• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرور دانش د امریکا او ایران ترمنځ د پاکستان منځګړیتوب وستایه

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۳۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني مرستیال ولسمشر سرور دانش په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پاکستان د حکومت منځګړیتوب ستاینه کړې ده. سرور دانش د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې سره ویلي، «کاشکې د افغانستان په قضیه کې هم داسې مخلصانه او بېطرفه منځګړیتوب شوی وای».

سرور دانش په خپل فیسبوکي پیغام کې لیکلي، چې «د پاکستان دغه منځګړیتوب اغېزناک، له لاسته راوړنو او د ډیپلوماټیکو اصولو او ادابو په پام کې نیولو شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې په دې پروسه کې بشپړه بېطرفي، دواړو خواوو ته درناوی او د منازعې له دواړو لوریو سره د مناسبې فاصلې ساتل په پام کې نیول شوي وو.

د افغانستان دغه پخواني چارواکي د سولې د هوکړې د نهایي کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو د بهیر د پیل له امله د پاکستان حکومت او د سیمې ټولو هېوادونو او ملتونو، په ځانګړې توګه د ایران خلکو ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي هیله ښودلې چې دا هوکړه په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي.

دانش د افغانستان د سولې پخوانۍ پروسې ته په اشارې سره په خواشینۍ سره ویلي: «کاشکې د افغانستان د سولې په قضیه کې هم داسې مخلصانه، بېطرفه او دواړو لوریو ته د درناوي پر بنسټ منځګړیتوب شوی وای، څو نن موږ د جګړې او بې ثباتۍ د تکرار او دوام شاهدان نه وو.»

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۳

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۴

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۷ GMT+۱
طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی
100%

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل له خپل موټر سره یو ځای نیول شوی او دامهال تر څېړنو لاندې دی.

د نوموړي په وینا؛ دغه کس له هغه موټر سره یو ځای نیول شوی چې د نجونو پر یوې ډله یې برید کړی و. په کابل کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ زیاته کړې، چې د قضیې په اړه لازم قانوني اجرات روان دي. طالبانو د نیول شوي کس د هویت په تړاو نور جزییات نه‌دي خپاره کړي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې درې نجونې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د یوه لندکروزر ډوله موټر له‌خوا پر نجونو د برید له امله څو نجونې ټپیانې شوې او موټر چلوونکی له خپل موټر سره له پېښې ځایه تښتېدلی و.

دغه پېښه چې د څار په کمرو کې ثبت شوې وه ښیي، چې یو موټر په چټکۍ سره پر نجونو برید کوي او څو تنه پر ځمکه غورځي. وړاندې عیني شاهدانو ویلي و، چې موټر نمبر پلېټ نه لاره او ښیښې یې تورې وې.

تر دې وړاندې خالد ځدران ویلي و، د پېښې عامل تثبیت شوی او د نیولو هڅې یې روانې دي؛ خو نور جزییات یې نه‌و ورکړي.

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۵۳ GMT+۱
طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې به د سې‌شنبې په ورځ د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په کوربه‌توب د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو یوه مهمه او په لوړه کچه ناسته ترسره شي.

د طالبانو یاد وزارت ویلي، چې په دغه ناسته کې به د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او اذربایجان هېوادونو د ولسمشرانو د دفترونو تر چتر لاندې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت رسنیز دفتر د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په دغه غونډه کې به ګډونوال د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو پر مهمو موضوعاتو د بحث ترڅنګ د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د روانو همکاریو وضعیت وارزوي.

طالبانو له یادې ناستې د متقابل باور د پیاوړتیا تمه ښودلې او ټينګار یې کړی، چې د سیمې په کچه به د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیتي همکاریو لپاره نوي فرصتونه پرانیزي.

د ملګرو ملتونو خبرداری؛ سږکال به افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۹:۱۷ GMT+۱
د ملګرو ملتونو خبرداری؛ سږکال به افغانستان کې ۳.۷ مېلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شي
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تازه راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دغه وضعیت به لا کړکېچن شي.

د تغذیې په اړه د اوچا په دغه راپور کې راغلي، چې د افغانستان د تغذیې وضعیت په ۲۰۲۶کال کې په چټکۍ سره د خرابېدو په حال کې دی او د ۲۰۲۵کال پرتله د هېواد د ۳۴ ولایتونو له ډلې په ۲۶ ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د راپور له مخې؛ هلمند، دایکنډي، زابل، بغلان، روزګان، پکتیکا، نورستان، سرپل، غور، کندهار، فاریاب او لوګر هغه ولایتونه دي چې د سختې خوارځواکۍ له ناورین کچې سره مخ دي. راپور زیاتوي، چې په ځانګړي ډول د افغانستان په سوېلي سیمو کې د خوارځواکۍ وضعیت تر ټولو ډېر د اندېښنې وړ دی.

د راپور له مخې؛ د ماشومانو ناسمه تغذیه، د خوړو کمښت، د ناروغیو زیاتوالی، د پاکو اوبو او روغتیايي خدمتونو نشتوالی او د تغذیوي خدمتونو محدود لاسرسی د دغه وضعیت مهم لاملونه بلل شوي دي.

په راپور کې راغلي، نږدې ۴۰ سلنه هغه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو کم دي د سختې خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو له امله په روغتیايي مرکزونو کې بسترېږي. همداراز ویل کېږي، تر دوو کلونو کم عمره ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي چې د سختې خوارځواکۍ ۸۳ سلنه او د منځنۍ کچې خوارځواکۍ ۷۷ سلنه پېښې جوړوي.

د راپور له مخې؛ د ماشومانو د خوړو ناامني هم زیاته شوې او د ۲۰۲۵کال د درېیمې ربعې له ۴۰ سلنې څخه د ۲۰۲۶کال په لومړۍ ربع کې ۴۷ سلنې ته رسېدلې ده. په راپور کې اټکل شوی، په ۲۰۲۶کال کې به ۳.۷ مېلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي چې له دې ډلې ۹۴۲زره ماشومان پر سختې خوارځواکۍ، ۷۰۷زره او ۴۰۰ ماشومان د منځنۍ کچې خوارځواکۍ له لوړ ګواښ او شاوخوا دوه مېلیونه ماشومان د منځنۍ کچې خوارځواکۍ په لومړنیو پړاوونو اخته وي.
راپور زیاتوي، سربېره پر دې نږدې ۱.۲ مېلیونه مېندواره او شېدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ له اغېزو سره مخامخېدای شي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او په خوارځواکۍ د اخته کېدو د زیاتېدونکو ګواښونو خبر ورکړی.

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۲۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۵ جون ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې
100%

د لوګر ولایت د «ابچکان کلي» اوسېدونکو د طالبانو د سترې محکمې پر هغه پرېکړه نیوکې کړې، چې د دوی شخصي زرګونه جریبه ځمکه یې د بل چا په نوم کړې ده. طالبانو ویلي، پر دغه ځمکه تېر حکومت پرېکړه کړې او دوی یې عملي کوي؛ خو خلک بیا وایي ځینو کسانو د پېسو او واسطې په زور پرې اسناد جوړ کړي.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې ښکاري، چې د طالبانو سترې محکمې د تمیز ریاست له‌خوا د صادر شوي رسمي مکتوب پر بنسټ د ابچکان کلي د ۲۲۴مې قطعې اړوند د ۱۳زره او ۶۷۹ جریبه ځمکې په اړه د تېر نظام پرېکړه د پلي کېدو وړ بللې ده.
په مکتوب کې د لوګر ولایت لپاره د طالبانو مرافعه ریاست او د مرکزي ابتداییه محکمې ته لارښوونه شوې، چې د ولسوال او امنیه قوماندان په همکارۍ دغه پرېکړه په جدي توګه عملي کړي.

خو د سیمې یوشمېر استازو او عامو خلکو د دغه ځمکې ټول اسناد افغانستان انټرنشنل ته لېږلي او ویلي یې دي، چې دغه زرګونه جریبه ځمکه شخصي او د دوی د نیکونو ملکیت دی.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي: «په تېر نظام کې د فساد او بېلابېلو نفوذونو له امله د ځمکې اسناد د بل لوري په ګټه فیصله شوي وو او اوسنۍ پرېکړه د دوی په حق کې لویه جفا ده».

دغه خلک وايي: «دا زموږ شرعي او قانوني ځمکې دي، چې کلونه کلونه پرې ابادي او کرکېله شوې ده. موږ د طالبانو له مشرتابه او قضايي ارګانونو غوښتنه کوو، چې پر یادې قضیه عادلانه بیا کتنه وکړي، د دواړو لورو اسناد له نږدې وڅېړي او د یو اړخیزو راپورونو پر بنسټ د بې‌وزله خلکو حقونه تر پښو لاندې نه‌شي».

د طالبانو په صادر شوي مکتوب کې راغلي، که چېرې د یادې پرېکړې پلي کول د ځايي طالب چارواکو له صلاحیتونو لوړ وي؛ نو موضوع دې د وروستي اقدام لپاره لوړپوړي مقام ته راجع کړای شي.

د ابچکان سیمې اوسېدونکي ټینګار کوي، چې دوی د قانون او محکمې درناوی کوي؛ خو غوښتنه یې دا ده چې د عدالت لپاره دې یو ځانګړی او بې‌پرې پلاوی سیمې ته واستول شي، ترڅو حقایق له نږدې روښانه او د خلکو اندېښنو ته قانوني ځواب وویل شي.

100%
100%

د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال: د حجاب په نوم پر ښځو تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱
د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال: د حجاب په نوم پر ښځو تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري
100%

د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال طارق عثمان د حجاب په اړه پر دودیزو تعبیرونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ځینې ملايان حجاب له «ستر عورت» سره ګډوي، حال دا چې د ده په وینا ستر عورت تر ډېره یوه اخلاقي موضوع ده، نه د زور له لارې د پلي کېدو وړ شرعي حکم.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي چې د ځانګړي ډول جامو پر اغوستلو ټینګار او د نه مراعت په صورت کې له ښځو سره تاوتریخوالی شرعي بنسټ نه لري.

د هغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پر خپلې خوښې د حجاب پر مراعت ټینګار کړی او په وروستیو ورځو کې یې په هرات ولایت کې لسګونه ښځې د جامو د ډول له امله نیولې دي. دغه اقدام د خلکو له اعتراضونو سره مخ شو او وروسته د طالبانو له خوا په زور وځپل شو.

طارق عثمان د حجاب په اړه د طالبانو تګلارې تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې د دې ډلې برداشت له شرعي او فقهي اصولو سره سمون نه لري.

هغه زیاته کړې چې حجاب او ستر عورت یو شان مفاهیم نه دي او حتی د ستر عورت موضوع هم تر ډېره اخلاقي بڼه لري. د ده په وینا، د جامو ډول د هرې ټولنې له دودونو او عرف سره تړاو لري او د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) په زمانه کې هېڅوک د جامو د نه مراعت له امله نه شکنجه کېدل او نه هم مجازات کېدل.

د افغانستان د علماوو د څېړنیزې ټولنې مرستیال همداراز ویلي چې اسلامي شریعت خلک د ځانګړي ډول جامو اغوستلو ته نه اړ باسي او پر خلکو د یوې ټاکلې بڼې لباس تحمیلول شرعي مشروعیت نه لري.

نوموړي د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي که یوه ښځه چادري وانه غوندي، شریعت دا حکم نه کوي چې هغه دې په دُرو ووهل شي یا مجازات شي. د هغه په وینا، اوسني واکمنان په کندهار کې له ښځو سره همداسې چلند کوي.

طارق عثمان د طالبانو د محتسبانو کړنو ته په اشارې ویلي چې د حجاب یا چادري د نه اغوستلو له امله د خلکو وهل ټکول او سزا ورکول نه یوازې جایز نه دي، بلکې له شرعي پلوه هم مشروعیت نه لري.

هغه ټینګار کړی چې د انسانانو سپکاوی او د هغوی د کرامت تر پښو لاندې کول، په ځانګړي ډول په عام محضر کې د وهلو او ځورولو له لارې، د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی. د نوموړي په باور، په بازارونو او عامه ځایونو کې د دین تر نامه لاندې د خلکو ځورول نه یوازې د شریعت له اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې د انساني کرامت ښکاره نقض هم ګڼل کېږي.

د طارق عثمان دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان له واک ته رسېدو وروسته په بېلابېلو تورونو خلک نیسي او په عام محضر کې یې په دُرو وهي. د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې څخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ تر پایه لږ تر لږه ۲ زره او ۷۳۷ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.

د یادو شمېرو له مخې، په دې موده کې تر ۱۰۶ زره او ۷۰۰ ډېرې دُرې لګول شوې دي، چې په اوسط ډول هره ورځ له ۶۰ څخه زیاتې دُرې کېږي.