي.

د پښتونخوا پولیسو د خپرو شویو ارقامو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول ایالت کې پر پولیس حوزو او پوستو ټولټال ۸۲ ډرون بریدونه شوي چې ډېری پېښې یې په قبایلي ولسوالیو کې شوې دي.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، تېر کال تر ټولو زیات ډرون بریدونه په شمالي وزیرستان کې پر پولیس سټیشنونو او پوستو ثبت شوي، چې ۴۱ بریدونه کیږي، په داسې حال کې چې بنو ولسوالۍ په دویم نمبر کې وه او پر دولتي ملکیتونو ۲۶ ډرون بریدونه شوي دي.

سربېره پر دې، په باجوړ کې پنځه، په ټانک کې شپږ، په سویلې وزیرستان کې درې او په لکي مروت کې یو برید راپور شوی دی.

د پولیسو د ادارې په وینا، په ۲۰۲۶ کې تر اوسه په شپږو میاشتو کې د پښتونخوا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۰۰ ډرون بریدونه شوي دي چې د پولیسو ګزمې او سټیشنونه پکې په نښه شوي دي.

د پولیسو د ارقامو له مخې، سږ کال په ټول ایالت کې په ۱۳ ولسوالیو کې ډرون بریدونه شوي چې یو ځل بیا شمالي وزیرستان د ۴۸ ډرون پېښو په درلودلو سره د لېست په سر کې دی.

له دې سره سره، په باجوړ او ټانک کې نهه نهه بریدونه، په بنو او دیره اسماعیل خان کې په ترتیب سره اته اته بریدونه، په لکي مروت کې پنځه، په خیبر ولسوالۍ کې څلور، په سویلې وزیرستان کې درې او په ایبټ اباد، هنګو، مهمند او سوابۍ کې په ترتیب سره یو یو ډرون برید راپور شوی دی.

د پښتونخوا پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې روښانه کړه چې تېر او سږ کال شوي دا یوازې هغه ډرون بریدونه دي چې پولیس یا د هغوی تاسیسات پکې په نښه شوي او د پولیسو په اداره کې یې په رسمي ډول راپور ثبت شوی دی. هغه وویل چې په ډېری دغو پېښو کې پولیس په نښه شوي، خو داسې ګڼې پېښې هم شته چې عام وګړي پکې وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې سربېره پر دې، په سلګونو داسې ډرون بریدونه هم شوي چې هدف ته له رسېدو وړاندې له کاره غورځول شوي، خو د داسې پېښو راپور نه ثبتېږي.

د پولیس افسر په وینا، سږ کال په بنو کې یوازې د شپږو میاشتو په جریان کې له ۲۰۰ څخه زیات بریدونه ناکام کړای شوي دي.

بلخوا، د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید څو اونۍ وړاندې له خبریالانو سره په خبرو کې تایید کړې وه چې تېر کال ډرون بریدونه تر لسګونو پورې محدود ساتل شوي وو، خو سږ کال یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل چې د پښتونخوا په لرو پرتو ولسوالیو کې پولیسو ته د انټي ډرون ټیکنالوژۍ او د هغې روزنه ورکړل شوې ده چې له امله به یې په دغو بریدونو کې خامخا کموالی راشي.

د وسله والو ډلو شنونکي وایي چې دغه ډلې له دودیزو بریدونو څخه په اوښتو اوس د کواډ کاپټر ډرونونو تکتیکي کارونې ته مخه کوي.

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر سید عرفان اشرف وایي، ناقانونه ډلې له پوځ سره په مخامخ جګړه کې د ډېر زیان له احتمال سره مخ کېږي، خو د ډرون په کارولو سره کولای شي خپلو مخالفینو ته ډېر زیان ورسوي.

هغه وویل چې په پښتونخوا کې ډرون بریدونه دومره زیات شوي چې خلک یې له امله خپلې سیمې پرېږدي او بې ځایه کېږي. ډاکټر عرفان زیاته کړه، «د امنیتي ادارو ترمنځ د همغږۍ سخت کمی دی، دلته پر ټولنیزو رسنیو خو بندیزونه لګول کېږي مګر د پرله پسې ډرون بریدونو هیڅ پروا نشته چې پکې عام وګړي په نښه کېږي».

امنیتي کارپوهان وایي چې د حکومت له خوا له بندیزونو سره سره، چینایي جوړ شوي ډرون د پاکستان په تور بازار کې په اسانۍ سره د لاسرسي وړ دي.

تېر کال په دسمبر کې تحریک طالبان پاکستان د هوايي ځواک په نوم د یوه یونټ جوړولو اعلان کړی و، خو د دې سپیناوی یې نه و کړی چې د دغه یونټ د جوړولو موخه څه ده.

اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۳ جون ۲۰۲۶، ۲۰:۳۹ GMT+۱
اېمل ولي خان: د پښتونخوا او مرکز حکومتونه د ترهګرۍ له‌منځه وړلو په تړاو جدي نه‌دي
100%

اېمل ولي خان ويلي، که د خيبرپښتونخوا او مرکز حکومتونه د پښتونخوا د بودجې کمولو لپاره پر یوه مېز کېناستلی شي، نو بیا د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو او د سولې ټینګښت لپاره د ګډې تګلارې له جوړولو ولې ډډه کېږي؟ دا چلند روښانه کوي، چې دواړه حکومتونه د ترهګرۍ د له‌منځه وړلو په اړه جدي نه‌دي.

د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان پر ايالتي او مرکزي حکومتونو په نیوکو سره ویلي: «ټول د واک او پښتونخوا د تباهۍ لپاره سره یو دي. هغه ولایتي سرچینې، مالي خپلواکي او حقونه چې د اتلسم اساسي قانون د تعدیل له لارې پیاوړي شوي وو، نن یو- یو مرکز ته سپارل کېږي».

هغه له خيبرپښتونخوا څخه مرکزي بودجې ته د برخې په پرې کولو هم نيوکه وکړه او ویې ويل: «۱۰۹ میلیارده کلدارې د داسې یوه ايالت له بودجې څخه کمې او مرکز ته ورکړل شوي چې لا دمخه د ترهګرۍ، ناامنيو او اقتصادي ستونزو ښکار ده. ویل کېږي چې دا پیسې به پر دفاعي لګښتونو مصرف شي. دا خو ټول پوهېږي چې د دې پرېکړې اصلي واک له چا سره دی؟ ولس اوس پر دې پوهېدلی چې پرېکړې چېرته کېږي او نومول شوي کرکټرونه د چا استازي دي».

نوموړي په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ايالتي حکومت ته په اشارې سره وويل: «هغه کسان چې ځانونه یې د مرکزي حکومت د مخالفت تر ټولو د لوړ بیرغوالو په توګه معرفي کول، نن د هغوی اعلی وزیر د ايالت سرچینې د مرکز غېږې ته واچولې».

اېمل ولي خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د جمعې په ورځ د پاکستان د ۲۰۲۶-۲۰۲۷ کال لپاره کلنۍ بودجه وړاندې کړه او د دفاعي بودجې په برخه کې یې د تېر کال پرتله د ۱۷،۶ سلنې زیاتوالي وړاندیز کړی دی.

د خزانې وزیر محمد اورنګزیب په ملي اسمبلۍ کې د بودجې وړاندې کولو پر مهال وویل، چې سږ کال د دفاعي بودجې لپاره ۳۰۰۰ میلیارده روپۍ ځانګړې شوې دي. په تېر مالي کال (۲۰۲۵-۲۰۲۶) کې د دفاعي بودجې په برخه کې د ۲۰،۲ سلنه زیاتوالي په راوستلو سره ۲۵۵۰ میلیارده روپۍ دغې برخې ته ځانګړې شوې وې، خو له بیا کتنې وروسته بیا دا اندازه ۲۵۹۵ میلیارده روپیو ته لوړه شوه.

د راپورونو له مخې، د پاکستان دفاعي بودجې ته له ايالتونو څخه برخه ورکړل شوې ده.